تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپوږمکۍ عکسونه ښيي چې ایران د جګړې له پیل راهیسې د امریکا ۲۰ پوځي ځایونو ته زیان اړولی
- Author, مارلېن توماس
- Author, الېکس میورای
- Author, مټ مورفی
- دنده, بيبيسي وریفای
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د بيبيسي د حقیقت موندنې څانګې (BBC Verify) لخوا د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو عکسونه او ویډیوګانو شننه ښيي، چې د جګړې له پیل راهیسې د ایران له اړخه بریدونو کې په منځني ختیځ کې د امریکا ۲۰ پوځي ځایونو ته زیان اوښتی او دا چې دغه بریدونه تر هغې ډېر پراخ دي، چې د امریکا لخوا په عامه توګه منل شوي دي.
ایران د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د منځني ختیځ په اتو هېوادونو کې مهم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
دغو بریدونو د هوايي دفاع پرمختللو سیسټمونو، د سون توکو رسولو الوتکو او رادارونو ته د میلیونونو ډالرو زیان اړولی دي.
تهران د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې پر دغه هېواد او لبنان د امریکا او اسرائيل د بریدونو په غچ کې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو او ګډو پوځي تاسیساتو دواړو بریدونه کړي دي.
پنټاګون وایي چې د "د اېپک فیوري پوځي" عملیاتو له پیل راهیسې یې په ایران کې له ۱۳,۰۰۰ ډېر اهداف په نښه کړي دي.
د ایران نوي روحاني مشر مجتبی خامنهيي هڅه کړې پر امریکايي تاسیساتو د خپل پوځ بریدونه بریالي وښيي.
هغه د سېشنبې پر ورځ یوه بیان کې وویل چې منځنی ختیځ نور د امریکايي اډو لپاره "خوندي ځای" نه دی.
سپینې ماڼۍ په وار وار ادعا کړې چې د ایران پوځي ځواک نژدې بشپړ له منځه تللی، خو شنونکي وایي چې د امریکا پوځي تاسیساتو ته اوښتی زیان ښيي چې د تهران ځوابي بریدونه تر هغه ډېر دقیق او پراخ دي، چې مخکې امریکايي چارواکو منلي وه.
د امریکا د دفاع یو چارواکي د بي بي سي د موندنو په اړه له تبصرې ډډه وکړه او ویې ویل چې دغه کار د "عملیاتي امنیت" له امله دا کار کولی.
امریکا هڅه کړې چې د سپوږمکۍ له لارې د دې جګړې څارنه محدوده کړي، او په دې لړ کې یې له پلانېټ (Planet) شرکت غوښتي چې د ایران او د منځني ختیځ د ډېرو سیمو د نوو انځورونو خپرول نامشخص وخت لپاره وځنډوي.
پلانېټ د سپوږمکیو د انځورونو لوی مهیا کوونکی دی.
دغه شرکت ویلي دا کار یې ځکه کړی، چې د دوی انځورونه د "دښمنو لوبغاړو له خوا د متحدینو او د ناټو شریکانو د پرسونل او ملکیانو د هدف ګرځولو لپاره" ونه کارول شي.
د بيبيسي د حقیقت موندنې څانګې د نورو نړیوالو سرچینو د سپوږمکۍ انځورونه او همدارنګه د پلانېټ پخواني انځورونه کارولي، چې د ایران د بریدونو له کبله اوښتی زیان مالوم کړي.
هغه تاسیسات چې زیان ور اوښتی، په سعودي عربستان، متحدو عرب اماراتو، قطر، کویت، عراق، اردن، بحرین او عمان کې دي.
ریښتنې شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه ځینې شنونکي د لګېدلو اډو شمېر تر ۲۸ پورې اټکلوي.
د زیانمنو شویو ارزښتناکه پوځي تجهیزاتو په ډله کې درې پرمختللي د بالستیک توغندیو ضد سیستمونه وو، د متحدو عربي اماراتو په الرویس او الصدر هوايي اډو او همدارنګه د اردن په موافق سلطي هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي وو.
امریکا یوازې اته د لوړ ارتفاع توغندیو دفاعي سیستمونه (THAAD) لري، چې د نړۍ په بېلابېلو پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي. د دغو سیستونو د هر یوه د جوړولو لګښت شاوخوا یو میلیارد ډالر دی.
د هر سیستم چلولو لپاره د شاوخوا ۱۰۰ پوځیانو اړتیا وي، او د هغه دفاعي توغندي بیه شاوخوا ۱۲ اعشاریه ۷ میلیون ډالره ده، چې دا سیستم یې توغوي.
د ایرلنډ د دفاعي ځواکونو پخواني مشر مارک مېلېټ، د بيبيسي د حقیقت موندنې څانګې ته ویلي چې دغه سیستمونه د سیمې د یوې "ډېرې پېچلې" دفاعي شبکې بنسټیزه برخه جوړوي او دا چې "په چټکۍ او اسانۍ سره نه شي بدلیدای".
د سپوږمکۍ د انځورونو د تخصصي تحلیل له مخې، د ایران بریدونو د سعودي عربستان په شهزاده سلطان هوايي اډه کې د امریکا د سون توکو رسولو او څارنې الوتکو ته هم درانه زیانونه اړولي، چې داسې چې په انځورونو کې زیانمنې شوې الوتکې، له هغوی پورته کېدونکې لوخړې او کندې په روښانه ډول لیدل کېږي.
یوه الوتکه د MAIAR شنونکي له خوا د E-3 Sentry د څارنې الوتکې په توګه پېژندل شوې ده. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې الوتکې د ځای ډکولو باندې ښايي ۷۰۰ میلیونه ډالرو پورې لګښت راشي.
په ایراني بریدونو همدا راز په کوېت کې علي السالم هوايي اډه او عریفجان کمپ هم په نښه شوي دي.
د MAIAR شنونکو د دې اډې د سپوږمکۍ انځورونو کې د سونتوکو ویجاړ شوي زېرمتونونه، د الوتکو هنګرونه او د پوځیانو د استوګنې ځایونه په ګوته کړل. دغه اډه د جګړې په جریان کې څو ځله په نښه شوې ده.
د دفاعي استخباراتو شرکت "Janes" د عریفجان کمپ د سپوږمکۍ د اړیکو په تجهیزاتو کې پراخ زیانونه تشخیص کړي دي.
د امریکا پوځي تاسیساتو ته د اوښتي ټولیز زیان اندازه کول ګران دي، خو پنټاګون می میاشت په یوه رپوټ کې اټکل کړی چې په اېپک فیوري عملیاتو ټولټال ۲۹میلیارد ډالر لګېدلي، چې ډېره برخه یې ښايي د هغو تجهیزاتو پر ترمیم یا بدلولو لګول شوې وي چې په جګړه کې له منځه تللي دي.
د ډیموکرات ګوند غړي وایي چې د لګښتونو دغه اټکل ښايي کم وي.
راپور دا هم څرګندوي چې له فبرورۍ راهیسې لږترلږه ۴۲ الوتکې – چې F-15 او F-35 جنګي جټونه، ۲۴ MQ- 9 Reaper بېپيلوټه الوتکې، او یوه A-10 بریدګره الوتکه پکې شامله ده –ویجاړې او یا زیانمنې شوې دي.
راپورونه وایي چې ایران د منځني ختیځ لروبر په خپلو بریدونو کې د امریکا د ګرانبیه پوځي تجهیزاتو پرتله ارزانه او په اسانه بدلېدونکې بېپيلوټه الوتکې کارولي دي.
د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې سره غږېدلي کارپوهان وایي چې د جګړې په جریان کې د ایران جګړهییز تاکتیکونه بدل شوي؛ داسې چې لومړی منځني ختیځ کې هره خوا پر ښارونو او اډو پراخ توغندي توغول، خو وروسته یې ډېر دقیق او هدفمند بریدونه پیل کړل.
د امریکا د سټېمسن مرکز شنونکې ډاکټر کېلي ګریکو وايي:
"د جګړې په لومړیو بریدونو کې د ایران ټینګار پر شمېر و – د توغندیو د لویو څپو هدف یې دا و چې د دغه شمېر په زور د هوايي دفاع او توغندیو دفاعي سیستمونه تر فشار لاندې راولي."
هغې زیاته کړه:"په څو ورځو کې ایران کوچنیو خو ډېرو دقیقو او پر هدف متمرکزونو بریدونو ته واوښت؛ خپل پاتې توغندي او بېپيلوټه الوتکې یې د لوړ ارزښت اهدافو لپاره وساتلې او پر داسې سیمو یې تمرکز وکړ چې ان لږه خطا کېدنه هم لوی زیان اړوي."
د MAIAR یو شنونکي بي بي سي ته ویلي، داسې ښکاري د امریکا پوځ "د جګړې پیل کې تر یوه حده بېپروایي کړې وه"، ځکه سره له دې چې د تهران تکتیکونه بدلېدل، دوی خپلې الوتکې یې د ایران د توغندیو او بېپيلوټه الوتکو د ورسېدو له ساحې نه وې ایستلې.
دوی وویل، د شهزاده سلطان د هوايي اډې په قضیه کې داسې وه، چې دغه ځای مخکې هم تر برید لاندې راغلی و، خو بیا هم الوتکې هلته پاتې وې او وروسته ویجاړې شوې.
د ایران ستر روحاني مشر مجتبی خامنهيي، ژمنه کړې چې "د سیمې هېوادونه او خاورې به نور د امریکايي پوځي اډو لپاره د ډال په توګه ونه کارول شي."
هغه زیاته یې کړه: "امریکا به نور په سیمه کې د شر او پوځي اډو جوړولو لپاره خوندي ځای ونه لري، او ورځ تر بلې به له خپل پخواني دریځه لېرې کېږي."
هغه دا څرګندونې تر دې یوازې څو ورځې مخکې کړې وې، چې د امریکا او ایران تر منځ اوربند یو ځل بیا له ستونزو سره مخامخ شوی.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې په سیمه کې یې د امریکا پر یوې اډې بیا برید کړی. تر دې ورمخکې امریکا د ایران سویل کې نوي بریدونه کړي وو.
ډاکټرې ګریکو خبرداری ورکړی چې که دغه نازک اوربند مات او جګړه بیا پیل شي، نو د امریکا پوځي اډو ته اوسنی اوښتی زیان د دې ښودنه کوي، چې د خلیج لروبر سیمه کې نور تاسیسات هم زیانمنېدلی شي.
هغې وویل: "اوسنۍ جګړې د امریکا او د هغې د متحدانو د هوايي دفاعي وسایلو ذخیرې په پراخه کچه مصرف کړې دي."
"په چټکه د دغو وسایلو د بیا برابرولو کومه اسانه لاره نشته، دا په دې معنا ده چې که ایران بیا برید وکړي، نو د دفاع لپاره به یې هغه اندازه توغندي موجود نه وي، چې د جګړې په پیل کې وو."