د بدخشان- تخار لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې ده

د عکس سرچینه، MOPW
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي د بدخشان-تخار لویه لاره د پراخو سیلابونو له امله تړل شوې ده.
ددې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي سره خبرو کې ویلي چې د لارې پرانېستلو هڅې روانې دي.
ده وویل دا لاره د یکشنبې (د ثور ۱۳مې) د سهار له پنځو بجو د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
ښاغلی حق شناس وايي "تخنیکي ډلو له دوو اړخونو د دې لارې د پرانېستلو هڅې پیل کړې دي، کوشش کوو چې د ورځې تر وروستیو دا لاره پرانېستل شي".
د تخار-بدخشان لاره د افغانستان په شمال ختیځ کې د تګ راتګ یوه مهمه لار ده.
په تېرو درېیو میاشتو کې ډېرو ورښتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لویو لارو ته ډېر زیان اړولی دی.
د نورو بارانونو وړاندوینه

د عکس سرچینه، MOPW
په افغانستان کې د هوا پېژندنې ریاست د نورو بارانونو او لږ تر لږه ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
د دې وړاندوینې ترمخه پروان، کاپیسا، پنجشیر، لوګر، خوست، سمنګان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې نور بارانونه کېږي.
پر دې سربېره د افغانستان مرکزي، لویدیزو او سویلي ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل هم شوی دی.
د طالبانو په حکومت کې پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره وايي خپلو ټولو ولایتي ادارو ته یې د چمتووالي د لارښوونې ترڅنګ له خلکو هم غوښتي چې سیندونو غاړو او داسې سیمو له ورتګه ډډه وکړي چې د سیلابونو خطر لري.
په افغانستان کې د چارواکو په وینا چې تېرو څو میاشتو کې د باران، سېلاب او زلزلې له امله په ټولیز ډول نږدې ۱۵۰ کسان مړه او له ۲۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ټولګټو وزارت وايي دغو بارانونو او سېلابونو د پرمختیايي پروژو د بشپړولو مهالوېش هم اغېزمن کړی دی.

د عکس سرچینه، MOPW




















