BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ایران : د امریکا د بريدونو له بندېدو وروسته مو غچ اخيستونکي عمليات درولي
د ایران د پوځ ویاند ويلي، لکه څنګه چې د جګړې په دې دوره کې د ایران ستراتيژي "غچ اخيستونکې" وه، وروسته له هغه چې امریکا په تېرو دوو شپو کې خپل بریدونه بند کړل، "موږ هم خپل عمليات ودرول".
په فضا کې د ځغلنده ستورو ر په څېر رڼاګانې څه دي او کله پېښېږي؟
په فضا کې د ستور رالوېدو، ويشتل کېدو یا ځغلنده هغو په څېر رڼاګانې د کال یوه تر ټولو زړه راښکونکې ننداره بلل کېږي چې د جولای له ۱۷مې د اګست تر ۲۳مې پورې د شپې اسمان کې ليدل کېږي. د دې حالت د ليدو لپاره يو تياره ځای پيدا کړئ، يو څه شېبه اسمان ته وګورئ چې سترګې مو له تيارې سره عادت شي او له نيمې شپې وروسته اسمان ته ځير شئ. د دې لپاره مو خپل موبايلونه يوه اړخ ته کېږدئ چې له دې ښکلې اسماني نندارې په بشپړه توګه خوند واخلئ.
ولې ځینې لویان د مور شیدې څښي؟
د مور شیدو ته "د سرو زرو مایع" لقب ورکړل شوی دی. ان ځینې متخصصین دا د '' جادويي ځواک '' سرچینه بولي. ساینسپوهان وایي، د مور شیدې هغه مغذي مواد او معافیتي انټي باډیانې لري، چې د ماشومانو د ودې او روغتیا لپاره ګټور دي؛ خو ځینې لویان هم د دې شیدو پر احتمالي ''فوق العاده غذایي'' ګټو حساب کوي.
د یمن د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځینه وزیره؛ افراح الزوبه څوک ده؟
د ډاکټرې افراح عبدالعزیز الزوبه د یمن په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت کې د بهرنیو چارو او د بهر مېشتو هېوادوالو د چارو د وزیرې په توګه ټاکل کېدو پراخ غبرګونونه راوپارول. نوموړې د ۱۹۹۰ کال په یمن کې د جمهوریت له جوړېدو راهیسې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مهمه دنده پر غاړه اخلي.
"ما له خپل ځانه یو افغان هلک جوړ کړی چې ښوونځي ته ولاړه شم"
زهرا جویا یوازې پنځه کلنه وه، کله چې یوه لویه دروازه د هغې او د افغانستان د ټولو نجونو پر مخ وتړل شوه. طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې واک ترلاسه کړ او نجونې یې له ښوونځي منع کړې. خو د دې پلار چې له هېواده بهر و، مور یې یوه زړوره لاره وموندله: خپله لور یې د یوه کوچني هلک په توګه خلکو ته وروپېژندله.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل
د جرمني اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي. محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.
افغانستان ايرلنډ ته لوبډله اعلان کړه؛ نبي او مجيب ته ولې ځای نه دی ورکړل شوی؟
د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دا ځل سیالۍ د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ ترسره کېږي، چې یوازې څو ورځې مخکې دغه مسؤلیت ورکړل شو.
ولې ایران د هرمز تنګي پر سر دومره لوی خطر مني؟
ایران او امریکا د هرمز د ستراتیژیک تنګي د کنټرول پر سر پرله پسې پر یو بل بریدونه وکړل، داسې ښکاري، چې د ایران مشران اوس له درېیو شونو غوراویو سره مخامخ دي، خو هېڅ یوه لاره د بریا ښکارندویي نه کوي. لومړی غوراوی دا دی، چې ایران د واشنګټن ډېرې غوښتنې ومني؛ یعنې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه ودروي او د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو د خوندي او ازاد تګ راتګ تضمین کړي، د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زېرمې بندې کړي او یا یې کچه راکمه کړي، او همدارنګه د نړۍ د اټومي څار ادارې پراخو او سختو پلټنو ته غاړه کېږدي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۵ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































