یعقوب مجاهد مسکو کې د هوايي دفاع تجهیزاتو په لټه کې

    • Author, یما بارز
    • رپوټ له:, کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

بي بي‌ سي ته یوې معتبرې سرچینې ویلي چې د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد توانېدلی روسیې ته قناعت ورکړي‌ چې د دوی حکومت ته د هوايي‌ دفاع عصري تجهیزات ورکړي.‌

سرچینه زیاتوي دا خبرې وړاندې له مسکو سره شوې او د دفاع وزیر په دغه سفر کې د روسیې له لوري د شویو ژمنو پر لور عملي ګامونه پورته شول.

تر اوسه دا لا نه ده څرګنده چې په دغه تړون کې یوازې د هوايي‌ دفاع تجهیزات شته او که د هوايي برید تجهیزات لکه ډرونونه هم شامل دي‌. خو سرچینې بي بي سي ته ویلي‌ د دواړو خواوو ترمنځ داسې تړون لاسلیک شوی چې په کې د هوایی دفاع تجهیزاتو پرته ځمکني نظامي توکي او په عین حال کې د طالبانو د حکومت نظامي ځواکونو ته اړینه روزنه ورکول هم شامله ده.

د روسیې او طالبانو حکومت ترمنځ دغه سند د روسیې په پلازمینه مسکو کې، په داسې حال کې لاسلیک شو چې د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار سرګې شویګو او د طالبانو د حکومت دفاع ملا محمد یعقوب مجاهد هم حضور درلود.

افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د طالبانو حکومت له روسیې سره ښه اړیکې لرلي او بېلابېلو پلاوو یې هغه هېواد ته ګڼ سفرونه کړي دي.

کابل کې د دفاع وزارت سرچینې دا هم وویل چې دا تړون په دفاعي سکتور کې له روسیې سره د طالبانو د حکومت کړو هوکړو ته رسمي بڼه ورکوي.

دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد تېره سه شنبه په نړیوال امنیتي فورم کې ګډون لپاره مسکو ته لاړ. هغه مهال د طالبانو د حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې" روسیې ته د ښاغلي مجاهد د ورتګ تابیا له وړاندې شوې وه او سفر ته د زمینې برابرولو لپاره یو پلاوی هم مسکو ته تللی و".

ملا محمد یعقوب مجاهد د روسیې د ملي امنیت شورا له سلاکار سرګې شویګو سره کتنه کې وویل "روسیه سیمه او نړۍ کې یو مهم هېواد دی او موږ لپاره د روسیې فدراسیون سره تعامل او اړیکې ځانګړی اهمیت لري. هیلمن یو چې دا اړیکي نور هم پراخ، پیاوړي او هر اړخیز شي."

روسیه د هغو لږ شمېر هېوادونو له ډلې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې خپل سفارت نه و تړلی. مسکو دغه راز په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له حکومت سره لومړی نړیوال اقتصادي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان ته تېل، ګاز او غنم برابروي.

روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونو بیا بیا افغانستان کې د اورپکو ډلو د شتون په تړاو اندېښنې څرګندې کړې خو ښاغلي مجاهد اورپکو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د دوی مبارزې ته اشاره وکړه.

نوموړي وویل "موږ د فتنه ګرو شبکو په ځپلو کې مهمې لاسته راوړنې لرو."

د طالبانو د حکومت چارواکو بیا بیا دا ډاډ ورکړی چې د هېچا پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارېدو اجازه نه ورکوي خو داسې برېښي چې دې ډاډینې لا هم شته اندېښنې نه دې لېرې کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر کال په وروستیو کې، د افغانستان وضعیت بدلېدلو لپاره د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ساتل خورا مهمه چاره بللې وه او ويلي یې وو چې افغانستان په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او هېڅ یو هېواد نه شي کولای، په کابل کې له اوسني مشرتابه سره د اړیکو له درلودلو پرته، د دې هېواد پر چارو واقعي اغېز ولري.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو، هم څه موده وړاندې ويلي وو چې هېواد یې طالبانو له حکومت سره د یوې "بشپړې ملګرتیا" د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې نور هېوادونه هم له کابل سره د همکاریو پراخولو ته هڅوي.

له پاکستان سره له شخړو وروسته چې د هوايي‌ دفاع په برخه کې د افغانستان زیانمنتیا جوته شوه دا لومړی ځل دی چې د دفاع وزیر محمد یعقوب له یوه سیمه ییز هېواد سره د پوځي‌ او تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کوي.‌