امریکایۍ رسنۍ: د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي لسګونه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له متحدو ایالتونو وباسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې او اېنبيسي نیوز د سرچینو په حواله ویلي، ټاکل شوې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته واړول شي.
د پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو د ټرمپ د ادارې پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او اندېښنه یې ښودلې چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي.
د نیویارک ټایمز په رپوټ کې د درېیو امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي چې په لویزیانا کې لسګونه افغان کډوال نیول شوي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، په نیول شویو افغانانو کې داسې کسان هم شته چې که افغانستان ته ستانه شي، ښايي د طالبانو تر واک لاندې له تبعیض، ځورونې او تعقیب سره مخامخ شي.
دا چې د امریکا متحد ایالتونه د طالبانو له حکومت سره دېپلوماتیکې اړیکې او راشه درشه نه لري، نو نه شي کولی نېغ په نېغه افغانستان ته د کډوالو استول ورسره همغږي کړي.
د سرچینو په وینا، له همدې کبله به پاکستان پر ډیورنډ کرښه د دغو پناه غوښتونکو د لېږد مسوولیت پر غاړه واخلي.
امریکا ته د لېږدول شویو افغانانو د ملاتړي بنسټ افغان اېواک مشر شان ون ډایور ویلي، د دغو کسانو د ایستل کېدو د احتمالي ناوړه پایلو په اړه ژوره اندېښنه لري.
هغه د امریکا له کانګرسه غوښتي چې د "افغانانو د لنډمهالي خوندیتوب" لایحه تصویب کړي او د هغوی د ایستلو مخه ونیسي.
ونډایر وايي: "ښايي تاسې د نیویارک ټایمز هغه عاجل خبر لیدلی وي چې وایي ولسمشر غواړي له سلو ډېر افغانان له لویزیانا او د امریکا له نورو سیمو پاکستان ته ولېږدوي. بیا به پاکستان، د راپورونو او د هغه څه له مخې چې د امریکا د کورني امنیت وزارت محکمې ته ویلي، دا کسان د ځمکې له لارې افغانستان ته واستوي."
د افغان اېواک مشر زیاته کړې "دا رښتیا هم د منلو وړ نه ده. دوی افغانان د طالبانو لاس ته سپاري؛ هغه ډلې ته چې ښايي هغوی ووژني."

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې د ګلوبل رفیوجي بنسټ هم د دې راپورونو په اړه سخته اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې دا پلانونه دې د هغې الوتنې تر ترسره کېدو مخکې ودرول شي یا لغوه شي، چې ټاکل شوې تر ۱۵۰ ډېر افغانان پاکستان ته ولېږدوي.
د دغه بنسټ مشر کریش اومارا ویلي:
"پنځه کاله مخکې امریکایانو ولیدل چې افغانان له طالبانو د تېښتې لپاره الوتکو ته ختل. اوس زموږ حکومت پلان لري چې د دوشنبې په ورځ یوه ځانګړې الوتکه بېرته د هغو کسانو لوري ته واستوي چې دوی یې ځوروي او تعقیبوي."
دغه بنسټ ویلي، د هغو کسانو لپاره چې نومونه یې د دې الوتنې په نوملړ کې دي، پایلې ښايي زندان، شکنجه او یا تر دې هم بدې وي.
رپوټونو کې ویل شوي چې په دغو کسانو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شته چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی و.
تر اوسه د امریکا د کډوالۍ او ګمرک پلي کوونکې ادارې (ICE) او نورو اړوندو بنسټونو د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي چې د ټاکنو په اوونۍ کې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پرېکړه شوې ده.
خو د ولسمشر ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې درېیمو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د لېږلو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.


















