د لبنان د
عامې روغتیا وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه
نهه کسان وژل شوي، چې دوه پکې ماشومان
هم دي. په
ورته وخت کې د اوربند له اعلان سره سره، چې اوس یې دویمه اونۍ
روانه ده، لا هم د اسرائيلو بریدونه دوام
لري.
د وزارت
په وینا، په دې بریدونو کې ۲۳ کسان
ټپیان شوي، چې په هغوی کې اته ماشومان او اوه ښځې هم دي.
له بلې
خوا، حزبالله ویلي چې د اسرائیلي
ځواکونو پر ضد یې په جنوب کې بریدونه کړي، چې پکې د بنت جبیل په ولسوالۍ کې پر
عسکرو د ډرون برید هم شامل و.
دا نښتې
په داسې وخت کې روانې دي چې اسرائیل
په لبنان کې خپل پوځي عملیات روان
ساتلي، سره له دې چې د اپرېل په ۱۶مه
اوربند اعلان شوی و، وروسته له هغه چې د لبنان او اسرائیلو سفیرانو په واشنګټن کې مستقیمې خبرې کړې وې.
د لبنان
ولسمشر جوزف عون د هغه څه په اړه نیوکه کړې چې هغه یې "د اوربند پرلهپسې
سرغړونې" بللې دي او ویلي یې دي چې بریدونه، د کورونو نړول او د عبادتځایونو
ویجاړول لا هم دوام لري "سره له دې چې اوربند نافذ دی".
هغه
زیاته کړه: "پر اسرائیلو
باید فشار راوړل شي چې نړیوال قوانین او
کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملکي وګړو،
امبولانس کارکوونکو، مدني دفاع او بشري مرستو سازمانونو په نښه کول بند کړي."
د
پنجشنبې په ورځ اسرائیلي پوځ د لبنان په
جنوب کې د ۱۵ کلیو د تخلیې خبرداری هم ورکړ. دا کلي تر ډېره د اسرائیلو
له لوري د اعلان شوې "ژېړې کرښې" له سیمو بهر وو؛ هغه سیمې چې پر پوله شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده او وایي هلته د ګواښونو پر ضد
عملیات کوي.
اسرائیل وایي دا اقدامات د هغه څه په غبرګون کې دي چې دوی یې
د حزبالله له خوا د اوربند د تړون سرغړونې بولي. حزبالله په رسمي ډول د اوربند
په تړون کې نه و شامل، خو ویلي یې وو که اسرائیل هم ورته درناوی وکړي، دوی به یې مراعات کړي.