د ښارونو نړیواله ورځ: ملګري ملتونه وايي‌ کابل میلیونونو کسانو لپاره د یوه هوسا او سوکاله ژوند پر ښار بدلیدای شي

دا عکس دشت برچې کې لیدل کېږي
    • Author, سمیع‌الله موسی‌زی
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ملګر ملتونو د استوګنې یا اسکان اداره 'یو این هبیتات' وايي، اټکل دا دی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو یو افغان په ښارونو کې ژوند کوي او دا چې دغه وضعیت له فرصتونه او ننګونې دواړو ډک دی.

یو این هبیتات دا څرګندونې د ښارونو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي. دغه اداره زیاتوي، که کابل ښار ته پام لا ډېر شي نو کېدای شي چې دا ښار د میلیونونو کسانو لپاره د هوسا او سوکاله ژوند په ښار بدل شي.

کابل، چې شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي لري، د هغو پلازمېنو له ډلې دی چې په چټکۍ پراخېږي.

خو د مصنوعي ځیرکتیا، او عصري ټکنالوژۍ په دې دور کې هم د دغه ښار اوسېدونکي له داسې ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي چې د نړۍ د اکثریت ښارونو اوسېدونکي یې لري.

د طالبانو د حکومت د ښارجوړونې وزیر نجیب‌الله حقاني ویلي، چې ښاري، ټولنیزه او اقتصادي پراختیا او د چاپېریال ساتنه د دغه وزارت مسوولیت دی.

د ښاري پراختیا متخصص انجینر بسم الله عارف وايي د اوسني زمانې اړتیا وو ته په کتو معیاري ښار څو مهمې ځانګړتیاوې لري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې یا یو اېن هبیتات د ښارونو د نړیوالې ورځې په مناسبت له سپوږمکۍ د کابل ښار د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۴ کلونو اخېستل شوي انځورونه خپاره او پر تله کړي دي.

دې ادارې ویلي چې دغه ښار په تېرو څو لسیزو کې پام وړ پراختیا موندلې او دا چې دغه بدلون ښيي چې کابل ښه ښاري پلان او لا ډېرې پانګونې ته اړتیا لري.

دغې ادارې ویلي، د کافي ملاتړ په صورت کې شونې ده چې د کابل ښار د میلیونونو کسانو لپاره د هوسا ژوند اسانتیاوې ومومي.

نږدې دوه لسیزې مخکې د جاپان پراختیايی ادارې ‏(جایکا) په مرسته د نوي کابل ښار ماسټر پلان جوړ شو.

د دغه ښار لویه برخه ده سبز ولسوالۍ او یوه برخه د پروان باریکاب کې جوړیږي.

خو دا پلان هغسې چې تمه یې کېدله تر دې دمه نه دی پلی شوی.

په تېرو نږدې درې لسیزو کې د افغانستان نور ښارونه هم پام وړ پراخه شوي. په دې ډله کې د هرات ، جلال آباد ، مزار شریف او خوست ښارونه د یادولو دي.

د طالبانو د حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت په افغانستان کې د ښاري معیاري پراختیا لپاره د هڅو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د دې وزارت په وېبپاڼه کې د وزیر له قوله ویل شوي چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او د هېواد د چاپېریال ساتنې لپاره هلې ځلې د دوی دنده ده.

نجیب‌الله حقاني ویلي، وزارت ژمن دی چې د ودانیزو چارو، د ښاريي هوساینې لپاره د پروژو پلي کول او روڼتیا او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه وايي، تر ۲۰۶۰ میلادي کال پورې به د افغانستان له هرو دوو وګړو یو یې په ښارونو کې ژوند کوي. دا په نسبتا لنډه موده کې د یوه ستر بدلون ښکارندويي کوي.

یو اېن هبیتات افغانستان کې د ښاري پراختیا برخه کې د بېلګې په توګه د خوست یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا ښار له ۲۰۰۵ کال راهیسې په پام وړ ډول پراخ شوی او له یوه کوچني ښاره په داسې ښار بدل شوی، چې د یوې شپاړلس پوړه ودانۍ په ګډون څو لوړ پوړیزه ودانۍ لري.

خو د کمزورو بنسټیزو اسانتیاوو په لرلو سره د ښارونو پراخېدل، د ښاري مېشتېدنې بې پلانه پراختیا، د فاضله اوبو او خځلو د خوندي کولو د اسانتیا او څښاک پاکو اوبو او د زرغونه ساحو کموالي تل اندېښنې پارولي او له امله یې نیوکې هم شوي دي.

کابل د غرونو کورنه
د عکس تشریح، کابل کې غیرپلاني او خپل سرې ودانۍ ډېرې دي. ښاروالۍ یې ویلي، غواړي غرونو کې پر شنو سیمو واوړوي

افغانستان کې د لوړپوړیزو ودانیو د جوړولو هغه طرز العمل، چې په جمهوري نظام کې پلی شوی وو ، ودانیز شرکتونه او د ځمکو خاوندان مکلفوي چې د ودانیزو چارو معیارونه، په ځانګړي ډول د زلزلې پر وړاندې مقاومت او د خوندیتوب اصول، په پام کې ونیسي.

د دغه طرز العمل له مخې، باید د ځمکې لږ تر لږه ۳۰ سلنه برخه زرغونه ساحو ته ځانګړې شي او د ودانۍ د اړتیا وړ لږ تر لږه ۳۰ سلنه برېښنا له لمریزې انرژۍ تر لاسه شي.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان راتلونکی له ښاري پراختیا سره تړلی، خو دغه سازمان د ښاري پلانونو، بنسټیزو تاسیساتو او عامه خدمتونو نشتوالی د اندېښنې وړ موضوعات بولي.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې ملګري ملتونه د اکتوبر ۳۱مه نېټه د ښارونو د نړۍ والې ورځې په توګه نمانځي.

د اکتوبر میاشتې اوږدو کې په همدې تړاو نورې غونډې او د عامه پوهاوي او د نړۍ په کچ د همغږۍ لپاره هلې ځلې کیږي.

سږ کال دا ورځ (( ښاري بیارغونه : د ټولو لپاره مناسب استوګنځي)) تر شعار لاندې لمانځل کیږي.

نړۍ کې د ښاري ژوند وضعیت څنګه دی؟

د ښارونو وضعیت - بې کوري او د مناسب استوګنځیو نشتوالی ستره ستونزه ده
د عکس تشریح، په نړۍ کې بې کوري او د مناسب استوګنځیو نشتوالی پراخېدونکې ستونزه ده

ملګري ملتونه وايي نړۍ کې نژدې درې نیم میلیارده خلک مناسب استوګنځی نه لري او دا کړکېچ ورځ تر بلې لا لویېدونکی دی.

دغه سازمان د ښارونو نړیوالې ورځې په تړاو یوه رپوټ کې له حکومتونو غوښتي چې د استوګنې داسې هر اړخیزې کړنلارې جوړې او پلې کړي چې له مخې یې خلکو ته مناسب استوګنځي برابر او ښارونه له زرغونو سیمو برخمن او پایښت لرونکي شي.

په همدې مناسبت ملګرو ملتونو نړۍ کې د ښاري سیمو د وضعیت په اړه یو رپوټ هم خپور کړی. د دې رپوټ موندنې ښيي چې په ۲۰۱۰ کال کې د وګړو د شمېر په تناسب د ۲۵۱ میلیونه استوګنځیو کمی وو خو په ۲۰۲۳ کال کې دا کمی ۲۸۸ میلیونه استوګنځیو ته رسېدلی.

ملګري ملتونه وايي د مناسب استوګنځي لرل د ښاري سیمو د پرلپسې پراختیا او د خلکو د سوکالۍ بنسټیزه اړتیا ده. نړۍ کې د ښارونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په سږني رپوټ کې له حکومتونو غوښتل شوي چې د ښاري سیمو د پراختیا لپاره هر اړخیز او منصفانه پلانونه ولري. ملګري ملتونه وايي دا پلانونه باید د ښارونو پایښت او پکې د زرغونو سیمو شته والی تضمین کړي.

نړۍ کې کارونه

د ۲۰۲۶ کال رپوټ په بله برخه کې راغلي چې نړۍ کې نژدې درې نیم میلیارده خلک مناسب او خوندي استوګنځی نه لري او څه باندې یو میلیارد کسان په غیر پلاني او بې وزلو سیمو کې ژوند کوي، د دې سیمو اوسېدونکي بنسټیزو خدمتونو ته لاس رسی نه لري او له ګڼو چاپیریالي خطرونو سره مخامخ دي.

په ټوله کې ملګري ملتونه سږ کال د ښار د نړۍ والې ورځې په تړاو هلو ځلو کې د ښاري سیمو پر بیا رغونه ټینګار کوي.

د ښاري پراختیا لپاره کمه پانګونه، د ښاري سیمو چټکه پراختیا، اقتصادي بې ثباتي او د افغانستان په څېر هېوادونو کې د شخړو له امله د خلکو بې ځایه کېدل، نړۍ کې د مناسبو استوګنځیو د کموالي کړکیچ لوی لاملونه بلل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي سره له دې چې د مناسب استوګنځي لرل یو بشري حق پیژندل شوی خو د دې حق د خوندي کولو لپاره لږ پرمختګ شوی.