د ایران د هوکړې په تړاو د 'وروستۍ پرېکړې' لپاره د ټرمپ غونډه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه غونډه کړې، چې له ایران سره د اوربند د تمدید په تړاو یوه "وروستۍ پرېکړه" وکړي.

ټرمپ وايي، ایران باید هوکړه وکړي چې هېڅکله به اتومي وسله یا بم نه لري، هرمز تنګی باید " په دواړو لوریو د بې‌خنډه سوداګریز تګ راتګ لپاره" بیا پرانیستل شي، او ایښودل شوي هر ډول ماینونه باید "له منځه یوړل شي".

ټرمپ وايي، د جمعې ورځې غونډه د سپینې ماڼۍ په "سیچوېشن روم" کې ترسره شوه، چې د لویو بحرانونو د مدیریت لپاره کارول کېږي. ایران مخکې ویلي وو چې د خپل اتومي پروګرام په تړاو خبرې نه کوي.

امریکايي چارواکو د پنجشنبې پر ورځ وویل، دواړو هېوادونو د یوې هوکړې پر چوکاټ سلا کړې، چې د تفاهم یادښت په نوم یادېږي، خو دا به د ټرمپ او د ایران د مشرتابه له تائید وروسته پلی شي.

رپوټونه ښيي چې دا هوکړه به اوربند د ۶۰ ورځو لپاره وغځوي او د ایران د اتومي پروګرام د راتلونکې په تړاو به خبرې پیل کړي.

د اپرېل له ۸مې راهیسې چې اوربند پیل شوی، ټرمپ څو ځله ویلي چې امریکا او ایران یوې هوکړې ته نژدې شوي او خبرې روانې دي، خو تر اوسه پورې کومه عملي او مهمه پایله نه ده ترلاسه شوې.

ټرمپ د جمعې په ورځ په خپلې "ټروت سوشل" شبکې لیکلي چې دی چمتو دی د هرمز تنګي د بندیز لېرې کولو ته، او هغه بېړۍ چې په دې اوبو کې بند پاتې دي "کولی شي د کور پر لور د تګ بهیر پیل کړي."

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې ایران باید امریکا ته اجازه ورکړي، چې د دې هېواد بډایه شوې یورانیم راوباسي او له منځه یې یوسي.

هغه وویل: "تر بیا خبرتیا پورې هېڅ ډول پیسې نه تبادله کېږي."

او زیاته یې کړه: "نور موارد، چې ډېر کم اهمیت لري، ورباندې سلا شوې ده."

وروسته د جمعې په ورځ، د سپینې ماڼۍ یو چارواکي بي بي سي ته تائید کړه چې په سیچوېشن روم کې غونډه پای ته رسېدلې ده، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

د ایران د فارس خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله ویلي چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د "رښتیاوو او درواغو ګډه

ټولګه" ده.

دغه اژانس راپور ورکړی چې د دواړو خواوو د تفاهم په یادښت کې د اټومي موادو د له منځه وړلو هېڅ شرط شامل نه و.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دولتي ټلویزیون ته وویل چې هېواد یې "د جګړې پر ختمولو تمرکز کړی، او د اتومي موضوع په تړاو هېڅ خبرې روانې نه دي."

متحده ایالات له اوږده مهاله راهیسې غوښتنه کوي چې ایران دې د لوړ کچ بډایه شويو یورانیمو تولید بند کړي او خپله شته زېرمه باید له منځه یوسي، ځکه چې په نظري توګه دا مواد د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کارېدلی شي.

ایران ټینګار کوي چې د دې هېواد اتومي پروګرام په بشپړ ډول سوله‌ییز دی او دا تورونه ردوي چې ګواکې دوی د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

پر پنجشنبه د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس وویل، مرکچیان د "ځینو ژبنیو ټکیو" په تړاو "تګ او راتګ" کوي، چې پکې د "بډایه کولو (انرچمنټ)" موضوع هم شامله ده.

هغه وویل: "موږ لا تر اوسه هدف ته نه یو رسېدلي، خو ډېر نژدې شوي یو او موږ به پر دې کار ته دوام ورکوو."

د ایران لوړپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف د جمعې په ورځ ویلي وو چې دوی "پر تضمینونو یا خبرو باور نه لري"، بلکې یوازې پر عمل باور لري.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل: "تر هغې چې مقابل لوری اقدام ونه کړي، هېڅ اقدام به ونه شي."

او زیاته یې کړه: "د هرې هوکړې ګټونکی هغه دی چې د بلې ورځې جګړې لپاره ښه چمتو وي."

امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل. ایران په ځواب کې پر اسرائیل او په خلیج کې د امریکا پر متحدینو بریدونه وکړل او په عملي توګه یې د هرمز تنګی وتاړه، چې له امله یې په نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې.

ایران او امریکا په وروستیو ورځو کې یو بل د اوربند په ماتولو هم تورن کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ، د ایران سپاه پاسداران ځواک وویل، دوی په کوېټ کې د امریکا یوه هوايي اډه هدف وګرځوله، چې د دوی په وینا د بندرعباس بریدونو "سرچینه" وه. بندرعباس د ایران یو ستراتیژیک بندري ښار دی چې د هرمز تنګي ته نژدې موقعیت لري.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ وویل چې پر کوېټ برید له اوربنده "جدي سرغړونه" ده.