وروستی, په ایران کې دوه تنه "اسرائيل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي
په ایران کې دوه تنه، یعقوب کریمپور او ناصر بکرزاده، "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي دي.
د ایران د قضائیه قویې په وینا د دغو دواړو کسانو د اعدام سزاګانې د دغه هېواد د سترې محکمې له لوري تایید شوې وې.
یعقوب کریمپور پر دې تورن شوی و چې د جګړې پر مهال یې "له موساد سره خپلې اغېزناکې همکارۍ ته دوام ورکړی او د هېواد حساس مالومات یې د موساد یوه افسر ته لېږلي دي."
د ایران قضائیه قویې ویلي، ناصر بکرزاده "په حساسو سیمو کې مشکوک تګرا تګ درلود."
دغه بنسټ ادعا کړې چې هغه "د موساد د یوه افسر په لارښوونه د مهمو دولتي، مذهبي او ولایتي چارواکو مشخصات او همدارنګه د نطنز په څېر د مهمو مرکزونو مالومات راټول او د استخباراتي شبکې عامل ته لېږلي دي."
بيبيسي نه شي کولی دغه تورونه په خپلواکه توګه رد یا تایید کړي.
د یادونې ده چې له امریکا او اسرائيل سره تر جګړې راوروسته په ایران کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې ده.
د بشري حقونو مدافع بنسټونو او مدني فعالانو هم دغه هېواد کې د اعدامونو د شمېر د لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې.
دوی د دغو قضیو د څېړنې بهیر او د حکمونو صادرېدل د بشري حقونو خلاف ګڼي.