BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ایران: په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه وشوه چې په سیمهیيز امنیت کې باید "بهرنۍ لاسوهنه" نه وي
ایران ویلي چې په تهران کې په څلور هېوادیزه غونډه کې هوکړه شوې چې د سیمې امنیت باید په خپله هېوادونه وساتي او "بهرنۍ لاسوهنې" ته اجازه ور نه کړي. دا خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي په تهران کې د "مکې تړون" غړو هېوادونو پاکستان، سعودي عربستان او د ترکيې له لوړپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره د دوشنبې ورځې په ناستې کې له ګډون وروسته کړې دي.
مصر د سعودي او حوثیانو جګړه کې ورګډېږي؟
د حوثيانو انصار الله ډلې د سياسي شورا غړي، محمد علي الحوثي، د مصر پارلمان له لوري، ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د دفاعي ګامونو پورته کولو واک ورکول یمن سره د "جګړې اعلان" ګڼلی، قاهره بیا ټينګار کوي چې ملاتړ يې یوازې د سعودي خاورې دفاع پورې محدود دی.
د اسرائيل عمومي ټاکنې؛ د رایې اچونې بهیر پیل شو، څوک به یې وګټي؟
په اسرائيل کې د عمومي ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شوی دی. دا ټاکنې د اسرائيل په تاریخ کې تر ټولو مهمې او برخلیک ټاکونکې بلل کېږي. د تېرې جمعې په ورځ د خپرې شوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې تر ټولو سخته سیالي به د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پوځ پخواني لوی درستیز ګادي ایزنکوټ ترمنځ وي.
"د افغانستان او پاکستان طالبان په ژبه سره پوهېږي"؛ د ملک خان مرجان څرګندونو ولې غبرګونونه پارولي؟
"د پاکستان مرکزي حکومت دې قبایلو ته موقع ورکړي چې [له افغانستان سره] د ستونزې حل را وباسي". دا د ملک خان مرجان په نوم د خیبر پښتونخوا د هغه قومي مشر خبرې دي چې تر بېړني حالت او والي واکمنۍ نافذېدو وروسته هلته د یوې حکومتي شورا مرستیال مشر دی او پر خواله رسنیو لاس په لاس شوو دغو څرګندونو یې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.
پاکستاني چارواکي وايي دغه هېواد کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی
د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رییس عرفان جاوېد ویلي چې پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی دی. هغه ویلي، دا بهیر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غوښتنې پر بنسټ ځنډول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ یوه افغان سوداګر مطیعالله بيبيسي ته تایید کړه وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له کبله په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام پیل شوی دی.
کرېکټ: افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنډ مخکې شو
افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا "ایسيسي" د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنده په مخکې کېدو سره اووم ځای خپل کړی دی. په نوې درجه بندۍ کې ښکاري چې انګلنډ دمګړۍ په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۳، افغانستان ۹۴، او شريلنکا بیا ۹۵ نمبرې لري. د یادونې ده چې افغان لوبډلې خپلې وروستۍ اووه واړه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.
د سعودي، ترکیې او پاکستان جګپوړي پوځي چارواکي نن تهران ته ځي
د ایران د ملي امنیت عالي شورا مرستیال منشي علي باقري تایید کړې چې د سعودي عرب دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین نن تهران ته ورځي او هلته به له ایراني چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي. ورمخکې رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له خولې راپور ورکړی و چې ټاکل شوې د "مکې تړون" د غړو هېوادونو دغه مشران نن په تهران کې د سیمهییزو همغږیو په اړه خبرې وکړي.
'زه له یوې وړې خونې د سفیرې په توګه چارې سمبالوم'
دا هغه ښځه ده چې د طالبانو حکومت ترې وغوښتل چې له خپلې دندې استعفا ورکړي، خو دې دا غوښتنه و نه منله او له همدې کبله ورته د "وروستۍ سفیرې" نوم ورکول کېږي. منیژې باختري دا خبرې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې کړې دي. په ۲۰۲۱ کال کې چې د افغانستان جمهوري حکومت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل، منیژه باختري وایي، د ۲۴ ساعتونو لپاره اندېښمنه وه او پرلپسې یې فکر کاوه چې څه باید وکړي.
ډونلډ ټرمپ: ښايي بیا پر ایران برید وکړو یا یوې هوکړې ته ورسېږو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران خلاف د پوځي ګام د پورته کېدو د احتمال یادونه کړې، خو هممهاله یې دا هم ویلي، چې واشنګټن او تهران ښايي یوې هوکړې ته ورسېږي. خو هغه د ایران خلاف د نویو پوځي اقداماتو د احتمال خبره داسې مهال کوي، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما بیا پر نوموړي له ایران سره د جګړې پیلولو له کبله نیوکه کړې ده. اوباما ویلي د ده حکومت پرته له دې چې ان یو توغندی وتوغوي، د اټومي تړون له لارې د ایران لخوا د اټومي وسلو د جوړېدو مخه نیولې وه.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
"نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟
افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.
د اومو شیدو روغتیايي ګټې څه دي؟
که چیرې موږ د اومو یا خامو، یا نه پاستورایز شویو شیدو د ګټو په اړه په خبرو او بحثونو باور وکړو، نو داسې برېښي چې دا د هر څه لپاره یو حل دی؛ د معافیتي سیسټم له پیاوړتیا نیولې تر شیدو او په ټوله کې له لبنیاتو سره د حساسیت مخنیوي او د هضم تر ښه کولو پورې به یې د هر څه درمل وګڼو.
شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حالت له افغانستان سره تړلی؛ د طالبانو حکومت څه وايي؟
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا تور پورې کړی چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني نافذه کړي. شهباز شریف دا ادعا تېره ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له واکمن والي، پوځي او سیاسي چارواکو او قبایلي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر, ۱۳:۰۰, ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
برنامه نظر و تحلیل شنوندگان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































