BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: د 'چټکې' هوکړې په شرط مې پر ایران برید لغوه کړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي د ایران او د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران پلان شوی د امریکا او اسرائیل احتمالي برید لغوه کړی، خو دا پرېکړه یې پر دې مشروطه کړې چې ایران باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي. د هغه په وینا، د دې هوکړې په چوکاټ کې د هرمز تنګي بشپړ او سملاسي بیا پرانیستل او د ده په ټکو د "ایران د اټومي ګواښ" پای ته رسول شامل دي.
د بدخشان یفتل ولسوالۍ کې د خلکو او پولیسو ترمنځ کړکېچ؛ لږ تر لږه 'درې ملکي وګړي' وژل شوي
راپورونه ښيي چې د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په سیمه کې د ځايي خلکو او پولیسو ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی. د بدخشان د روغتیايي سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون څو نور ټپیان دي. د طالبانو د حکومت د بدخشان د پولیسو ویاند دغه کسان "مغرض او فتنهګر عناصر" بللي دي.
سعودي کې د اعدام په تمه بندیان؛ له بيبيسي یې د اعدام مخنیوي کې د غږ اورېدو مرسته وغوښته
کله چې د سعودي په یوه زندان کې پر اعدام د محکومو له ځانګړې څانګې بي بي سي سره یو اېتیوپیايی ځوان پر ټیلیفون اړیکه نیولو وتوانېد، ناهیلي یې په غږ کې له ورایه ښکارېده.
نړیوال بانک: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند ښه کېدو ته بسنه نه کوي
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک تازه ارزونې ښيي چې په جون میاشت کې اقتصادي وده د خلکو د ژوند د کچې ښه کېدو ته بسنه نه کوي. د دغه بنسټ په تازه راپور کې ویل شوي چې د کورنۍ تقاضا ډېرېدل، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو وده د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ له مهمو عواملو دي. خو دغې اقتصادي ودې د نفوس د چټک ډېروالي او په ځانګړي ډول د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی"
د بيبيسي افغانستان د حقیقتموندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ له پنځوسو مرکزونو لیدنه کړې، او په پایله کې یې موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي
د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز د والي ویاند، متوکل توحیدي، بيبيسي ته تایید کړې ده چې د ۱۴ افغانانو مړي چې ایران ته پر لاره وو، پرون د مارګو دښتې د (لالو) شګلنه بیدیا کې موندل شوي دي.
څنګه خپل هډوکي کلک وساتئ؟ هغه خواړه چې ورته ګټه رسوي
د ډېرو خلکو له انګېرونو هاخوا، زموږ هډوکي د عمر لومړیو کې لا کمېدل پیلوي خو په ځانګړو مغذي توکو بډایه خوراکي رژیم ته پاملرنه کولای شي د انسان د هډوکو د پیاوړتیا په ساتنه کې مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، د ناوې سینګارول د ''فریب ورکولو'' یوه بڼه ده او باید ترسره نه شي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید د واده او نورو مراسمو پر مهال عطر ونه کاروي.
بې پولې ډاکټران: پاکستان کې افغان ناروغان د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ځي
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وایي، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د نیول کېدو او جبري ایستل کېدو له وېرې ډاکټرانو او روغتونونو ته له تګ څخه ډډه کوي، یا هم خپله درملنه ځنډوي. د دغه سازمان په وینا، دې وضعیت د هغوی پر روغتیا جدي منفي اغېزې کړې دي. دغه سازمان په خپل راپور کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي او هغو کسانو ته چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، د خوندیتوب مناسب تدابیر برابر کړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































