لبنان کې اوربند سره سره "اسرائیلو لسګونه کسان وژلي" دي

د عکس سرچینه، EPA
د لبنان د روغتیا وزارت وايي د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوب کې د اسرائیلو بریدونو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي دي. لبنان کې دوه اونۍ وړاندې د اوربند له پیله راپدېخوا دا تر ټولو خونړۍ ورخ بلل شوې ده.
د روغتیا وزارت د شمېرو ترمخه دې سره د پنجشنبې له ورځې اسرائیلي بریدونو کې د وژل شوو شمېر ۷۷ کسانو ته لوړ شوی دی. اسرائیل بیا ادعا لري چې د حزب الله ډلې غړي به نښه کوي.
د لبنان حکومت شمېرو کې دا نه ده ښودل شوې چې وژل شو کې څومره ملکیان او څومره وسله وال دي، خو لږ تر لږه دوه وژل شوي او ۱۴ ژوبل کوچنیان ښودل شوي دي.
اسرائیل وايی چې همدې موده کې د دوی ۱۷ پوځیان وژل شوي دي او حزب الله ډله په دې تورنوي چې د ډرون او توغندیو سلګونه بریدونه یې کړي دي.
دواړه خواوې یو او بل له اوربنده په سرغړونې تورنوي، او جګړې بندولو لپاره دېپلوماتیکه هڅې تراوسه نه دي بریالۍ شوي.
د اسرئیلو پوځ وايی، د اوربند سند ورته دا اجازه ورکوي چې "د پلان شوي څرګند برید" پر وړاندې ګام واخلي. خو لبناني چارواکي له سنده د اسرائیلودا تعبیر ردوي او په پرله پسې ډول یې له اوربنده په سرغړونې تورنوي.
حزب الله هم منلې ده چې جنوبي لبنان کې د اسرائیلو پولې سره نژدې په ناقوره سیمه کې پراسرائیلي پوځیانو د ډرون په ګډون یې بریدونه کړي دي. حزب الله دا د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو بمباریو ته ځواب او غچ بللي دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامين نتنیاهو د حزب الله لخوا د ډرون زیاتېدونکی ګواښ منلی او ویلي یې دی"د دې مخنیوي" به وخت اخلي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون پر اسرائیلوغږ کړی چې د نورو هر ډول خبرو وړاندې دې اوربند په بشپړه توګه عملي کړي.
د حزب الله مشر نعیم قاسم د دوشنبې په ورځ یوه وینا کې هر ډول دېپلوماتیکه پروسه رد کړه. ده وویل چې له پایلو پرته مخامخ خبرې د نتنیاهو او ټرمپ په ګټه دي، ځکه "نتنیاهوهڅه کوی داسې ښکاره کړچی بری یې ترلاسه کړی او ترمپ غواړي امریکا کې د منځنۍ مودې ټاکنو کې ترې ګټه پورته کړي".
د لبنان د روغتیا وزارت وايی د مارچ په دویمه نېټه د جګړې له پیله ۲۶۰۰ نه زیات کسان لبنان کې وژل شوي دی. د حزب الله یوه غړی بي بي سي ته وویل چې دې موده کې د دوی له ۱۰۰۰ کم غړي وژل شوي دي.

















