د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ: افغانستان کې د بندي خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه شوې

د رپوټونو پر بنسټ افغانستان کې لږ تر لږه څلور خبریالان دا مهال زنداني دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د رپوټونو پر بنسټ افغانستان کې لږ تر لږه څلور خبریالان دا مهال زنداني دي.
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې خبریالانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې بندي خبریالان دې خوشې کړي.

دا غوښتنه د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډه کې شوې ده .

دا ورځ هرکال د مې په درېیمه په نړیواله کچه ددې لپاره لمانځل کېږي چې د رسنیو پرمخ کې پرتو خنډونو ته د حکومتونو او خلکو پام ور واوړي.

د افغان خبریالانو د اړونده ټولنو د معلوماتو له مخې دا مهال څلور تنه خبریالان د طالبانو له حکومت سره زنداني دي.

ددې نه وړاندې افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو ځانګړي راپورتر رچرډ بېنټ هم ددې ورځې په مناسبت خپله وینا کې په افغانستان کې پر چارواکو غږ کړ و چې " بې له قید او شرطه بندي خبریالان خوشې او دا باوري کړي چې د رسنیو کارکوونکي د غچ، ځورونې یا بندي کېدو له وېرې پرته په ازادانه ډول خپلې دندې ترسره کړي."

خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي په کابل کې زمونږ همکار سمیع الله موسی زي ته وویل" اکثره هغه خبریالان چې نیول شوي تر ډېره هغوی د خپل کاري فعالیت له امله نه بلکې دحقوقي او نورو مسلو له امله بندیان دي"

ښاغلي بېنټ وویل" بیا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د رسنیو ازادي په هېښوونکې کچه له منځه تللې". خو په کابل کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې د لمانځنې غونډې ته دطالبانو حکومت استازو وویل' افغانستان کې د ازادو رسنیو لپاره د فعالیت خوندي چاپیریال رامنځته شوی دی".

ښاغلي فراهي زیاته کړه چې " د افغانستان د قانون او د خلکو د ارزښتونو په رڼا کې یې د رسنیو بشپړ ملاتړ کړی او د دوی حکومت دې ته ژمن دی".

معلوماتو ته محدود لاس رسی یو بله لویه ستونزه ده چې افغان خبریالان یې په اړه تل شکایت کوي. دوی وايي معلوماتو ته محدود لاس رسی یې د کار پر وړاندې لوی خنډ دی.

دې غونډه کې پر هغو ستونزو مخامخ خبرې وشوې چې افغان خبریالان ورسره لاس او ګریوان دي. ډېرو خبریالانو "معلوماتو ته د لاس برخه کې ستونزې او محدودیتونه" د خپل کار پر وړاندې د لویو ننګونو په توګه یادې کړې دي.

دوی زیاته کړه چې "ځینو ولایتونو کې معلوماتو ته د لاس رسي ستونزه د پلازمینه پر تله جدي ده".

ښځینه خبریالانې په یوه خبري ناسته کې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت په تېره نږدې پنځه کلنه دوره کې په رسنیو او په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو ګڼ محدودیتونه لګېدلې دي.

د بیګم راډیو مسؤولې روهینا هاشمي د نورو په استازیتوب غونډې ته وینا کې ټينګار وکړ چې رسنۍ هغه مهال ښه فعالیت کولی شي چې د دې په ټکو خوندي چاپیریال ورته برابر وي.

د غونډې ځینو ښځینه او نارینه خبریالانو ګډونوالو د طالبانو حکومت له خوا د ښځینه خبریالانو پر وړاند محدودیتونه د یوې بلې لویې ننګونې په توګه یادې کړې او په دې اړه یې اندېښنه وښوده. د دوی له منځه یې عایشې ستانکزۍ په دې اړه وویل" ولایتونو کې د انجونو په غږ دټولنیزې او تعلیمي پروګرامونو اجازه نشته".

د رسنیو لپاره په مالي برخه کې ستونزې هم د یوې ننګونې په توګه یادې شوې لکه د فرنکونسیو لوړ لګښت او د بریښنا بیې، خو د یکشنبې ورځې غونډه کې د طالبانو حکومت چارواکو د دې ستونزې د هواري ژمنه وکړه.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په وینا تېر کال افغانستان کې د خبریالانو پرضد ګڼې قضیې ثبت شوي او دوه خبریالان او د رسنیو دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

دې کمېټې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د مې دریمه نېټه د ملګرو ملتو لخوا ددې لپاره د رسنیودازادۍ د ورځې په توګه نومول شوې ده چې د رسنیو ازادي وده وکړي، دهغه خبریالانو ملاتړ وشي چې ګواښونو سره مخامخ دي او په دې لړ کې حکومتونو د بشري حقونو د ۱۹ مادې پربنسټ د هغوی د مسولیتونو یادونه وشي.