تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: ار سي بي د دويم پرلپسې ځل لپاره د هند غوره ليګ وګاټه
د هند کرېکټ غوره ليګ (ای پي اېل) د ۲۰۲۶ کال په پایلوبه کې رويل چلېنجرز بنګلورو (ار سي بي) لوبډلې ګوجرات ټايټنز ته په ماتې ورکولو سره د دويم پرلپسې ځل لپاره دغه اتلولي وګټله.
تېر کال هم ار سي بي د هند غوره لیګ ګتلی او دا یې دويم ځل شو چې دغه سيالۍ ګټي.
د نننۍ لوبې پچه ار سي بي وګټله او لومړی یې مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. ګوجرات د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه چې ار سي بي د اتلسم اوور په وروستي توپ د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د ګوجرات د پيل لوبغاړي ژر يو پر بل پسې وسوځېدل خو وروسته واشنګټن سوندر لوبه يو څه کنټرول کړه او په ۳۷ توپونو یې ناسوځېدلې ۵۰ منډې وکړې. د نوموړي تر څنګ نېشات سېندو ۲۰، جاس بټلر ۱۹، ارشد خان ۱۵، سای سودرشن ۱۲ او شوبمن ګېل ۱۰ منډې وکړې.
د ار سي لوبډلې لپاه راسخ سلام دری، بونېشور کورما دوې، جاش هېزلووډ دوې او کورنال پانډيا يوه وېکټه واخيسته.
په توپ اچوونه کې بيا د ار سي بي لپاره وېراټ کوهلي تر ټولو ډېرې (۷۵ منډې) ناسوځېدلې منډې وکړې او له دې سره د لوبې غوړه لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ وېنکټېش اير ۳۲، ټېم ډېوېډ ۲۴، رجت پټېدار ۱۵ او جېتېش شرما ۱۱ منډې وکړې.
د ګوجرات لپاره بيا افغان ستوري راشد خان د ۲۵ منډو په ورکولو سره د رجت پټېدا او کورنال پانډيا وېکټې واخيستې. محمد سراج، کګېسو رباډا او ارشد خان بيا یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۲۰۲۶م کال د هند غوره ليګ د مارچ پر ۲۸ مه پیل او تر د مې تر ۳۱ یې دوام وکړ. دا په نړۍ کې دکرېکټ شل اوریزو سوداګریزو سیالیو تر ټولو مشهورې او ګرانبیه لوبې دي چې د نړۍ ګڼ لوبغاړي پکې لوبېږي.
دا د دغو سیالیو ۱۹م پړاو و. د هند په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۰ لوبډلې له یوه بل سره مخامخ وې: چینای سوپر کېنګز، ډیلي کپیټلز، ګوجرات ټایټنز، کولکته نایټ رایډرز، لکنو سوپر جاینټس، ممبۍ انډینز، پنجاب کېنګز، راجستان رایلز، رایل چېلنجر بنګلورو او سن رایزرز حیدر اباد.
په سږني ای پي اېل کې افغان لوبغاړي څرنګه ولوبېدل؟
د هند سږني غوره لیګ کې څلور افغان لوبغاړي لوبېدل. سږ هم لکه د تېر کال په څېر ګوجرات ټایټنز راشد خان له ځانه سره ساتلی و. نوموړي په ۱۷ سياليو کې ۲۱ وېکټې واخيستې. تر ټولو ښه بالېنګ یې په يوه سيالۍ کې په ۳۳ منډو د څلورو وېکټو اخيستل وو.
راشد خان له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې په دغې لیګ کې لوبېږي ۱۷۹ وېکټې یې اخېستې دي.
د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر بيا له ممبۍ انډينز لوبډلې سره و. نوموړي په ۱۱ سياليو کې ۱۵ وېکټې واخيستې. چې تر ټولو غوره توپ اچوونه یې په ۱۷ منډو د دوو وېکټو اخيستل وو.
د ده تر څنګ بل ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال بيا د چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره و. نوموړي سږکال په ۱۴ سياليو کې ۱۳ وېکټې واخيستې. د نوموړي تر تولو ښه توپ اچوونه په یوه سيالۍ کې په ۲۱ منډو د دريو لوبغاړو سوځول وو.
د افغانستان الرونډ عظمت الله عمرزی بيا د پنجاب ګېنګز لوبډلې سره و. نوموړي ته ډېر چانس ورنګړل شو، يوازې په دريو لوبو کې ولوبېده او دری وېکټې یې واخيستې. ښه توپ اچوونه یې په يوه لوبه کې د دوو وېکټو اخيستل وو. نوموړي په دريو سياليو کې ۵۲ منډې هم وکړې.
د نورو کلونو پرتله سږ کال يوازې څلور افغان لوبغاړو ته په ای پي اېل کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی و. له دې وړاندې رحمان الله ګوربز، مجيب الرحمان او فضل الحق فاروقي هم د ای پي اېل برخه وو خو په سږنۍ بولۍ کې کومې لوبډلې نه وو غوره کړي.