په جنوبي وزيرستان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ ټپيان دي

د پاکستان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر طاهر شاه وزیر په وینا، چاودنه اعظم ورسک بازار ته نژدې شوې چې په وینا یې ګڼو ملکي وګړو ته پکې زیان رسېدلی دی.

د واڼه ولسوالۍ د مرکزي روغتون طبي مشر جان محمد شینواري بي بي سي ته ويلي، ۱۴ ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي، چې له ډلې یې د دريو څلورو تنو حالت نازک دی. نوموړي زياته کړې، په ټپيانو کې دری ماشومان هم شامل دي.

د ځایي وګړو په وینا، په چاودنه کې وژل شوي ځوان هلته کرېکټ کاوه.

په ټپيانو کې د یوه اته کلن ماشوم پلار محمد اسلم وايي، ماشومانو له کوره بهر لوبې کولې چې ناڅاپه چاودنه وشوه او وروسته د ډزو غږونه واورېدل شول. د نوموړي په وینا زوی یې د چاودنې له کبله ټپي شو چې بيا وروسته د واڼه روغتون ته ولېږدول شو.

اعظم ورسک سیمه د واڼه له مرکز څخه ۱۶ کیلومتره لرې پرته ده. ځايي خلک وايي چاودنه د اعظم ورسک له بازار څخه څو متره لرې د امنيتي ځواکونو له پوستې سره نژدې شوې ده.

سرچينې وايي، له چاودېدونکو توکو ډک موټر له سیمې تېرېده، امنيتي کسانو پرې ډزې وکړې او وروسته چاودنه رامنځته شوه.

د راپورونو له مخې وسله والو په ظاهرا امنيتي ځواکونه په نښه کول خو هدف ته له رسېدو مخکې چاودنه وشوه چې له کبله یې ملکي وګړو ته ډېره مرګژوبله واوښته.

د خيبر پښتونخوا جنوبي سيمو کې له څه مودې راهیسې امنيتي پېښې زياتې شوې چې د چاودنو تر څنګ د ډرون بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د دې تر څنګ د هدفي وژنو او تښتنو د پېښو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.

دری ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په میرانشاه کې د وسله له خوا یو قومي مشر ملک سيف خان په ډزو ووژل شو چې وروسته ځايي خلکو د وسله والو پر پټنځايونو بریدونه وکړل.

یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ووويل، په سیمه کې وضعیت کړکېچن دی او له تازه پېښې وروسته د خلکو په منځ کې وېره زياته شوې ده.