تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان ختیځ کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۲ کسان مړه شوي
د افغانستان په ختیځ کې په دوو ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۲۲ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په سرخکان سیمه کې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو یوه لېږدونکې لارۍ اوښتې او د نورستان مرکز پارون کې بیا د سیلانیانو یو ټوډي ډوله موټر سیند ته لوېدلی دی.
چارواکو ویلي، چې د کابل - جلال اباد د لارې په ټرافیکي پېښه کې ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت کې د لغمان د ولایتي ادارې ویاند عبدالمالک نیازي بي بي سي ته ویلي، مړه شوي او ټپیان له پاکستانه د ستنېدونکو کورنیو غړي او دا چې لویه برخه په کې ښځې او ماشومان دي.
ښاغلی نیازی وايي، په مړو شویو کسانو کې لس ماشومان، پینځه ښځې او درې نارینه شامل دي.
پېښه د شنبې پر سهار پنځه نیمې بجې شوې. ښاغلی نیازی وايي ټپیان د ننګرهار حوزوي او نږدې نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د نورستان د ترافيکي پېښې په اړه ویل شوي چې ۴ سیلانیان پکې مړه او یو تن ټپي شوی دی.
نورستان کې د طالبانو حکومت امنیتي سرچینې وايي، دا پېښه تېره شپه د مرکز پارون اړوند د ځنګل پوستې سیمه کې شوې.
د نورستان د امنيه قومندانۍ ویاند احمد بشیر برګزاده ویلي، د سیلانیانو یو ټوډي ډوله موټر سیند ته لوېدلی او پکې سپاره څلور کسان اوبو وړي دي.
هغه زیاته کړې چې چلوونکي په ټپي حالت کې ژغورل شوی او د بېدرکه کسانو لټون روان دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پېښې قربانیان د فراه ولایت اوسېدونکي دي او دغه ولایت په چکر ورغلي وو.
هغه ویلي، دا پېښه د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې.
باختر خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي، چې د ننګرهار-کابل پر لویه لاره ترافيکي پېښه کې د یو شمېر ټپي شویو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
د دې پېښې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی، خو په تېر کې معمولاً خرابې لارې، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې د ګڼو خونړیو ترافیکي پښو لاملونه بلل شوي.
د تېر کال اګست کې له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو یو لېږدونکی بس موټر په هرات کې له یوه ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخیست.
په هغې پېښه کې ۷۹ کسان مړه شوي وو.
د هرات پولیسو ویلي وو چې پېښه د بس د چلوونکي د ''زیات سرعت او بې پروايۍ'' له کبله شوې ده.