BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اسرائیلی چارواکی: تر هغې به پوځ نه وباسو چې حماس په رښتینې توګه بې وسلې نه شي
د حماس له هغې موافقې وروسته چې د بې وسلې کېدو لپاره یې چمتووالی ښودلی، یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي د لومړي رسمي غبرګون په توګه ویلي: ''د غزې تړانګې په اړه د نن سهار د بېلابېلو راپورونو او د دیپلوماتیکو پرمختګونو په تړاو، اسرائیل یو ځل بیا ټینګار کوي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه 'ای ډي ایف' به له اوسنۍ 'ژېړې کرښې' څخه تر هغې شا ته نه شي، چې حماس په رښتینې او بشپړه توګه بې وسلې نه شي.''
ژوندۍ پاڼه, د اسرائیل له احتمالي ګډون سره د ایران د انرژۍ پر هدفونو د امریکا د پراخو بریدونو پلان راپورونه ورکړل شوي
د سي بي اېس تلویزیوني شبکې، چې په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ ده او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په جلا جلا راپورونو کې ویلي چې امریکا او اسرائیل د ایران پر ضد د نویو او پراخو بریدونو لپاره چمتوالی کوي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په مرکز مظفراباد کې هم احتجاجونه شوي
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفراباد کې د ممنوع بلل شوې جمو کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمېټې تنظیم د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله یو کس وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې د دوی دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د فیفا مشر د پانګونې لانجمن پلان لغو کړ
د فیفا مشر جیاني انفانتینو وايي، هغه لانجمن پلان یې لغو کړی چې له مخې یې د فوټبال د نړیوالې ادارې په مهمو سیالیو کې د ونډو یوه برخه خصوصي پانګه والو ته پلورل کېدله.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي
د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز د والي ویاند، متوکل توحیدي، بيبيسي ته تایید کړې ده چې د ۱۴ افغانانو مړي چې ایران ته پر لاره وو، پرون د مارګو دښتې د (لالو) شګلنه بیدیا کې موندل شوي دي.
څنګه خپل هډوکي کلک وساتئ؟ هغه خواړه چې ورته ګټه رسوي
د ډېرو خلکو له انګېرونو هاخوا، زموږ هډوکي د عمر لومړیو کې لا کمېدل پیلوي خو په ځانګړو مغذي توکو بډایه خوراکي رژیم ته پاملرنه کولای شي د انسان د هډوکو د پیاوړتیا په ساتنه کې مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، د ناوې سینګارول د ''فریب ورکولو'' یوه بڼه ده او باید ترسره نه شي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید د واده او نورو مراسمو پر مهال عطر ونه کاروي.
بې پولې ډاکټران: پاکستان کې افغان ناروغان د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ځي
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان وایي، پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د نیول کېدو او جبري ایستل کېدو له وېرې ډاکټرانو او روغتونونو ته له تګ څخه ډډه کوي، یا هم خپله درملنه ځنډوي. د دغه سازمان په وینا، دې وضعیت د هغوی پر روغتیا جدي منفي اغېزې کړې دي. دغه سازمان په خپل راپور کې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي او هغو کسانو ته چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، د خوندیتوب مناسب تدابیر برابر کړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۱ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































