پر اېچ ای وي اخته پاکستانۍ جنسي کاروباریانې خپلې کیسې کوي

سلما له تېرو شپږو کلونو راهیسې د جنسي کارګرې په توګه کار کوي.
د عکس تشریح، سلما له تېرو شپږو کلونو راهیسې د جنسي کاروبارۍ په توګه کار کوي.
    • Author, روحان احمد
    • دنده, بي بي سي اردو، اسلام اباد
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

"پخوا راته بېخي معلومه نه وه چې دې کار(جنسي کاروبار) سره داسې هم کېدای شي، کله چې پوه شوم نو ژوند مې تباه شوی و".

سلما (مستعار نوم) د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکې یوه جنسي کاروبارۍ ده چې له پنځو کلونو راهیسې یې اېچ ای وي مثبت دی. که څه هم هغه اوس درملنه کوي، خو لا هم د جنسي کاروبارۍ په توګه کار کوي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۵ تر دسمبره پر (اېچ ای وي) د اخته ناروغانو ثبت شوې شمېرې ۸۴ زره ۴۲۱ وې، خو د ایډز د کنټرول ملي پروګرام او د روغتیا د وزیر مصطفی کمال په وینا، په هېواد کې په اټکلي ډول له درې لکه ۳۰ زرو ډېر د اېچ ای وي پېښې شته.

د روغتیا وزیر وايي چې "دا یوه ارزونه ده، د پاکستان دې نفوس ته په کتو باید په هیواد کې درې لکه ۶۹ زره پېښې وي، دا د کارپوهانو یوه ارزونه ده." هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې له ۸۴ زرو ډېرې ثبت شوې د اېچ ای وي مثبتې پېښې شته، چې له هغې شمېر یوازې ۶۱ زره کسان یې درملنه کوي. "نږدې ۲۰ زره کسان ورک دي، یعنې درملنه نه کوي." هغه روښانه کړه چې "د دې هیڅ ډول درمل په بازار کې نشته، هر ډول دوا چې اخیستل کېږي باید له دولتي روغتونه واخیستل شي، هغه هم وړیا ده."

دلته پوښتنه دا ده چې کله د ناروغانو شمېر سلګونه زره کېدلی شي، نو د ثبت شویو ناروغانو شمېر ولې دومره لږ دی؟ حکومتي چارواکي او له روغتیايي څانګې سره بوخت کسان وايي چې له دې وبا سره د تړلې بدنامۍ وېره تر ډېره خلک له طبي معاینې راګرځوي.

دلته د عامو خلکو خبره کېږي خو په هغوی کې داسې کسان هم شته چې د ژوند تېرولو وسیله یې له جنسي کاروبار (سیکس) سره تړلې ده، څه چې په پاکستان کې یو ناقانونه عمل دی.

په پنجاب ایالت کې د روغتیا په برخه او په ځانګړې توګه د ښځینه جنسي کاروباریانو د روغتیايي ستونزو په لمنځه وړلو کې د بوختې نا دولتي ادارې "باهم فاونډېشن" اجرایوي مشره بشری راني وايي: "له دې ناروغۍ سره چې کومه بدنامي تړل شوې، همدا هغه څه دي چې خلک درمل اخیستلو ته نه پرېږدي."

 یوه مېرمن د معاینې حالت کې لیدل کېږي.
د عکس تشریح، یوه مېرمن د معاینې حالت کې لیدل کېږي.

هغه وايي "موږ له ښځینه سیکس ورکرز سره کار کوو، چې لا دمخه روغتیايي اسانتیاوو ته لږ لاسرسی لري. خو کومې ښځې او سړي چې سیکس ورکرز نه دي یا نشه نه کوي، د هغو لپاره هم درملنې ته راوړاندې کېدل ګران وي."

د باهم فاونډیشن په وینا، یوازې په لاهور او ګجرانواله کې له ۱۶۰ ډېرې جنسي کاروباریانې له دوی سره ثبت دي چې پر اېچ ای وي اخته دي. دې ادارې له ګڼو پخوانیو دا ډول کاروباري ښځو سره د کار موندلو په برخه کې مرسته کړې او د هغوی له لارې ښځو ته لاسرسی شوی.

بي بي سي اردو په پنجاب کې له داسې ګڼو جنسي کاروباریانو سره خبرې کړې دي، چې ځینو یې اوس دا کار پرېښی او ځینې یې د درملو په کارولو سره خپل کار ته دوام ورکوي. په پاکستان کې جنسي کاروبار او د هغوی اړوندې ستونزې یوه حساسه خبره ده. په حکومتي کچه دوی ته" د لوړ خطر لرونکي چلند ښځې ویل کېږي. دا ټولې ښځې وايي چې له طبي معاینې نیولې تر درملو رسېدل ورته اسانه نه وو .

" شرم نه درځي، ته ماشومان زېږوې"

د ښځینه جنسي کاروباریانو د هویت خوندي ساتلو لپاره په دې رپوټ کې هغوی ته مستعار نومونه کارول شوي دي.

د لاهور له یوې سیمې د نږدې ۳۰ دقیقو مزل وروسته موږ د ښار په لمنه کې یوې خامې ابادۍ ته ورسېدو، هلته چې په کوڅو کې د موټر تېرېدو ځای هم نه و. د یوې کوڅې په یوه زاړه کور کې کله چې موږ له تنګو پوړیو پورته پوړ ته وختلو، هلته د درېیو ماشومانو مور سلما زموږ په تمه وه.

سلما وايي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې د جنسي کاروبارۍ په توګه کار کوي "له تېرو پنځو کلونو راته معلومه شوې چې زه ایچ ای وي مثبت یم." د هغې په وینا، کله چې په کې د اېچ ای وي تشخیص وشو، نو ورته څرګنده چې ژوند یې نور ختم شوی دی"پخوا راته پته نه وه چې دې (سیکس ورکر په توګه) کار سره داسې هم کېدای شي، کله چې پوه شوم نو ژوند مې تباه شوی و."

د سلما په وینا، هلته چې یې لومړی واده شوی و، هغه سیمه کې جنسي کاروبار عام و. هغه وايي، د ایچ ای وي له تشخیص وروسته له هغې سره د خلکو چلند بیخي بدل شوی وه. "خلکو به ویل زموږ په لوښو کې ډوډۍ مه خوره، زموږ تر څنګ مه کېنه، زموږ تشناب مه کاروه او زموږ ځان پاکی مه کاروه." وايي "زما مشرې لور ایچ ای وي نه درلوده، خلکو به ویل چې لور یې له هغې لیرې کړئ، ګنې هغې ته به هم جراثیم ولګېږي."

سلما زیاته کړه چې د دویمې لور د زېږون پر مهال یې پر بسترې "اېچ ای وي مثبت" لیکل شوي وو، چې له هغې وروسته "هیچا لاس نه ورکاوه، نرسانې به راغلې او له ځایه به یې پورته کولم. زه له حکومتي روغتونه وتښتېدم او بیا مې په شخصي روغتون کې زېږون وکړه."

هغې کیسه کړې،"ډاکټر ماته وویل چې شرم نه درځي، ته ماشومان زېږوې، زما د وینې فشار (بلډ پرېشر) دومره لوړ شو چې خپل فون مې مات کړ او د خپلې بچۍ سر مې وواهه." سلما یوازینۍ جنسي کاروبارۍ ښځه نه ده چې په پیل کې یې د اېچ ای وي د درملنې لپاره در په در وګرځېده او سختۍ یې وګاللې.

د مهناز عمر نږدې ۴۰ کاله دی او هغه له تېر یوه کال راهیسې دا کار کوي.

مدني فعالانې کاروباري ښځو ته کنډوم ورپېژني.
د عکس تشریح، مدني فعالانې کاروباري ښځو ته کنډوم ورپېژني.

هغه وايي چې له تشخیص وروسته ډاکټر ورته وویل چې دا یوه لویه مسله ده او ورسره یې دا هم غبرګه کړه چې "دا یوه بدکاره ښځه ده." مهناز د خپلې کیسې اورولو پر مهال وویل چې هغه په خپله خوښه د جنسي کاروبارۍ په توګه کار نه کوي او دا چې "مجبوري ده، په کور کې مې بې وزلي ده، ماشومان دي او اته کاله مخکې مې مېړه هم پرېښې وم."

هغې په تېرو وختونو کې په سعودي عربستان کې د اشپزې (پخونکې) په توګه هم کار کړی، خو وايي، له دې ناروغۍ سره بهر ته نشي تللی.

هغه وايي نهه میاشتې کېږي پر دې ناروغۍ اخته ده خو بیا یې هم خپل کاروبار ته دوام ورکړی.

جنسي کاروبار د اېچ ای وي د خپرېدو لامل کېږي؟

سلمیا او مهناز دواړه وايي، د ایچ ای وي له تشخیص وروسته هم خپل جنسي کاروبار روان ساتي.

دواړو بي بي سي ته وویل چې دوی "کنډوم کاروي او درمل خوري، چې له امله یې د دوی په وینا د جنسي اړيکې له لارې د اېچ ای وي خپرېدل درېږي." کله چې موږ له سلما وپوښتل ایا هغه نه وېرېږي چې د هغې له امله ایچ ای وي نورو خلکو ته ولېږدېږي، هغې وویل: "اوس زه پوره معلومات لرم، زه اوس خپله هم ځان ساتم چې زما له لوري څوک له ستونزو سره مخ نشي."

مهناز هم وايي، ډاکټرانو ورته ویلي: "که زه درمل او کنډوم وکاروم، نو د اېچ ای وي د خپرېدو هیڅ خطر نشته." کارپوهان او ډاکټران هم همدا وايي چې د درملو په کارولو سره اېچ ای وي کنټرولېدلی شي، چې له هغه وروسته د جنسي اړيکې له لارې نه خپرېږي. بشرا راني له دې خبرې سره همغږې ده وايي"که اېچ ای وي مثبت ښځه یا سړی خپله درملنه کوي، نو د له ناخوندي (له کنډوم پرته) سیکس له لارې هم د دې د خپرېدو خطر کمېږي. خو بیا هم موږ دغو کاروباریانو ته وایو چې هغوی باید کنډوم وکاروي."

درمل په لاس کې
د عکس تشریح، یوه جنسي کاروبارۍ درمل کاروي.

بي بي سي اردو د دې کاروبارونو په اړه د پوښتنو ځوابونو موندلو لپاره بشپړه اوونۍ د پنجاب ايډز کنټرول پروګرام له چارواکو سره اړیکه ونیوله، خو له څو وارې ډاډ ورکولو سره سره بیا هم هیڅ یو چارواکی پر دې موضوع خبرو کولو ته چمتو نه شو.

د (نیشنل ایډز کنټرول پروګرام) اړوند د اېچ ای وي متخصص ډاکټر ملک محمد عمیر بي بي سي اردو ته وویل: "د اېچ ای وي درمل وړیا شته او هرکله چې یو اېچ ای وي مثبت سړی یا ښځه د درملو اخیستل پیل کړي، نو په ۹۰ ورځو کې د هغه وایرس زیاتېدل بندېږي او هغه بیا د خپرېدو لامل نه ګرځي."

جنسي کاروباریانو ته د روغتیايي اسانیو رسول څومره ګران دي؟

په لاهور کې د مېشتې نا دولتي ادارې "بهم فاونډېشن" اوسنیو کاروباریانو ته د لاسرسي لپاره د هغو ښځو له لارې مرسته وکړه چې پخوا یې د جنسي کاروبارویانو په توګه کار کاوه. دوی ته "اوټ ریچ" یا " ټولنیز فعالان" ویل کېږي. د هغوی د هویت ساتلو لپاره په دې رپوټ کې کارول شوي نومونه مستعار دي.

دا فعالانې بېلابېلو سیمو ته ځي او کاروباري ښځو ته د درملو او احتیاطي تدبیرونو په اړه زده کړه ورکوي.

بي بي سي نیوز اردو د لاهور په یوه سیمه کې له ټولنیزو فعالانو سره یوې متوسطې سیمه کې د یو کور لیدنه هم وکړه. هلته ګڼې جنسي کاروباریانې وې او هغوی ته د احتیاطي تدبیرونو په اړه سپارښتنې کېدلې.

 مدني فعالانې ګرې ناستې دی.
د عکس تشریح، مدني فعالانې یو ځای معلومات ټولوي

په دې خورا عادي ښکارېدونکي کور کې بهر ته د وتلو څو دروازې وې. هغسې چې په پاکستان کې جنسي کاروبار ناقانونه دی، نو ځکه دې کاروبار پورې تړلي کسان تر ډېره د قانون پلي کونکو ادارو د چاپو له وېرې سره هم مخ وي.

دلته د نوشین مستعار په نامه یوه مدني فعاله هم وه. هغې وویل: "ما کله هم دا فکر نه و کړی چې زه به د (سیکس کاروبار) پرېږدم او د هماغه ټولنې لپاره به کار کوم چې کله یې زه برخه وم." هغه وايي "زه خوشحاله یم چې زموږ له امله دا ښځې د اېچ ای وي په ګډون له نورو ناروغیو ساتل کېږي. ډېر ځله داسې هم کېږي چې موږ ورته کنډوم ورکړو، خو دا خلک (د هغوی د کاروبار سمبالګرې) پر دې بېوزلو هماغه یو کنډوم په سل، سل روپۍ پلوري." خو په تېر وخت کې د دې کاروبار کولو سره سره، نوشین وايي چې دې ښځو ته لاسرسی موندل اسانه کار نه دی.

هغې وویل: "دا ډېره سخته ده، د هغوی چې کومه شبکه چلونکې دي، موږ هغوی ته نه ورپرېږدي." وايي "که موږ هغوی ته ور هم شو او ټیسټ او نور څه کول وغواړو، نو هغوی زموږ پر سر ولاړ وي."

ډېر کله نه یوازې جنسي کاروباریانو ته لاسرسی ګران وي، ورسره ټولنیزې فعالانې یو خطر هم ګالي. د فایزې په نامه یوې فعالې بي بي سي ته وویل، دا چې خپله یې هم په تېر وخت کې له دې ټولنې سره تړاو و، نو ځکه چېرته چې یې پیژندګلوي وي، هلته ورتلل ورته ګران نه وي.

هغه وايي چې د دغو کاروباري ښځو باور ترلاسه کول تر ډېره یو ننګونه وي. "'موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې پر هغوی زموږ کومه خبره بده ونه لګېږي او زړه یې بد نه شي." خو د هغې په خبره دغه ښځې هم تر ډېره له خطرونو سره مخ وي. "کله چې موږ کومه ناخوښي احساس کړو چې چاپېریال خرابېږي یا کومه ستونزه پیدا کېدای شي، نو موږ سملاسي خپل پلان بدل کړو." د فایزې په خبره، خلک وېره لري چې زموږ کسان هلته راغلی، هسې نه چې چاپه ووهي یا پر رسنیو کومه ویډیو خپره نه شي.

حکومتي ګامونه

په حکومتي ژبه کې په نشو اخته کسانو او او جنسي کاروباریانو ته "له لوړ خطر لرونکي چلند سره مخ خلک" ویل کېږي.

د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال د ایچ ای وي پر وړاندې د حکومتي ګامونو په اړه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې د دوی په هېواد کې یوازې ۴۹ زره د اېچ ای وي د معاینې مرکزونه وو او اوس پنځه کاله وروسته د هغوی شمېر ۹۷ زرو ته رسېدلی دی.

هغه خبریالانو ته وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې په ټول هېواد کې د اېچ ای وي ۳۷ زره ۹۴۴ معاینې شوې وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د ایچ ای وي درې لکه ۷۴ زره ۱۳۶ معاینې شوې دي.

بل پلو د "ایډز د کنټرول ملي پروګرام" سره همکار د ایچ ای وي ډاکټر ملک محمد عمیر په وینا، خلک د بدنامۍ له وېرې درملنه نه کوي.

هغه وویل: "حکومت په ټول پاکستان کې ادارې جوړې کړې، په روغتونونو کې یې درمل ورکړل، خو په ټولنه کې د بدنامۍ وېره خلک مجبوروي چې درملنه ونه کړي." خو هغه وايي چې د پاکستان حکومت له علماوو، رسنیو او پوهنتونونو سره په ګډه د عامه پوهاوي لپاره کار کوي. د ډاکټر عمیر په وینا، د هغو خلکو لپاره چې له بدنامۍ وېرېږي د "په خپل لاس د معاینې" وسایل هم ورکړل شوي، چې ورسره په کور کې ټیسټ کېدلی شي او که د چا ایچ ای وي مثبت وي، نو موږ ته راتلی شي او درمل اخیستی شي.

 دوه مېرمنې د خبرو حالت کې دي.
د عکس تشریح، لاهور کې باهم فاونډېشن کې د یوې جنسي کاروبارۍ او روغتیا پالې ناسته.

هغه وايي، په خلکو کې دا تاثر هم ناسم دی چې دا یوازې له بدو کارونو خپرېږي. "دا له فحاشۍ (بدلمنۍ) هم خپرېږي خو یوازې له دې نه خپرېږي. له نشې هم خپرېږي، هغه خلک چې کارول شوې سرینجونه کاروي." هغه وویل"موږ له خپلو همکارانو او مدني فعالانو سره په ګډه تر هغو کسانو رسېږو چې له "لوړ خطر" او غیر صحي چلند سره مخ وي. کله چې د هغوی ټیسټ وشي، نو هغوی هم درملنې ته موږ ته راځي." ډاکټر عمیر وايي، د اېچ ای وي د مخنیوي درمل چې په پاکستان کې شته دلته نه جوړېږي. ډېر درمل له بهرنیو هیوادونو راځي. "دا هغه درمل دي چې د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا منل شوي شرکتونه یې ورکوي. "لوړ خطر سره مخ" خلکو ته ورکول کېدونکي درمل خورا اغېزمن دي، خو موږ باید د هغوی د غیر صحي ژوند مخه ونیسو."

بي بي سي سره په خبرو کې ګڼو جنسي کاروباریانو ویلي چې هغوی ته دا درمل په پرلپسې توګه رسېږي. خو چېرته چې له دې ناروغۍ سره سره ځینو ښځو دا چاره جارې ساتلې، هلته ځینې ښځې د دې د خپرېدو له وېرې دا کار پرېږدي. پر مستعار نوم ماریه له هغوی یوه ده، چې له خپل واده وروسته یې اته کاله د جنسي کاروبارۍ په توګه کار کړی دی. "ما په پیل کې کله هم خپلو پېرودونکو (ورتلونکو خلکو) ته نه و ویلي چې زه اېچ ای وي لرم او درمل خورم. خو بیا مې د دې وېرې له امله دا کار پرېښود چې هسې نه زما له امله دا ناروغي بل چا ته ولګېږي."