وروستی, قالیباف: امریکایانو جګړې ته "نه" وویل

د عکس سرچینه، Reuters
په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په اړه چې د ډونلډ ټرمپ ګوند پکې له سختې ماتې سره مخامخ دی، په غبرګون کې ایران ویلي چې امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي.
دا څرګندونې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف کړې دي. هغه پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، "امریکایانو جګړې ته نه وویل او موږ د دې پیغام ملاتړ کوو".
ښاغلي قالیباف همداراز لیکلي چې که امریکايي چارواکي د خلکو دا پیغام له پامه وغورځوي نو بیا به "زموږ نه ویل د دوی خوبونه وتښتوي".
د ایران دغه چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منلې چې د ایران جګړې د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې د ده د ګوند جمهوريت غوښتونکو نوماندانو برخلیک اغېزمن کړی دی.
خو ښاغلي ټرمپ ټینګار کړی چې امریکایان د ده د کارونو په "ارزښت" پوهېږي. هغه همداشان خبرداری ورکړی چې ښايي تر دې ټاکنو وروسته په ایران باندې نوي بریدونه وکړي.










