تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو موږ نه غواړو هغوی ژر پرېږدو

ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه د امریکا کانګرس ته له خپلې لومړۍ خبرتیا ۶۰ ورځې وروسته، اعلان وکړ چې جګړه "پای ته رسېدلې" ده، خو ټینګار یې وکړ چې نه غواړي له تهران سره تقابل ژر پای ته ورسوي. هغه همداراز استدلال وکړ چې د جګړې د دوام لپاره د امریکا د قانون جوړوونکو اجازې ته اړتیا نه لري. ټرمپ وایي چې د ایران له تازه وړاندیزونو راضي نه دی، هغه وړاندیزونه چې ویل کېږي تهران یې په پاکستان کې منځګړو ته سپارلي دي. د امریکا ولسمشر تهران تورن کړ چې داسې غوښتنې یې مطرح کړې دي چې د ده لپاره د منلو وړ نه دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. ناټو وايي واشنګټن سره له جرمني د ۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو د کمولو پرېکړې په اړه تماس کې ده

    د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) وایي دوی له متحدو ایالتونو سره په جرمني کې د ۵۰۰۰ امریکايي سرتېرو د کمولو پرېکړې په تړاو اړیکه کې دي.

    ناټو ویلي پر دې بوخت دې چې په دې تړاو نور مالومات ترلاسه کړي.

    دا پرېکړه د امریکا او جرمني د مشرانو ترمنځ له ترینګلتیا وروسته شوې ده.

    د جرمني صدراعظم فریدرېش مېرڅ تېره اوونۍ ویلي وو چې ایران په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسولو لپاره په روانو خبرو اترو کې واشنګټن سپکوي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تازه یو ځل بیا د جرمني پر صدراعظم نیوکه کړې ده.

    د ناټو یوه ویاند پر ایکس خپاره کړي پیغام کې ویلي: "موږ له متحدو ایالتونو سره همکاري کوو چې په جرمني کې د دوی د ځواکونو په اړه د پرېکړې جزییات روښانه شي."

    په دغه پیغام کې همداراز ویل شوي: "موږ مخنیوي او دفاع لپاره پر خپلې وړتیا هم باورمن یو، په داسې حال کې چې د ناټو په چوکاټ کې د لا ځواکمنې اروپا پر لور دا بدلون دوام لري."

  2. د سپاه پاسداران ۱۴غړي امریکا سره له جګړې د پاتې ناچاوده مهماتو شنډولو پر مهال چاودنه کې وژل شوي دي

    د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د دغه هېواد په زنجان ولایت کې له امریکا او اسرائيل سره له جګړې د پاتې ناچاوده مهماتو د شنډولو عملیاتو پر مهال چاودنه شوې چې د سپاه پاسداران ۱۴ غړي پکې وژل شوي دي.

    د سپاه پاسدران لخوا په دې تړاو یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې ټیمونو یې له جګړې پاتې کلسټر بمونه او ورته مهمات شنډول چې د کرنیزو ځمکو په ګډون یې تر ۱۲۰۰ هکتاره زیاته سیمه له خطر سره مخامخ کړې وه.

    په بیان کې زیاته شوې چې په دغو مهماتو کې ځینې خورا حساس او تر درېیو مترو پورې ځمکه کې ښخ شوي وو چې د لټون او شنډولو چاره یې خورا خطرناکه ده.

  3. وروستی, په ایران کې دوه تنه "اسرائيل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي

    په ایران کې دوه تنه، یعقوب کریم‌پور او ناصر بکرزاده، "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي دي.

    د ایران د قضائیه قویې په وینا د دغو دواړو کسانو د اعدام سزاګانې د دغه هېواد د سترې محکمې له لوري تایید شوې وې.

    یعقوب کریم‌پور پر دې تورن شوی و چې د جګړې پر مهال یې "له موساد سره خپلې اغېزناکې همکارۍ ته دوام ورکړی او د هېواد حساس مالومات یې د موساد یوه افسر ته لېږلي دي."

    د ایران قضائیه قویې ویلي، ناصر بکرزاده "په حساسو سیمو کې مشکوک تګ‌را تګ درلود."

    دغه بنسټ ادعا کړې چې هغه "د موساد د یوه افسر په لارښوونه د مهمو دولتي، مذهبي او ولایتي چارواکو مشخصات او همدارنګه د نطنز په څېر د مهمو مرکزونو مالومات راټول او د استخباراتي شبکې عامل ته لېږلي دي."

    بي‌بي‌سي نه شي کولی دغه تورونه په خپلواکه توګه رد یا تایید کړي.

    د یادونې ده چې له امریکا او اسرائيل سره تر جګړې راوروسته په ایران کې د اعدامونو لړۍ چټکه شوې ده.

    د بشري حقونو مدافع بنسټونو او مدني فعالانو هم دغه هېواد کې د اعدامونو د شمېر د لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

    دوی د دغو قضیو د څېړنې بهیر او د حکمونو صادرېدل د بشري حقونو خلاف ګڼي.

  4. وروستی, د ایران د خاتم‌الانبیا قرارګاه مرستیال: احتمال شته چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شي

    په ایران کې د پوځي‌ عملیاتو د پلان، همغږۍ او عملیاتي څارنې تر ټولو د لوړې قرارګاه خاتم‌الانبیا مرستیال محمد جعفر اسدي وايي، دا احتمال شته چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شي.

    هغه ویلي "شواهدو هم ښودلې چې امریکا پر هېڅ ژمنه او تړون ټینګ نه درېږي."

    د ښاغلي اسدي په وینا د امریکايي چارواکو کړنې او څرګندونې تر ډېره رسنیزه بڼه لري‌ او د دې لپاره دي، چې د تېلو د بیو د راټیټېدو مخه ونیسي او له هغه حالته ځان وباسي، چې پخپله یې رامنځ ته کړی دی.‌

    هغه زیاته کړې چې د ایران وسله‌وال‌ ځواکونه هر ډول احتمالي ځواب وینې ته په بشپړ ډول چمتو دي.

    دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوسني نازک اوربند پر پیلېدو درې اوونۍ اوړي خو هرمز تنګی اوس هم په نسبي دول تړلی دی.

  5. وروستی, د ایران د جګړې له کبله سعودي کې د الکولي مشروباتو کمښت

    په سعودي عربستان کې د الکولي مشروباتو یوازېنی رسمي پلورنځی د بېر، شرابو او ټېکیلا په ګډون د ځینو توکو له کمښت سره مخ شوی دی. رویټرز خبري اژانس ته لیدونکو ویلي چې د ایران د جګړې له امله رامنځته شوې ګډوډۍ د بار وړلو محمولو لېږد ځنډولی دی.

    دغه پلورنځی چې د ریاض په ډیپلوماتیکه سیمه کې موقعیت لري، پرته له نوم او لوحې فعالیت کوي. دا ځای په ۲۰۲۴ کال کې د نامسلمانو ډیپلوماتانو لپاره پرانیستل شو او تېر کال یې خپل خدمات شتمنو غیرمسلمانو بهرنیو اوسېدونکو ته هم پراخ کړل.

    په سعودي عربستان کې د الکولو پر استعمال بشپړ بندیز، چې له ۱۹۵۲ کال راهیسې نافذ دی، لا هم په رسمي ډول پر ځای پاتې دی. خو سره له دې چې سعودي عربستان په دودیز ډول محافظه‌کار هېواد ګڼل کېږي، د بهرنیو کارکوونکو د جذب لپاره یې د جواز لرونکي یوه پلورنځي د فعالیت اجازه ورکړې ده.

    د رویټرز د راپور له مخې، چې په وروستیو ورځو کې یې د ریاض له دغه پلورنځي د لیدنې کوونکو پنځو کسانو خبرې نقل کړې دي، اوس مهال د پلورنځي المارۍ تر ډېره تشې دي او یوازې ګران‌بیه یا لږ پېژندل شوي برانډونه پکې عرضه کېږي.

  6. وروستی, امریکا منځني ختیځ کې پر خپلو متحدانو د نژدې ۹ میلیارده ډالرو وسلې پلوري

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له ۸ اعشاریه ۶ میلیارده ډالرو ډېرې پوځي وسلې به خپلو متحدانو ته په منځني ختیځ کې، چې اسرائیل، قطر، کویت او متحده عربي امارات پکې شامل دي، وپلوري.

    دا په داسې حال کې ده چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل جګړه نهمې اونۍ ته داخله شوې او له هغه نازک اوربنده څه باندې درې اونۍ تېرېږي چې عملي شوی و.

    د دې پرېکړې له مخې، قطر ته د "پټریوټ" هوايي او توغندیز دفاعي سیسټم د ملاتړ او خدماتو خرڅلاو، چې ارزښت یې له ۴ میلیارده ډالرو ډېر دی، تایید شوی دی.

    همداشان، اسرائیل ته د نژدې ۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د دقیقو وسلو سیستمونو د پېلو موافقه کړې ده.

    همداراز دغه هېواد ته د "پرمختللو دقیق هدایت شوو وسلو" (APKWS) سیسټمونو خرڅلاو، چې ارزښت یې ۹۹۲ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره دی، هم منظور شوی دی.

    همداراز کویت ته د یوه مدغم جنګي قوماندې سیسټم د ۲ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د خرڅلاو او اسرائیل ته د "پرمختللو دقیق هدایت شوو وسلو" (APKWS) سیسټمونو د څه باندې ۹۹۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د پلور پرېکړه هم تصویب شوې ده.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته هم د همدې سیسټمونو د څه باندې ۱۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د خرڅلاو تایید کړی دی.

  7. ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو موږ نه غواړو هغوی ژر پرېږدو

    ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه د امریکا کانګرس ته له خپلې لومړۍ خبرتیا ۶۰ ورځې وروسته، اعلان وکړ چې جګړه "پای ته رسېدلې" ده، خو ټینګار یې وکړ چې نه غواړي له تهران سره تقابل ژر پای ته ورسوي.

    هغه همداراز استدلال وکړ چې د جګړې د دوام لپاره د امریکا د قانون جوړوونکو اجازې ته اړتیا نه لري.

    ټرمپ وایي چې د ایران له تازه وړاندیزونو راضي نه دی، هغه وړاندیزونه چې ویل کېږي تهران یې په پاکستان کې منځګړو ته سپارلي دي.

    د امریکا ولسمشر تهران تورن کړ چې داسې غوښتنې یې مطرح کړې دي چې د ده لپاره د منلو وړ نه دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

    د امریکا د قوانینو له مخې، د هر ډول پوځي ځواک کارول باید د ۶۰ ورځو په موده کې پای ته ورسېږي، خو دا چې کانګرس د هغې د غځولو موافقه وکړي.

  8. وروستی, له ایران سره د جګړې پر سر لانجه؛ امریکا له جرمني خپل پنځه زره سرتېري وباسي

    د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی چې متحده ایالات به شاوخوا ۵ زره سرتېري له جرمني وباسي.

    دا اقدام د ناټو له خپل نژدې ټلوال سره د خبرداري پیغام په توګه لیدل کېږي، په داسې حال کې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اروپا ترمنځ د ایران جګړې په اړه اختلافات زیات شوي دي.

    ډونلډ ټرمپ د روانې اونۍ په پیل کې ګواښ کړی و چې په جرمني کې به د امریکا پوځي حضور کم کړي.

    دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې نوموړي د جرمني له صدراعظم فریدریش مېرتس سره لفظي شخړه وکړه.

    مېرتس ویلي وو چې ایران د هغو خبرو اترو پر مهال "متحده ایالات شرموي" چې موخه یې د امریکا او اسرائیل له خوا له ایران سره د دوو میاشتو راهیسې روانه جګړه پای ته رسول دي.

    بل لور ته، د پنټاګون ویاند شون پارنېل ویلي چې "تمه کېږي د ځواکونو د ایستلو بهیر له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې بشپړ شي."

  9. وروستی, "د ایران د جګړې له امله میلیاردونه خواړه له خطر سره مخ دي"

    د سرې (کیمیاوي کود) یا ښېرازۍ د یوه ستر نړیوال تولیدوونکي مشر ویلي، د ایران د جګړې له امله د سرې او د هغې د مهمو خامو موادو د عرضې ګډوډي ښايي په نړۍ کې هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې اغېزمن کړي او بېوزله هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني.

    د "یارا" شرکت اجرائیه رئیس سویین توره هولسېتر بي بي سي ته ویلي، په خلیج کې جګړې او شخړو، چې د هرمز تنګي له لارې یې سمندري لېږد بند کړی، د نړۍ د خوړو تولید له خطر سره مخ کړی دی.

    هغه خبرداری ورکړ چې د سرې د کم استعمال له امله د حاصلاتو کمېدل ښايي د خوړو لپاره د سختې سیالۍ سبب شي.

    هغه له اروپايي هېوادونو هم وغوښتل چې د بیو د جګړې اغېزې دې پر هغو هېوادونو په دقت وارزوي چې "تر ټولو ډېر زیانګالي" دي.

  10. وروستی, ټرمپ وایي 'لېونیانو' ته به د اټومي وسلو لرلو اجازه ورنه کړي او مجتبی خامنه‌يي 'اقتصادي مقابلې' غوښتې

    د امریکا ولسمشر وایي چې هېواد به یې هېڅکله 'لېونیانو' ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړي او ټینګار یې کړی چې امریکا به 'د هرې هغې وسلې د ختمولو لپاره لاس په کار شي چې نړۍ ګواښلی شي'.

    بل لور ته، د ایران د ستر رهبر زوی مجتبی خامنه‌يي له خلکو غوښتي چې 'اقتصادي مقابله' وکړي او د جګړې د پایلو په درشل کې 'د دولت د دوښمنانو هڅې ناکامې کړي.'

  11. وروستی, ټرمپ کانګرس ته: اوربند دا معنا نه چې زه به د ایران جګړې ته د کانګرس تصویب ته اړ یم

    ولسمشر ډونلډ ټرمپ کانګرس ته ویلي چې له ایران سره د امریکا جګړه د روان اوربند له امله "پای ته رسېدلې" ده او هغه استدلال کړی چې د دې شخړې لپاره د قانون جوړوونکو رسمي اجازه ته اړتیا نه لري.

    هغه د کانګرس مشرانو ته په یوه لیک کې لیکلي: "له ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۷مې نېټې راهیسې د امریکا د ځواکونو او ایران ترمنځ هېڅ ډول د ډزو تبادله نه ده شوې. هغه جګړه چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې وه، پای ته رسېدلې ده."

    دا په داسې حال کې ده چې د هغه له خوا کانګرس ته د ایران پر ضد د بریدونو د رسمي خبر ورکولو ۶۰مه ورځ وه.

    د امریکا د قانون له مخې، ولسمشر مکلف دی چې له داسې خبر ورکولو وروسته د ۶۰ ورځو په ترڅ کې د زور کارول پای ته ورسوي، که کانګرس د دوام اجازه ورنه کړي.

    ټرمپ په خپلو جمعې ورځو لیکونو کې زیاته کړې:

    "زه د خپلې قانوني او اساسي دندې له مخې، د بهرني سیاست د مشري، د اعلی قوماندان په توګه او د اجرائیه رئیس په حیث، د امریکا د وسله والو ځواکونو د لارښوونې واک لرم او دې ته به دوام ورکړم."

  12. وروستی, ایران له امریکا سره د خبرو لپاره خپله نوې طرحه پاکستان ته سپارلې

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله تازه او وروستۍ شوې طرحه پاکستان ته سپارلې ده.

    د ایران د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، ایران پرون پنجشنبه ماښام پاکستان ته د منځګړي په توګه دا طرحه تسلیم کړې ده.

    د دې طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو ښاغلي بقايي تېره شپه په یوه تلویزوني خپرونه کې ټينګار کړی و چې د جګړې پای‌ ته رسول او د تل‌پاتې سولې رامنځ‌ته کول له امریکا سره د ایران د خبرو اترو په لومړیتوبونو کې دي.

    اسماعیل بقايي همداراز ویلي وو چې پاکستان د دواړو لورو ترمنځ منځګړی دی او ټینګار یې وکړ چې، "ګڼ هېوادونه په دې برخه کې مرستې ته لېواله دي خو رسمي منځګړی پاکستان دی".

  13. وروستی, عراقچي: امریکا د ایران د جګړې د لګښتونو په اړه دروغ وايي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي د امریکا دفاع وزارت له دوی سره د جګړې د لګښتونو په اړه "دروغ" وایي.

    د یادونې ده چې د امریکا دفاع وزیر پیت هېګېسټ ویلي وو چې د دوی لخوا له ایران سره پر جګړې شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالره لګښت شوی.

    خو د ایران بهرنیو چارو وزیر دغو شمېرو ته په شارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "پنتاګون دروغ وایي. د نتنیاهو قمار تر اوسه امریکا لپاره په مستقیم ډول ۱۰۰ میلیارد ډالره لګښت لرلی دی؛ تر هغې څلور برابره لوړ چې ادعا یې شوې."

    ښاغلي عراقچي زیاته کړه: " امریکايي مالیه‌ورکوونکو لپاره غیرمستقیم لګښتونه تر دې هم لوړ دي. هرې امریکایۍ کورنۍ لپاره میاشتنی لګښت ۵۰۰ ډالرو ته رسېږي او په چټکۍ سره د ډېرېدو په حال کې دی."

    نوموړي وویل چې د "لومړی اسرائیل" تګلارې معنا "وروستی امریکا" ده.

    د یادونې ده چې امریکا دفاع وزیر پېت هېګېست د استازو جرګې د وسله‌والو خدمتونو کمېټې له مشاجرې ډکه غونډه کې د ایران پر ضد جګړه کې د خپلو کړنو دفاع کړې وه.

    هغهوویل چې تر اوسه د دې جګړې لګښت شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالره اټکل شوی او دا چې دغه لګښت د نوموړ په وینا "د ایران له لوري د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي ارزښت درلود."

  14. د ایران د مشرتابه دفتـر مرستیال: مجتبی خامنه‌يي بشپړ صحتمن او د چارو پر سمبالولو بوخت دی

    د ایران اسلامي جمهوریت د مشرتابه دفتر د نړیوالو چارو مرستیال محسن قمي وايي، مجتبی خامنه‌يي په بشپړه توګه صحتمن او د چارو پر سمبالولو بوخت دی.

    نوموړي ویلي: "دښمن هڅه کوي د هغه [مجتبی‌خامنه‌يي] د روغتیا په اړه د ګونګوسیو په خپرولو سره موږ غبرګون ته اړباسي، او بیا له دغو غبرګونونو د خپلو توطئو پرمخ وړلو لپاره ګټه واخلي."

    ښاغلي قمي دا څرګندونې داسې حال کې کړي چې صداوسيما د ایران د مخکیني روحاني مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو او واک ته یې د زوی، مجتبی خامنه‌ييتر رسېدو وروسته نوموړي ته "د رمضان جګړې دسرښېندونکي" خطاب کړې و، چې اشاره یې ظاهرآ دهغه ټپي کېدو ته وه.

    له کله چې مجتبی خامنه‌يي واک ته رسېدلی، هېڅ ویډیو یا غږیز پیغام یې نه دی خپور شوی او رسنیو یوازې هغه ته منسوب لیکلي پیغامونه خپاره کړي دي.

  15. وروستی, بقايي: پاکستان د ایران او امریکا د خبرو اترو رسمي منځګړی دی

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي پاکستان د دوی او امریکا ترمنځ د خبرو اترو رسمي منځګړی دی.

    نوموړي ویلي: "ډېر هېوادونه لېوالتیا لري چې په دې برخه کې مرسته وکړي، خو د خبرو اترو رسمي منځګړی پاکستان دی."

    هغه دا څرګندونې په یوه تلویزیوني مرکه کې کړي.‌

    ښاغلي بقايي وویل: "که د مذاکراتو د ترسره کېدو پرېکړه وشي، نو هر څه به په بشپړه روڼتیا سره اعلان شي."

    هغه روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل ایران او روسیه د ستراتېژیک مشارکت د هوکړه‌لیک پر بنسټ په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې پراخې همکارۍ لري، او دا چې ایران په اوسنیو شرایطو کې هڅه کوي چې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي او خپل دریځ روښانه کړي.

    عراقچي روسیې ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم لیدلي وو.

    د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې د دوی هېواد له روسیې او چین سره د همدغو ډیپلوماتیکو همکاریو پایله کې پر دې توانېدلی پر هغه څه ته چې نوموړي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې "د سیمې د ځینو هېوادونو مکارانه اقدام" وباله، غلبه ومومي.

  16. وروستی, د لبنان د روغتیا وزارت: د اسرائیل بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي

    د لبنان روغتیا وزارت ویلي د دغه هېواد په سوېل کې د اسرائیل د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.‌

    دغه وزارت ویلي‌ په وژل شویو کې پېنځه ښځې او دوه ماشومان دي.

    همداراز د لبنان پوځ ویلي، په وسوېلي ښار نبطیه کې په یوه برید کې یو سرتېری د خپلېکورنۍ له څو غړو سره یو ځای وژل شوی دی.

    اسرائیل تر اوسه دغو رپوټونو ته غبرګون نه دی ښودلی،‌ د دغه هېواد پوځ د اوربند له هوکړې سره سرهپه لبنان کې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

    اسرائیل وایي دا بریدونه د حزب‌الله د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

  17. وروستی, پېټ هېګسیټ: له ایران سره له جګړې وروسته د امریکا د وسلو د زېرمو بیارغول به میاشتې تر کلونو وخت واخلي

    د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسیټ د دغه هېواد د کانګرس له استازو سره په ناسته کې وویل چې د امریکا د وسلو د زېرمو بیا رغونه، چې د ایران سره د جګړې او د وروستیو کلونو د نورو پوځي نښتو له امله کمه شوې ده، د تجهیزاتو د ډول له مخې ممکن له "څو میاشتو تر څو کلونو" وخت ونیسي.

    د اریزونا ایالت سناتور مارک کیلي د سنا په غونډه کې له ښاغلي هېګسیټ وپوښتل چې د دغو زېرمو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره څومره وخت ته اړتیا ده.

    هغه وویل: "په ډېرو دغو بریدونو کې زموږ له تر ټولو غوره وسلو کار اخیستل شوی او موږ له دغو وسلو او همدارنګه د دفاعي توغندیو لوی شمېر کاروو. دا مهمات په یوه شپه کې نه شي تولیدېدای."

    سناتور کېلي زیاته کړه چې د بودجې وړاندې شوی غوښتنلیک هم ښيي چې د دفاع وزارت له همدې ستونزې سره مخ دی او د دغو سیسټمونو د ځای پر ځای کولو لپاره یې د روښانه مهال‌وېش غوښتنه وکړه.

    ښاغلي هېګسیټ په ځواب کې وویل: "دا هماغه پوښتنه ده چې باید وشي." هغه ټینګار وکړ چې د وسلو د زېرمو بیا رغونه د وسلو د سیستم د ډول له مخې ممکن له څو میاشتو تر څو کلونو پورې وخت ونیسي.

  18. وروستی, واشنګټن به شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو ۹۲.۵ میلیونه بېرله تېل په پور ورکړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل غواړي د انرژۍ شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو تر ۹۲ اعشاریه ۵ میلیون بېرله خام نفت پور ورکړي.

    دا اقدام د هغه نړیوال تړون برخه ده چې موخه یې د ایران د جګړې له امله د نفتو د لوړو شویو بیو او د بازارونو د بې‌ثباتۍ ارامول دي.

    ټاکل شوې دا اندازه د هغو ۱۷۲ میلیونه بېرلو برخه وي چې امریکا د مارچ په میاشت کې د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو د ایستلو موافقه کړې وه.

    دا پرېکړه د انرژۍ د نړیوال اژانس له ۳۰ د زیاتو غړو هېوادونو سره د یوه پراخ تړون په چوکاټ کې شوې وه، چې له مخې یې نژدې ۴۰۰ میلیونه بېرله نفت بازار ته وړاندې کېږي.

  19. وروستی, هغه شېبه چې اسرائیلو نړیوالو اوبو کې غزې ته روانه مرستندویه بېړۍ ودروله

    د فلسطین پلوه فعالان وایي، له ۵۰ ډېرو بېړیو یوه "فلوټیلا" چې غزې ته بشري مرستې لېږدولې، د یونان په نژدې نړیوالو اوبو کې د اسرائیلو د سمندري ګزمې له خوا درول شوې ده.

    تنظیموونکو دا اقدام ناقانونه بللی او وایي چې بېړۍ له غزې سلګونه کیلومتره لرې وې، په داسې حال کې چې غزه لا هم د اسرائیلو تر محاصرې لاندې ده.

    د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت وایي، سمندري ځواکونو شاوخوا ۱۷۵ فعالان له تر ۲۰ زیاتو بېړیو نیولي دي.

    اسرائیل دا فلوټیلا "تبلیغاتي نمایش" بولي، تنظیموونکي له حماس سره په همکارۍ تورنوي او ټینګار کوي چې د دوی اقدامات له نړیوال قانون سره سم دي.

  20. وروستی, د امریکا سنا د شپږم ځل لپاره د ایران پر ضد د جګړې د درولو قانوني مسوده رد کړه

    د امریکا سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ د شپږم ځل لپاره هغه د جګړې صلاحیتونو قانون مسوده رد کړه چې موخه یې په ایران کې د امریکا د پوځي عملیاتو پای ته رسول وو.

    دغه مسوده، چې د ډیموکراټ ګوند مخکښ سناتور ادم شیف وړاندې کړې وه، د ۴۷ موافقو او ۵۰ مخالفو رایو په پایله کې ناکامه شوه.

    د پنسلوانیا ایالت جان فېټرمن یوازینی ډیموکراټ سناتور و چې د دې مسودې پر ضد یې رایه ورکړه، په داسې حال کې چې د مېن ایالت سوزان کولینز او د کینټکي ایالت رنډ پال، چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي، د پرېکړې په ملاتړ رایه ورکړه.

    د سوزان کولینز رایه د پام وړ بلل شوې، ځکه دا لومړی ځل و چې هغې د دې قانوني مسودې ملاتړ وکړ. هغې پر اېکس (X) ولیکل: "لکه څنګه چې مې د ایران د شخړې له پیل راهیسې ویلي، د ولسمشر واک د وسله‌والو ځواکونو د اعلی قومندان په توګه مطلق نه دی."

    هغې زیاته کړه: "اساسي قانون کانګرس ته د جګړې او سولې اړوند پرېکړو کې اساسي رول ورکوي، او د جګړې صلاحیتونو قانون د ۶۰ ورځو یوه روښانه موده ټاکي څو په بهرنیو شخړو کې د امریکا د مداخلې تصویب یا پای ته رسېدل وټاکل شي. دا موده یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې یو اساسي شرط دی."

    سوزان کولینز ټینګار وکړ چې "د ایران پر ضد هر ډول اضافي پوځي اقدام باید روښانه ماموریت، د لاسته راوړلو وړ هدفونه او د جګړې د پای ته رسولو څرګنده ستراتیژي ولري. ما تر هغې وخته د دغو پوځي عملیاتو د پای ته رسولو په ملاتړ رایه ورکړې، څو داسې وضاحت وړاندې شي."