تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهباز شریف: پاکستان به د ایران تر څنګ ولاړ وي
د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره د ټیلیفون له لارې غږېدلی دی.
ښاغلي شريف د چهارشنبې په ماښام پر اېکس خواله رسنۍ يو پيغام کې وليکل چې مسعود پزشکيان په ''سيمه کې د سولې لپاره د پاکستان صادقانه هڅې'' وستايلې او دغه راز يې د پاکستاني پوځ مشر رول فيلډ مارشال عاصم منير رول ته هم اشاره وکړه.
هغه زياته کړه چې ده یو ځل بیا ټينګار کړی دی چې ''پاکستان به تل د يو صميمي ملګري او نږدې ګاونډي په توګه د ايران ترڅنګ ولاړ وي.''
ښاغلي شريف زياته کړه: ''ما هيله څرګنده کړه چې د سولې لپاره روانې هڅې به ډېر ژر يوې پایداره موافقې ته ورسېږي او د ثبات، سوکالۍ او سيمه ييزې همکارۍ لپاره به لاره هواره کړي.''
د ايران دولتي خبري اژانس د دې ټيليفوني اړیکې په تړاو په خپل راپور کې ويلي، چې دواړو خواوو ''په ځانګړي ډول په اقتصادي، سوداګريزو او ګمرکي برخو کې خبرې وکړې او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ملاتړ لپاره د ګډو سلا مشورو پر دوام يې ټينګار وکړ.''
پاکستان د ايران او امريکا تر منځ د اوسني اوربند منځګړيتوب کوي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې يوې موافقې ته لاره هواره کړي.
ټرمپ: خبرې ښې روانې دي، له ایران سره 'غوره' هوکړه غواړو
په ورته مهال د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکايي کابینې په غونډه کې د ایران په هکله د خبرو په ترڅ کې وویل، امریکا اوس هم له ایران سره ''ښه هوکړه'' کولای شي، خو په خبره یې ''ښايي دا غوره نه وي.''
نوموړي وویل: ''که دا هوکړه غوره نه وي، موږ یې نه کوو.''
له ایران سره د خبرو په هکله ښاغلي ټرمپ وویل، دی فکر کوي، چې امریکا په مذاکراتو کې په ښه توګه مخکې ځي.
ښاغلی ټرمپ وايي، امریکا په تهران کې د حکومت بدلولو په هدف نه وه مخکې شوې ''خو اوس موږ د خلکو له یوې ډلې سره خبرې کوو، چې زما په اند ځیرک او مناسب دي. همدا په یو ډول د حکومت بدلون دی.''
د امريکا د کابینې په غونډه کې د خبرو پر مهال ولسمشر ټرمپ وويل چې د هرمز تنګی به ''د ټولو لپاره پرانيستې''وي.
نوموړي وويل: ''هيڅوک به دا (د هرمز تنګی) کنټرول نه کړي. موږ به پرې څارنه کوو، ورته به ګورو، خو هيڅوک به یې کنټرول نه کړي. دا د هغو خبرو يوه برخه ده چې موږ روانې کړې دي.''
له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ايا دی پر ايران لګېدلو بنديزونو کې د نرمښت راوستلو او د تېلو د پلور اجازه ورکولو په هکله غور کوي که نه، هغه وويل: ''نه، موږ دا مهال نه د بنديزونو د نرمولو او نه هم د پيسو د ورکولو په اړه خبرې کوو. نه بنديزونه لېرې کېږي او نه پيسې ورکول کېږي.''
هغه زياته کړه: ''موږ د هغو پيسو کنټرول لرو چې ايران يې خپل بولي. تر هغه چې هغوی سم چلند ونه کړي، موږ به دا کنټرول وساتو. کله چې هغوی سم چلند وکړي، نو موږ به ورته د خپلو پيسو لاسرسی ورکړو، خو اوس مهال موږ دا کار نه کوو.''