BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, مجتبیٰ خامنهاي: امریکا په خپل پلان کې شرموونکې ماتې خوړلې
د ایران ستر مذهبي مشر مجتبیٰ خامنهاي ادعا کړې چې امریکا په خپل رنګ کې کوټ شوې او "شرموونکې ماته" یې خوړلې ده. د خامنهاي دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې ځينو امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې ډونلډ ټرمپ نن پنجشنبه پر ایران د تازه برید لپاره نوي پوځي پلانونه یا جنګي نقشه ترلاسه کړي. نن د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري کلابندي به په خلیج کې ناامني نوره هم ډېره کړي او ګواکې له دې سره امریکا خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.
نیوزیلنډ کې محکمې د ۵۱ مسلمانانو وژنه کې د ښکېل سړي د بیا کتنې غوښتنه ونه منله
په نیوزلینډ کې محکمې دهغه توکم پاله سپین پوستي د بیا کتنې غوښتنه رد کړې چې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې یې پر دوو جوماتونو بریدونو کې ۵۱ کسان وژلي وو.بریدګر برینټن ټرانټ ته ددې وژنو له امله د عمر بند سزا ورکړ شوې. ده د ۵۱ کسانو پر وژلو اعتراف کړی و او هم یې منلې وه چې د نیوزلینډ په کرایس چرچ ښار کې یې د نورو ۴۰ مونځ کوونکو د وژلو هڅه کوله.
د حماس له لوري د وسلو سپارلو له انکار سره غزه کې جګړه بېرته پیلېږي؟
غزه کې د وسلو د راتلونکي په تړاو د مخ په ډېرېدونکو بحثونو له مخې، د سیاسي محاسبو او د خلکو د سترګو پر وړاندې واقعیتونو ترمنځ لا هم ټکر شته. په خپلو ساده خبرو کې، د غزه ښار په لوېدیځ کې د "الرمال" سیمې یوه اوسېدونکي، طارق ابو دیه چې په "ابو طلال" مشهور دی، له بي بي سي عربي څانګې سره په خبرو کې وویل چې هغه د هغه څه ملاتړ کوي چې "مقاومت" یې بولي، خو هممهاله ټینګار کوي چې په تړانګه کې د جګړې وحشتونه انسان اړ باسي چې "د لوړو ګټو او د وسلو سپارلو په اړه فکر وکړي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې په لومړي ځل د اومه تېلو بیه رېکارډ کچې ته لوړه شوې ده
په دې تړاو د رپوټونو له خپرېدو وروسته چې د امریکا پوځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د راتلونکو احتمالي ګامونو په اړه معلومات ورکوي، په نړیوالو بازارونو کې د اومه تېلو بیه له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د اکسوس خبري ویبپاڼې د راپور له مخې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) له تهران سره خبرو کې د رامنځ ته شوي ځنډ ماتولو لپاره د "لنډو او ځواکمنو" بریدونو د څپې یو پلان چمتو کړی دی.
ویرجینیا کې محکمې یو افغان د ۲۰۲۱ کال کابل هوايي ډګر له برید سره د تړاو په تور محکوم کړ
یوه فدرالي منصفه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا په ویرجینیا کې یو افغان په دې تور محکوم کړ چې له یوې ترهګرې ډلې سره د مادي ملاتړ د برابرولو د توطیې برخه و، چې دا قضیه د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید سره تړاو لري.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې دوستانه مصنوعي ځیرکتیا لرونکي چټباټونه ښايي لږ د باور وړ وي
نوې څېړنه ښيي هغه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونه چې له کاروونکو سره د تود، دوستانه او مهربان تعامل لپاره روزل شوي، ښايي د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو ډېر احتمال هم ولري.
د روسیې او بریتانیا استازي کابل ته تللي: د طالبانو له حکومت سره پر څه خبرې شوي او څه غواړي؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف په کابل کې لیده کاته او خبرې کړي. هممهاله ښاغلي متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره ناسته درلوده.
له اوپېک د متحده عرب اماراتو وتل ولې مهم دي؟
د متحده عرب اماراتو له خوا له اوپېک یا د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان څخه ناڅاپي وتل مهمه موضوع ده. اماراتيان ان تر دې مخکې چې په ۱۹۷۱ کې يو خپلواک هېواد شي، د دې سازمان غړي وو.
د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه
د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۰ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































