ایران د امریکا وروستي بریدونه له اوربند "جدي سرغړونه" بللې ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ایران وايي امریکا پر دغه هېواد د نويو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره له اوربند "جدي سرغړونه" کړې ده.

د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ويلي وو چې دا بریدونه د "خپلې دفاع" په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې "د ایراني ځواکونو له ګواښونو د امریکايي ځواکونو ساتنه" وه.

خو اوس د ایران د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "په هرمزګان ولایت کې د تېري کوونکو او بې دليله کړنو د پايلو مسوليت پر امریکا اچوي." هرمزګان د هرمز تنګي چې د نفتو د لېږد تر ټولو مهمه لاره بلل کېږي، پر غاړه پرته سیمه ده.

لا څرګنده نه ده چې دغه بریدونه به د جګړې د پايته رسولو لپاره پر روانو خبرو کوم ډول اغېز وکړي.

د ایران په اعلاميه کې ويل شوي، "له شک پرته د ایران اسلامي جمهوريت به هېڅ شر بې ځوابه پرېنږدي او د ایران د ملت د دفاع لپاره به له هېڅ ډول اقدامونو ډډه ونکړي".

وړاندې د ایران سپاه پاسداران ځواک ګواښ کړی و چې له اوربنده د هر ډول سرغړونې غچ به اخلي.

د دغو ځواکونو د عامه اړیکو څانګې په اعلامیه کې ویلي وو چې دوی د امریکا پوځ له لوري له اوربنده د هر ډول سرغړونې غچ اخیستل خپل "مشروع او یقیني" حق ګڼي.

که څه هم په خبرپاڼه کې د امریکا پرونیو تازه بریدونو ته نېغ‌په‌نېغه اشاره نه ده شوې خو پکې راغلي چې د امریکا پوځ "په سیمه کې د خپلې لاسوهنې او تېريګر چلند په دوام په فارس خلیج کې د ایران هوايي حریم ته ننوتی او د سپاه پاسداران دفاعي واحدونو زموږ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره تر محتاطې استخباراتي څارنې وروسته [د امریکا] اېم‌کیو-۹ ډرون پېژندلی او ویشتی دی".

د سېنټکام ویاند ټېم هاوکېنز ويلي وو، د امریکا پوځ "سره له دې چې د اوسني اوربند پر مهال زغم ښيي، بيا هم د خپلو ځواکونو دفاع ته دوام ورکوي."

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي ويلي چې له امریکا سره په خبرو اترو کې ځينې پرمختګونه شوي خو ويلي یې دي چې د شخړو پايته رسېدو لپاره هوکړې ته "نژدې شوې نه دي".

ډونلډ ټرمپ هم د دوشنبې په ورځ د سيمې ټولو هېوادونو ته له ابراهیم تړون سره د يو ځای کېدو او له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو سپارښتنه وکړه او همدارنګه یې د ایران د "بډايه شويو يورانيمو د له منځه وړلو" يادونه وکړه. په همدې مهال له قطره راپور ورکړل شوی چې د ایران د کنګل شويو پيسو ازادولو په اړه هم "پرمختګ" شوی دی.

د سېنټکام ویاند ټېم هاوکېنز ويلي، د امریکا بریدونه د عباس بندر ته نژدې شوي چې ادعا کېږي په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ځواک اډه په کې موجوده ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوونۍ په پای کې ويلي وو چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته نژدې شوې دي خو وروسته یې اعلان وکړ چې مذاکره کوونکو ته یې لارښوونه کړې چې هوکړې ته د رسېدو لپاره "بيړه ونکړي".

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم ويلي وو چې کېدی شي د دوشنبې په ورځ یوه هوکړه وشي خو په ځواب کې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي وويل، "دا سمه ده چې موږ د هغو موضوعګانو د لويې برخې په اړه چې بحث پرې شوې یوې پايلې ته رسېدلي يوو... خو دا چې د هوکړې لاسليک کول نژدې دي، داسې ادعا ده چې هېڅوک یې نشي کولی".

د امریکا او ایراني ځواکونو تر منځ د تېرې اپرېل له اتمې راهيسې اوربند پلی دی. ایران لا هم د هرمز تنګي له لارې د کښتيو د تګ راتګ کنټرول په لاس کې لري او د امریکا سمندري ځواکونو د ایران بندرونه کلابند کړي دي.