فرانسې، جرمني او بریتانيا په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو پر پراخېدو نيوکه کړې ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو له خوا د بوفور ستراتيژیکې کلا نيول کېدل په داسې حال کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له غبرګون سره مخامخ شوي چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو دا د حزب الله پر وړاندې پوځي عملياتو کې "یو ټاکونکی بدلون" بللی دی.

د اسرائيلو ځمکني ځواکونه د لبنان په خاوره کې لا وړاندې تللي او له ټاکل شوې کرښې هم اوښتي دي.

بریتانيا، فرانسې او جرمني د اسرائیلو له خوا د تازه عملياتو پر پراخېدو نيوکه کړې ده. د اسرائیلو پوځ بيا د لبنان جنوب کې د نورو سيمو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.

د لبنان لومړي وزير نواف سلام، اسرائیل په "ډله ييزه سزا" تورن کړي دي، په دې معنی چې د حزب الله پر ضد د برید په پلمه د لبنان ټول اوسېدونکی د اسرائیلو د پوځي عملياتو له کبله له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

فرانسه چې له لبنان سره تاريخي اړيکې لري، د اسرائیلو د پوځي عملياتو د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د یوې غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون پر اېکس پاڼه یوه پیغام کې ليکلي، "ټولې وسلې بايد د تل لپاره غلې شي".

نوموړي زياته کړې، "هېڅ شی نشي کولی د هغو عملياتو پراخېدل توجيه کړي چې اوس مهال د لبنان په جنوب کې روان دي".

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نويل بارو هم له بي اېف اېم ټلويزيون سره په خبرو کې دا وضعيت "د اسرائیلو یوه ستره تېروتنه" یاده کړې ده.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير یوهان واډفول د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو د پوځ لا زيات وړاندې تګ "د جدي اندېښنې وړ" بللې دی.

نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي، "هر ډول نور زياتوالی به لا له وړاندې ترينګلی وضعيت نور هم خراب کړدي او د لبنان دننه به د بېځايه شويو خلکو نوې څپې رامنځته کړي".

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزيرې ايوټ کوپر هم د يکشنبې په ورځ د دغه هېواد له اروپايي متحدانو سره يو ځای د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د شخړو د لا زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

هغې پر اېکس پاڼه ليکلي، "په لبنان کې د اسرائیلو د پوځي عملياتو زياتوالی د ملکي وګړو د وژل کېدو او بېځايه کېدو، د بنسټيزو تاسيساتو د ويجاړېدو او د ډيپلوماټيکو فرصتونو د کمزوري کېدو لامل شوی دی. دا وضعيت بايد ژر پايته ورسېږي".

ايوټ کوپر همداراز ويلي، "حزب الله بايد پر اسرائیلو خپل بریدونه ودروي او خپلې وسلې بايد وسپاري".

په وروستيو ورځو کې د دويم ځل لپاره اسرائیلو د لبنان جنوب کې د هغو ټولو سيمو له اوسېدونکو چې د زهراني سيند لاندې اوسېږی غوښتي چې خپلې سيمې پرېږدي.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ويلي، "هرڅوک چې د حزب الله د غړو، تاسيساتو یا پوځي تجهيزاتو په شاوخوا کې موجود وي، خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي".

د لبنان د روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د صور ښار حيرام روغتون ته نژدې په يوه هوايي برید کې ۱۳ روغتيايي کارکوونکي ټپيان شوي او دغه روغیيايي مرکز ته د پاموړ زيان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو پوځ د خپل يوه بل سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د مارچ له دويمې نېټې راهيسې پر لبنان د اسرائیلو وروستيو بریدونو او له حزب الله سره د نښتو په ترڅ کې د لبناني چارواکو په وینا له ۳۳۰۰ زيات کسان وژل شوي دي. بل پلو د اسرائیلي ځواکونو د تلفاتو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی دی.