د امریکا منځمهاله ټاکنې: د رايو شمېرل کله پيلېږې او پايلې کله راځي

د امریکا منځمهاله ټاکنې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ميليونونو امریکايانو خپلې رايې وکارولې. له دې ټاکنو وروسته به معلومېږي چې د کانګرېس کنټرول به د کوم ګوند په لاس کې وي.

په امریکا کې هر ايالت د خپلو ټاکنو د ترسره کولو بشپړ مسوولیت او د رايو د شمېرلو او پروسې بشپړولو لپاره ځانګړي اصولو او مقرارت لري.

ځينې ايالتونه د ټاکنو له ورځې مخکې د هغو رايو ارزونه او شمېرل پيلوي چې له وړاندې اچول شوې وې، لکه د پوستې له لارې اچول شوې رايې، ځینې ايالتونه بيا دا پروسه د رايو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته پيلوي.

په ګڼو ايالتونو کې له ټاکنو وروسته پلټنه يا تفتيش اړین وي. په دې بهير کې د رايو پاڼې په فزيکي ډول شمېرل کېږي او پايلې له هغو سره پرتله کېږي چې د رايې شمېرلو ماشينونو له لارې ترلاسه شوې وي خو د دې بهير اصول په بېلابېلو ايالتونو کې هم توپير لري.

ټول ايالتونه او سيمه ييزې ادارې کلک قوانين لري چې له مخې یې کوم ډول خلک د رايو د ارزونې او شمېرنې په بهير کې ګډون کولی شي.

که په يوه ټاکنيزه سيالۍ کې د نوماندانو تر منځ توپير ډېر کم وي، د رايو شمېرنه ځنډېدلی شي. همدارنګه په داسې حالت کې رايې بيا شمېرل کېدی او د قانوني اعتراضونو احتمال هم موجود وي.

پايلې

د لومړنو پايلو خپرېدل به د امریکا ځايي وخت د ماښام له شپږو بجو وروسته پيل شي.

په راتلونکو څو ساعتونو کې لکه څنګه چې په بېلابېلو ايالتونو کې د رايو ورکولو بهير پایته رسېږي، لومړنۍ پايلې او اټکلونه رامخې ته کېږي. ښايي امریکايي رسنۍ د ځينو ايالتونو د پايلو په اړه وړاندوینې هم پيل کړي خو په هغو سيمو کې چې ټاکنيزه سيالي ډېره نژدې وي، د وروستيو پايلو او کره اټکلونو اعلان ښايي ډېر وخت ونيسي.

دا چې ټولې پايلې به کله بشپړې او اعلان شي، په دې پورې هم تړاو لري چې ټاکنيزې سيالۍ څومره نژدې دي او کوم ايالتونه د پایلو په ټاکلو کې پرېکنده رول لوبوي.

د يادولو وړ ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د منځمهاله ټاکنو په سبا یعنې د نومبر تر نهمې نېټې پورې د امریکا د کانګرېس د کنټرول پر سر د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراتانو تر منځ سخته سيالي روانه وه.