د اسرائیلو بریدونو له کبله په لبنان کې د لږ تر لږه اوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو بریدونو له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. دغه بریدونه په داسې مهال شوې چې لا هم په سيمه کې اوربند پر ځای دی.
راپورونه وايي، د اسرائیلو پوځ په جنوبي لبنان کې د ودانیو ویجاړولو ته هم دوام ورکړی دی. په دې کې د کاتولیکانو یو عبادتځای هم شامل دی چې د بلډوزر په واسطه نړول شوی دی.
د اسرائيلوپوځ ادعا کوي چې حزب الله له دې ځای پراسرائیلو توغندي توغول او له دې ځایه یې د مرکز په توګه کار اخیست خو د لبنان کاتولیکې کلیسا دا ادعارد کړې ده.