BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, بقايي: منځګړو ایران ته د "اوربند" په اړه "وړاندیزونه" کړي
د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي چې منځګړو له امریکا سره د "اوربند" په اړه "وړاندیزونه" ورته کړي دي او دوی یې پر "جزیاتو فکر" کوي. مخکې د ایران د بوشهر والي ویلي چې نن سهار پر دغه ښار دوه تازه بریدونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام خبر ورکړی و چې پر ایران یې د پرلهپسې نهمې شپې بریدونه بشپړ شوي او پای ته رسېدلي دي. ایران بیا په بحرین او کوېت کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی دی.
زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟
زینک یو مهم منرال دی، چې زموږ بدن د ښې روغتیا لپاره په لږه کچه ورته اړتیا لري. زموږ بدن د نورو منرالونو په څېر زنک نه شي تولیدولای، نو ځکه باید دا د خوړو له لارې ترلاسه کړو. ځکه چې بدن نشي کولای زنک په ډېره اندازه ذخیره کړي، نو اړینه ده، چې په منظم ډول یې استعمال کړو، چې په بدن کې یې کچه د اړتیا وړ او سالمه پاتې شي.
اسپانیا نړیوال جام وګاټه
د اسپانیا فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې ارجنټاین ته یو – صفر ماته ورکړه. اسپانیا لپاره د بریا دغه یوازنی ګول فېران توریز د اضافي وخت په ۱۰۶مه دقیقه کې وواهه. دا دویم ځل شو چې اسپانیا د فوټبال نړیوال جام اتلولي ګټي. دغه هېواد لومړی نړیوال جام په ۲۰۱۰ کال کې ګټلی و.
د عکسونو البوم: د فوټبال نړیوال جام کې د اسپانیا اتلولي
اسپانیا د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام وګاټه او دا دویم ځل شو چې دغه هېواد د فوټبال نړیواله اتلولي ګټي. اسپانیا په پایلوبه کې ارجنټاین ته چې سږکال یې د خپلې اتلولۍ دفاع کوله، یو - صفر ماته ورکړه. دلته د دې سیالۍ له پای ته وروسته په لوبغالي کې ځینې اخیستل شوي عکسونه ګورئ.
په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د برېښنا کمښت لاملونه څه دي؟
افغانستان کې د هوا له تودېدو سره د برېښنا پرچاوۍ بې سارې ډېره شوې او د کابل په ګډون د ګڼو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له جدي کمښته شکایت لري. د تېلو د بیې په لوړېدو سره دا شکایتونه لا پراخ او د برېښنا د کمي له امله خلک او صنعتکاران له ستونزو سره مخامخ دي. په ځانګړې توګه د افغانستان په تر ټولو ګڼ مېشتي ښار کابل کې دا شکایتونه ډېر دي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې
څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې. د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي. هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.
د روسیې او اوکرایین جګړه: پر کیېف "تر ټولو لوی او پراخ بالسټیکي برید" شوی
روسیې د اوکرایین پر پلازمېنې کیېف د بالسټیک توغندیو او ډرونونو په وسیله پراخ بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر کیېف «تر ټولو لوی بالسټیکي برید» بللی دی. د اوکرایین چارواکو په وینا، د شپې لخوا د کیېف او د دې ښار د شاوخوا سیمو ځینې برخې په نښه شوې دي.
خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.
تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































