جاپان پرهندي امونو بندیز لګولی، ایا نباتاتي حشرات نورو هېوادونو کې کروندې زیانمنولی شي؟

    • Author, مریدولیکا جھا
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

هند په نړۍ کې د امونو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی، چې نږدې ۱۰۰۰ ډوله امونه پکې موندل کېږي، او هندي امونو خوند په ټوله نړۍ کې ډېر مینه وال لري.

جاپان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې ګڼ شمېر اوسېدونکي یې د هندي امونو مینه وال دی. خو سږ کال به هندي امونه تر جاپاني مینه والو پورې ځکه و نه رسېږي، چې دغه هېواد پر هندي امونو بندیز لګولی دی.

جاپاني چارواکي وايي، دا بندیز د حشراتو (خځنده وو) له منځه وړلو په بهیر کې د نیمګړتیاوو له موندلو وروسته لګول شوی دی.

له دې مخکې، د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې هم جاپان له هند نه د امونو پر واردولو بندیز لګولی و.

هغه بندیز د احتیاطي اقدام په توګه لګول شوی و. جاپان اندېښنه درلوده چې له هنده د مېوو د حشراتو هګۍ جاپان ته و نه لېږدي، چې د دغه هېواد کرنیز محصولات اغېزمن نه شي.

له هغه شاوخوا ۲۰ کاله وروسته جاپان یو ځل بیا د هندي امونو لپاره خپل بازار پرانیست، خو داسې ښکاري چې تاریخ یو ځل بیا تکراریږي.

له دوو لسیزو وروسته جاپان بیا هم د هندي امونو واردات بند کړي دي. دا پرېکړه هغه مهال وشوه چې جاپان د هند پاملرنې او ساتنې په اسانتیاوو کې "نیمګړتیاوې" وموندلې.

هر کال د امونو پخېدو په موسم کې جاپان د کرنیزو محصولاتو کارپوهان هند ته استوي، چې د "ویپر هیټ ټریټمنټ" په نامه د امونو معاینې کوي.

دا هغه پروسه ده چې امونه له حشراتو او د هغوی له هګیو د خوندي ساتلو لپاره کارول کېږي. په دې کې مېوه د یوې ټاکلې مودې لپاره د ګرمې هوا په ځانګړې خونې (چیمبر) کې ساتل کېږي، چې له امله یې د مېوې دننه چینجي، او د حشراتو هګۍ له منځه ځي.

سږ کال د معاینې پر مهال د امونو د ساتنې په پروسه کې "نیمګړتیاوې "وموندل شوې.

له هغه وروسته د جاپان یوکوهاما د نباتاتو ساتنې ټولنې یوه خبرتیا خپره کړه او د هندي امونو له منلو یې انکار وکړ.

یادې ټولنې دغه راز وویل د جاپاني چارواکو د ډاډ ترلاسه کولو تر مهاله به له هنده د امونونو واردات نه کوي. دا موضوع داسې مهال راپورته شوې، چې په لوړه کچه د هندي امونو صادرات روان دي.

صادرونکي لا دمخه د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له امله اغېزمن شوي دي. د سمندري لارو د ګډوډۍ له امله د لېږد بیمې لګښتونه لوړ شوي دي، چې دا د باروړونکو شرکتونو لګښتونه زیاتوي. دغه وضعیت نه یوازې د امونو پر صادراتو، بلکې د نورو توکو پر صادراتو هم اغېز کولی شي.

له بي‌بي‌سي سره خبرو کې، د سنټرل انسټیټیوټ فار سب ټراپیکل هارټیکلچر د څېړنو مخکینی مشر شیلندر راجن وویل:

"که د بېړیو له لارې په کوم استول شوي بار کې له ټاکلې کچې زیات پاتې شوني یا نورې نیمګړتیاوې وموندل شي، هغه بندېږي."

د هغه په وینا:

"هر هېواد خپل قوانین لري، خو جاپان له تر ټولو سختو بازارونو یو ګڼل کېږي. هلته چارواکي کوچنۍ نیمګړتیاوې هم نه بخښي. د 'ویپر هیټ ټریټمنټ' ډول هم د همدې اړتیا پر بنسټ معرفي شوې وه، ځکه هغوی غواړي له فروټ فلای (د مېوو مچ) څخه ځان وساتي."

ایا په جاپان کې پر هندي امونو بندیز به په نورو هېوادونو کې د امونو کاروبار کم کړي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې شیلندر راجن وایي چې هند خپل ډېری امونه خلیجي هېوادونو ته صادروي، او هلته قوانین د جاپان په څېر سخت نه دي.

د هغه په وینا، دا بندیز به ډېر لوی اغېز ونه لري.

دی زیاتوي:

"هر هېواد خپل معیارونه او ضوابط لري، او صادرونکي هېوادونه باید خپل سیستمونه د هماغو له مخې برابر کړي. هند هم په همدې بنسټ خپل سیستم ته وده ورکوي."

ډېری هېوادونه د مېوو او سبو له واردولو مخکې د "ویپر هیټ ټریټمنټ" شرط وضع کوي، چې ډاډ ترلاسه کړي چې له دې مېوو سره کومه ناروغي نه ورځي. جاپان په دې برخه کې په ځانګړي ډول ډېر سخت بلل کېږي.

دا سختي د جاپان د اوږدې تجربې پایله ده. د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال د هېواد په سویلي برخو کې د فروټ فلای ستونزه خپره شوه، چې له امله یې د ام، پپایا او نورو ګڼو مېوو حاصلات زیانمن شول. د هغې ستونزې له منځه وړلو لپاره جاپان په پراخه کچه یو کمپاین پیل کړ.

دا یو اوږد او د لوړ لګښت بهیر و چې بشپړېدو یې څو کاله ونیول.

د هغې تجربې له امله د کرنې او وارداتو اړوند قوانین لا ډېر سخت کړل شول. اوسمهال وضعیت داسې دی چې د حشراتو پر وړاندې د "صفر زغم" پالیسي تعقیبېږي.

د شاوخوا دوو لسیزو بندیز له پای ته رسېدو وروسته په هند کې د ویپر هیټ ټریټمنټ (VHT) ګڼ شمېر فابریکې جوړې شوې او بیا د امونو صادرات پیل شول.

هند د امونو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی. د کرنیزو او پروسس شویو خوراکي توکو د صادرولو د پراختیا ادارې (APEDA) د شمېرو له مخې، هند د نړۍ د امونو د ټول تولید شاوخوا ۴۰ تر ۴۵ سلنه برخه تولیدوي.

په هند کې نږدې ۱۰۰۰ ډولونه ام موندل کېږي، چې د هغو ډېره برخه د هېواد دننه مصرفېږي.

له شماله تر سویل پورې د امونو ډولونه او خوندونه توپیر لري. امونه نه یوازې د تازه مېوې په ډول خوړل کېږي، بلکې په بېلابېلو ډولونو سره هم ساتل کېږي. له همدې امله هند تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، خو د امونو صادرات یې نسبتاً کم دي.

د APEDA مسوولینو په وینا، دغه هېواد په ۲۰۲۴–۲۵ کلونو کې شاوخوا ۳۰ زره ټنه تازه امونه صادر کړي دي. له دې جملې څخه تر ټولو زیات صادرات متحده عربي اماراتو، امریکا، برېتانیا، کویت او قطر ته شوي دي.

د جاپان او هند ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، د امونو ځانګړي ډولونه صادرېدل، چې پکې الفانسو، کیسر، بنګانپلي، لېنګړه، چونسا او مالیکا شامل وو.

الفانسو ام تل یو ډېر مشهور انتخاب پاتې شوی دی. دا ام چې د مهاراشټر په رتنګیري او دیوګړه سیمو کې کرل کېږي، د خپل ځانګړي خوند او خوشبويي له امله پېژندل کېږي.

دغه ډول ام د جاپان په بازارونو کې د لوکس (ګران بیه) مېوې په توګه ګڼل کېده، خو اوس دا د نامعلوم وخت لپاره بند شوي دي.

د رپوټونو له مخې له هنده جاپان ته هر کال د امو صادرات تر شاوخوا دوه زره میټریک ټنو پورې وو.

دا کچه د هند د ټولټال صادراتو له یو سلنې هم کمه بلل کېږي.

د کارپوهانو په وینا ستونزه د مقدار نه بلکې د کیفیت ده. داسې یو هېواد چې د خپلو سختو معیارونو د کنټرول لپاره پېژندل کېږي، له هنده ه یې د امونو واردات بند کړي دي.

د جاپان په څېر هېواد لپاره دا یوازې د امونو مسئله نه ده، بلکې دا د ټول صادراتي نظام د اعتبار موضوع ده.

کارپوهان وايي چې د دې پرېکړې یو اشارتا اغېز هم کېدای شي، یعنی داسې اغېز چې نور خلک او هېوادونه هم ورته فکر پیل کړي.

په دې معانا چې دا اغېز به یوازې تر جاپان پورې محدود نه وي، بلکې نورو نړیوالو بازارونو ته به هم یو پیغام شي.

د هند لپاره دا بحران په داسې وخت کې رامنځته شوی چې د امونو محصولات په ځانګړي ډول ډېر لوړ کیفیت لرونکي ډولونه یې لا دمخه اغېزمن شوي دي.

بي بي سي سره په خبرو کې، د هند د امونو بڼوالو ټولنې د (لکنهو) سیمې مشر، ایس انصرام علي وویل:

"د جاپان یوه ډله راغلې وه او هغوی امونه رد کړل. موږ په دې اړه د صادرونکو له لارې خبر شو. دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي."

د ام د تولید په اړه، انصرام علي وویل:

"د ژمي سختې یخنۍ او له هغې وروسته د تودوخې لوړېدو د مېوو محصولات اغېزمن کړل. په اتر پردیش کې د ام محصولات د پخوا په پرتله ډېر کم و، او چې څه تولید شول، هغه هم د طوفانونو له امله زیانمن شول."

هغه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل:

"سږ کال ښايي د ام فصل د جون په میاشت کې پای ته ورسېږي."