تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ټرمپ باید جګړه پای ته ورسوي خو ایران نه په شا کېږي"
- Author, جرمي بووېن
- دنده, نړیوال ایډېټر
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
امریکا او ایران نیت څرګند کړی چې بېرته جګړې ته ورستنېدل نه غواړي. هغه جګړه چې د تېرې اپرېل میاشتې پر اتمه نېټه د اوربند په ترڅ کې غلې شوه. پر یوه بل یې وختناوخت د بریدونو دوام هم هغه مذاکرات نه دي درولي چې د پاکستان، قطر او نورو په منځګړیتوب روان دي.
امریکا لا هم په سيمه کې له ایران سره په یو څه واټن کې قوي سمندري او هوايي ځواکونه او پر دغه هېواد د بریدونو توان لري.
دا ګمان هم کېږي چې ښايي ایران خپل ځواکونه د لوړې کچې په تیارسئ حالت کې ساتلي وي او له اوربنده به ګټه اخلي چې بېرته ځان راټول کړي او په دې موده کې په جګړه کې د امریکا او اسرائيلو له لوري ور اړول شوي زیانونه و رغوي.
په سیمه کې د روان تاوتریخوالي له امله دا خطر شته چې په دواړو لورو کې ښايي یو یې د خپلې ناسمې محاسبې یا ناسم پوهاوي له کبله یو داسې غلط ګام پورته کړي چې کړکېچ لا پسې پراخ کړي.
امریکا په جګړه کې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره پر ایران په پرلهپسې ډول د فشار اچولو هڅه کوي چې وښيي لا یې هم ځواکونه ورنږدې دي او د لا ستر زیان ور اړولو زور لري.
هلته ایران بیا امریکا ته ښکاروي چې د مقاومت هوډ او جزبه یې نه ده پيکه شوې او که جګړه روانه ساتي نو دوی به په عرب خلیج کې پر امریکايي اډو او نورو پراخو زېربناو بریدونه کوي.
نو په داسې وضعیت کې د امریکا او ایران ترمنځ یوې اوږدمهاله هوکړې ته د رسېدو لپاره لومړۍ مهمه موخه د اوربند دوام او بیا یوه داسې جوړجاړي ته رسېدل دي چې ثابته کړي، د کشالې د حل لپاره لا نور مذاکرات کېدای شي. خو داسې څه هم ستونزمن برېښي.
پر بیروت د اسرائيل بریدونو ډونلډ ټرمپ لا ډېر له سرخوږي او ستونزو سره مخ کړی دی. که څه هم هغه تېره سې شنبه سهار وویل چې د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر لبنان د برید نه کولو ته چمتوالی ښودلی. خو نتنیاهو د لبنان پر جنوب د بریدونو د دوام اعلان وکړ.
نتنیاهو د دې په کیسه کې نه دی چې پر لبنان بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې امکان زیانمنوي. هغه خو له ایران سره د جګړې د درېدو پلوی هم نه دی. نتنیاهو ته د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول معامله بده معامله ده.
په همدې حال کې ایران د حزب الله او په لبنان کې د دې ډلې د متحدانو ملاتړ روان ساتلی دی.
تهران په ځلونو ویلي چې له امریکا سره یو اوږدمهاله جوړجاړی په دې شرط ممکن دی چې اسرائيل خپل بریدونه ودروي. اوس داسې برېښي چې ټرمپ د اسرائیلو د قابو کولو په هڅه کې دی.
د هرمز تنګي د پرانیستې په بدل کې ایران غواړي چې باید یو څه ورکړل شي؛ که هغه پر دغه هېواد د امریکا له لوري په لګول شوو بندیزونو کې نرمښت وي او یا که د کنګل شوو شتمنیو خوشي کول وي. دا دواړه د پایله لرونکو مذاکراتو شرطونه ښکاري.
ایران د فبرورۍ پر ۲۸ د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته هرمز تنګی وتاړه او اوس له دې مهمې سوداګریزې لارې ډېرې کمې بېړۍ تېرېږي.
اوس سعودي عربستان او متحده عرب امارات له ستونزې د وتلو او د تېلو د لېږد لپاره د دې اوبیزې لارې پر ځای نورې سمندري لارې کاروي. خو نورې نړۍ د دې جګړې له امله د تېلو او ګازو ۲۰ سلنه اکمالات لا لاسه ورکړي دي.
د دې لارې بندښت د ټولې دنیا اقتصاد ته ځپونکې کړکېچ راوړی. امریکا اوس د منځني ختیځ پر تېلو تکیه نه کوي خو نړیوال بازار هلته د پېټرولو پر بیو نېغ اغېز لري.
ډونلډ ټرمپ اوس په یوه سخته ستونزه کې راګېر دی. هغه جګړه چې ده یې ګټل اسانه ګڼل، اوس یې له ناوړه پایلو سره مخ دی.
پخپله ټرمپ او د ده نږدې متحد نتنیاهو د ایران جګړه بیخي ناسمه اندازه کړې وه.
ټرمپ سره اوس له دې سرخوږي د وتلو اسانه لار نه شته او ایران هم د خلاصون کومه لاره په لاس نه ورکوي. خو دی غواړي چې هرمز تنګی پرانیستل شي.
د ایران جګړه په امریکا کې هم مینهوال نه لري او نوره اوږدول یا پکې شدت به هلته د خلکو پر رایې هم اغېز وکړي چې سبا په ټاکنو کې چا ته رایه ورکړي او چا ته نه.
د ټرمپ یوه بله ستونزه دا ده چې د هغه په خپل ګوند کې هم ځينې کسان د هرمز تنګي د خلاصون په برخه کې له ایران سره د هرراز نرمښت خلاف دي. بل خنډ د ټرمپ هغه ارمان دی چې غواړي په دې جګړه کې ځان بریالی وښيي. نه یې خوښېږي چې څوک یې له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د هغه تړون له امله پرتله کړي چې هغه په ۲۰۱۵ کې له ایران سره کړی و.
بل لور ته ایراني مشران دي چې وايي، د خپل حکومت د پایښت یا بقا جګړه کوي. دا اوس روښانه ده چې د امریکا لا نور بریدونه که د اسرائيل ملاتړ ورسره وي او که نه، د ایران حکومت ډېر نه شي اغېزمنولی.
د دې جګړې د لاسه د منځني ختیځ عربي هېوادونو اوږدمهاله اقتصادي تاوانونه ګاللي او نور زیان زغمل نه غواړي. د دغو هېوادونو پراختیايي کارونه او سوداګریزه راکړهورکړه په دې پورې تړلې چې ځان د پانګونې لپاره خوندي ځای ښکاره کړي. خو اوس به کلونه وخت ونیسي چې دوی بېرته ځان باثباته هېوادونه ثابتوي.
قطر له پاکستان سره په ګډه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي خو سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د ایران کشالې ته په بیخي مختلفو لارو غبرګون ښکاره کړی دی.
اماراتو له اسرائیلو سره د خپلې ستراتيژيکې ملګرتیا تارونه ډېر ژور غځولي؛ که یو خوا اسرائیلو دفاعي سیسټم ورکړ نو ترڅنګ یې د هغه د کارولو لپاره اسرائيلي پوځيان هم ور ولېږل.
اوس دا هم روښانه شوې چې سعودي عربستان هم پر ایران برید کړی و او ویلي یې دي چې ګواکې دا د ایران د حملو غچ و. خو لوړپوړو سعودي سرچینو ایران ته په ډاګه کړې ده چې دوی دا کار د اسرائیل او یا د امریکا په ملاتړ نه بلکې په خپلواک ډول کړی دی.
د ایران جګړې د پیلېدو پرمهال ټرمپ او نتنیاهو ویلي وو چې هوايي ځواک یې پر تهران د واکمن حکومت پرځولو ته بیخي بس یا کافي دی. خو دوی په غلطه وو.
دوی د هغه رژيم په اړه ناسمې انګېرنې کړې وې چې که څه هم له نیمې پېړۍ راهیسې له بندیزونو، جګړو او نړیوالې انزوا سره مخ دی خو بیا هم پرخپل ځای قایم دایم دی. اوس امریکا او اسرائیل د خپل پیل کړي جنګ پایلې ویني او نوره نړۍ یې هم زیان ورسره ګالي.