BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران

    ژوندۍ پاڼه, د امریکا د بریدونو اتمه پرلپسې‌ شپه پای ته ورسېده؛ ایران وایي، په کویت کې یې د امریکا پر اډو د ډرون بریدونه کړي

    د ایران پوځ وايي، پر ملکي سیمو د بریدونو په ځواب کې یې د کویت په العدیري او علي السالم امریکايي اډې د انتحاري ډرونونو په وسیله په نښه کړې دي. له دې مخکې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) ویلي وو چې د پرلپسې اتمې شپې بریدونو په ترڅ کې یې د ایران ساحلي څارنیز تاسیسات، د توغندیو زېرمتونونه او د ډرونونو زیرمې په نښه کړې دي.

  • سور رنګ د یوې ډبرینې سیارې شاوخوا فضا ښيي چې د یوه سور رنګه ستوري پر مدار څرخي.

    د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې

    څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې. د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي. هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.

  • نړیوال جام

    د درېیم مقام پر سر د انګلنډ او فرانسې له ګولونو ډکه سیالي او د اېمباپې نوي ریکارډونه

    انګلنډ د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام کې د درېیم ځای خپلولو لپاره له ګولونو او هیجانه په یوه ډکه سیالۍ کې فرانسې ته د ۴ ګولونو مقابل کې پر ۶ ګولونو ماته ورکړه.‌ د انګلنډ او فرانسې ترمنځ دا سیالي د امریکا متحدو ایالتونو په میامي لوبغالي کې کېده. انګلند‌ د ۱۹۶۶ کال فوټبال نړیوال جام له ګټلو پرته، په بل نړیوال جام کې دومره مخ ته نه وو تللی.

  • افغانان پېښور کې

    خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې

    د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.

  • یامال و مسی

    د مسي او ځوان يامال مخامخېدل: د حمام ټب کې له عکسه د نړيوال جام تر پايلوبې پورې

    د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ارجنټاين او هسپانيا پايلوبې ته رسېدلي دي. دا هغه ارمان دی، چې ډېرو هېوادونو، لوبډلو او لوبغاړو ورته کلونه انتظار ايستلی، خو نه دي بريالي شوي. د بېلګې په توګه، د برېتانیا د فوټبال ملي لوبډله له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د نړيوال جام پايلوبې ته د رسېدو هڅه کوي، خو تر اوسه نه ده بريالۍ شوې. هسپانيا او ارجنټاين، چې د نړۍ د فوټبال له سترو ځواکمنو لوبډلو څخه دي، د يکشنبې په ورځ (۲۸ سرطان) د دوی لوبه او مخامخکېدل د فوټبال مينه‌والو لپاره ډېر په زړه پورې دي.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • نایجېریا کې یوه ښځه درې ټایره رېکشه چلوي
  • افغانان پېښور کې
  • چابهار
  • EYE
  • TAKHAR
  • کرېکټ
  • ټېلر کلټر
  • teapot
  • صنعا

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي