BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
امریکایۍ رسنۍ: د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي لسګونه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه کړي
مریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له متحدو ایالتونو وباسي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې او اېنبيسي نیوز د سرچینو په حواله ویلي، ټاکل شوې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته واړول شي. د پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو د ټرمپ د ادارې پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او اندېښنه یې ښودلې چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي.
ولې په هېتي او کېنیا کې ورانکارې ډلې ځانونه "طالبان" بولي؟
په یوه ویډیو کې ښکاري، یو ځوان چې د باسکیټ بالرانو جامې یې اغوستې دي او څپلۍ یې په پښتو دي، په هوا کې یې ډزې کوي. له دې شېبې وروسته په یوه بله ویډیو چورلکه ښکاري چې د پرواز په حال کې ده. پر تصویر لیکل شوي وو: "Taliban Yo atè a" "طالبان ښکته/پر ځمکه دي".
امریکا پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه وکړه
د امریکا متحده ایالاتو پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه کړې ده. اوکرایین د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره دغو توغندیو ته سخته اړتیا لري. د دغو توغندیو د پلورلو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې اوکرایین اعلان وکړ، په تېرو څو میاشتو کې د دغو توغندیو د لېږد بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.
د طالبانو حکومت: د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې نن په کندهار کې د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستې ته وسپارل شو. د ریاست الوزاء اقتصادي معاونیت پرخپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا فاز په ورځني ډول د "۱۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا لري چې په مستقیم او نامستقیم ډول به زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي".
د ترکیې استخبارات وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د داعش یو غړی نیولی
د ترکیې د استخباراتو ملي ادارې اعلان کړی چې د 'افغانستان – پاکستان' له سیمو یې د داعش یو غړی نیولی او ترکیې ته لېږدولی دی. د ترکیې استخباراتو د دغه کس د نیول کېدو دقیق ځای نه دی په ګوته کړی. پاکستان او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې تړاو رسما څه نه دي ویلي.
په هند کې دری مسلمانان د غوا حلالولو په تور په عمري بند محکوم شوي
د هند په ګجرات ايالت کې د ګاندي نګر سيمې يوې ځايي محکمې د غواګانو د حلالولو په يوه قضيه کې دری مسلمانان په عمري بند محکوم کړي دي.
بایننس هڅه کوي هغه ۶.۳ میلیارده ډالر بېرته ترلاسه کړي چې په یوه سایبري برید کې غلا شوي
د کرېپټوکرنسۍ یا ډيجيټلي اسعارو ستر شرکت بايننس (Binance) وايي، د ډيجيټلي شتمنيو ۶.۳ ميليارده ډالر د داسې برید له کبله اغېزمنې شوې چې ښايي په تاريخ کې د هک کېدو تر ټولو ستره پېښه وي.
کرېکټ: راشد خان په نړيوالو شل اوريزو کې د ۲۰۰ لوبغاړو سوځول د خپل ځان او افغانستان لپاره ویاړ بللی
افغانستان کرېکټ ستوري راشد خان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ۲۰۰ وېکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ. د زېمبابوې پر وړاندې وروستۍ شل اوريزه لوبه کې د وېکټې له اخيستو وروسته نوموړی لومړنی لوبغاړی شو چې په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې ۲۰۰ لوبغاړي سوځوي.
د طالبانو حکومت: تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي
د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې د ډیورنډ "فرضي کرښې" افغان اړخ ته دوه ماشومان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپي شوي دي. په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرګژوبله کرښې ته څېرمه په پراته 'خان اباد' کلي کې اوښتې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په ټپیانو کې یو تن سیمهییز اوسېدونکی او بل د "هارو" په نوم د مرستندویه موسسې کارکوونکی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله زیات شوی، د طالبانو حکومت دا خبره ردوي
د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو دفتر (یو این او ډي سي) د ۲۰۲۶ کال د سروې له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله په څرګند ډول زیات شوی دی. دغه سروې نن (پنجشبنه اکتوبر ۲۹مه) خپره شوې ده. بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي د ملګرو ملتونو دغه تازه شمېرې ردوي او له هغو شمېرو سره یې په ټکر کې بولي، چې د دوی د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو راټولې کړې دي.
اسرائیل ټولټاکنې؛ ولسمشر یې وایي، ټاکنې باید بل پړاو ته لاړې نه شي
د اسراییل ولسمشر ایزېک هرزوګ وایي، هڅه دې وشي چې ټاکنې بل پړاو ته لاړې نه شي. " موږ باید هر هغه څه وکړو چې زموږ له وسه پوره دي چې ټاکنې بل پړاو ته لاړې نه شي". په اسراییلو کې د رایو شمېرنه لا روانه ده او تر دې دمه نتنیاهو او سیال یې ایزنکوټ د اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې ښکاري.
مصر د سعودي او حوثیانو جګړه کې ورګډېږي؟
د حوثيانو انصار الله ډلې د سياسي شورا غړي، محمد علي الحوثي، د مصر پارلمان له لوري، ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د دفاعي ګامونو پورته کولو واک ورکول یمن سره د "جګړې اعلان" ګڼلی، قاهره بیا ټينګار کوي چې ملاتړ يې یوازې د سعودي خاورې دفاع پورې محدود دی.
"د افغانستان او پاکستان طالبان په ژبه سره پوهېږي"؛ د ملک خان مرجان څرګندونو ولې غبرګونونه پارولي؟
"د پاکستان مرکزي حکومت دې قبایلو ته موقع ورکړي چې [له افغانستان سره] د ستونزې حل را وباسي". دا د ملک خان مرجان په نوم د خیبر پښتونخوا د هغه قومي مشر خبرې دي چې تر بېړني حالت او والي واکمنۍ نافذېدو وروسته هلته د یوې حکومتي شورا مرستیال مشر دی او پر خواله رسنیو لاس په لاس شوو دغو څرګندونو یې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, ژوندۍ پاڼه دویمه سترګه۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبر و نظر۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده
برنامه نظر و تحلیل شنوندگان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































