اقلیمي بدلون؛ د کاپ۳۱ غونډه له هوکړې پرته پايته ورسېده

د کاپ ۳۱ غونډه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د اقلیمي بدلون د کابو کولو په تړاو د کاپ۳۱ غونډه په ترکيه کې له دوو ورځو غځېدنې وروسته هم بې هوکړې پایته ورسېده.

په پام کې وه چې دا غونډه د تېرې جمعې په ورځ پایته رسېدلې وی، خو پر اختلافي موضوعګانو د بحثونو له اوږدېدو سره یکشنبې ته هم وغځېده. د هوکړې په متن کې څلور ځلې بدلونونه راوستل شول چې په وروستۍ بڼه کې یې د فوسیلي سونتوکو د کابو کولو لپاره د جوتو ګامونو یادونه نه وه شوې، چې د تېلو تولیدوونکو او نورو هېوادو تر منځ د اختلاف لوی ټکی دی.

د کاپ ۳۱ غونډې مشر مراد خرم وویل دوې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هر څه چې په وس کې یې وو وکړل خو د هوکړې متن د استازو لخوا ونه منل شو. هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل چې بېلا بیلې طرحې یې واورېدې او د حل لارې هڅه یې وکړه خو په پای کې یې د ګډونوالو خوښې ته درناوی وکړ او په وینا یې هېڅوک نه دی اړایستل شوی چې د هوکړې متن ومني.

نوموړي وويل، "موږ تل دا خبره کوله چې موږ به د ګډونوالو خوښې ته درناوی وکړو، موږ خپله هڅه وکړه، موږ هېڅوک نه دی اړ ایستی چې د هوکړې متن ومني، موږ پر خلکو فشار نه دی اچولی، ځینې ګډونوال د هوکړې متن سره مخالفت لري، ځکه نو د هوکړې پر متن کومه موافقه ونشوه."

ښاغلي خرم د غونډې سمبالوونکي پلاوي ته د هوکړې د متن له سپارلو وروسته هیله څرګنده کړې وه چې یو جوړجاړی به وشي او دا یې د هوکړې وروستۍ مسوده بللې وه.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هېڅکله د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه کاپ دومره نه وه اوږده شوې. دا لومړی ځل دی، چې په دې غونډه کې پر مطرح شویو موضوعګانو دومره اوږده بحثونه وشول او ان د یکشنبې په ورځ په څلورم ځل هم د هوکړې متن سمبالوونکي پلاوي ته وړاندې شو خو بیا هم په کې د فوسیلي سونتوکو یادونه نه وه شوې چې اروپايي ټولنې شاتګ وباله.

د کاپ ۳۱ غونډه

د ایرلنډ د چاپیریال ساتنې وزیر دارا اوبرین د اروپايي ټولنې په استازیتوب د هوکړې متن رد کړ او ویې ویل دا ټولنه داسې متن نشي منلی چې د فوسیلي سونتوکو یادونه په کې نه وي شوي او هغه یې ګرین واشینګ یا په زرغونو شعارونو تېر ایستنه وبلله.

ښاغلي براين وويل، "زه غواړم ووایم چې اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې په رسمي توګه د انتالیا هوکړې پر متن نیوکه لري ځکه چې دا شته اړتیاوې نه پوره کوي، هغه بحرانونه چې نړۍ ورسره مخامخ ده نه هواروي، موږ د دې هوکړې د وروستي متن په اړه خپله ژوره ناهیلي څرګندوو هغه هم په داسې حال کې چې نړۍ چټکو اقداماتو ته اړتیا لري. موږ به داسې متن ونه منو چې په کې ان د فوسیلي سونتوکو چې د اقلیمي بدلون اصلي لامل دی یادونه نه وي شوې".

د کاپ په سږنۍ غونډه کې بحثونه پر دریو موضوعګانو ورټول وو. لومړی دا چې د هوکړې په متن کې فوسیلي سونتوکو ته باید څه ولیکل شي، دویم د پیسو د ورکړې موضوع وه چې بډایه هېوادونه یې بې وزلو هېوادونو ته ورکړي چې د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه ځینو ګډونوالو استدلال کاوه، چې ولې بېوزلي هېوادونه د بډایه هېوادونو د ګټو لپاره زیان وګالي، او دریمه موضوع د کوربه هېواد ترکیې دا وړاندیز و چې غواړي هرڅومره ژر او ډېر چې کېدای شي نړیوال اقتصاد پر برېښنا وڅرخي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د نړیوال اقتصاد ۲۳ سلنه پر برېښنا څرخي، او ترکیه غواړي چې دغه کچه تر ۲۰۳۵ کال پورې ۳۵ سلنې ته لوړه شي.

د کاپ ۳۱ غونډه

په دې غونډه کې د دې ټولو موضوعګانو په اړه د هېوادونو د استازو تر منځ د نظر جدي اختلافات وو، او همدا اختلافات د دې لامل شول چې د هوکړې متن تصویب نه شي.

د اقلیم د بدلون په اړه تر ټولو مهم د پاریس تړون دی چې په کې هېوادونو ژمنه کړې وه چې د نړیوالې تودوخې کچه به له صنعتي انقلابه وړاندې وخت پرتله له یو اعشاریه پنځو درجو لوړېدو ته نه پرېږدي. اټکل دی، چې د سږکال د تودوخې منځنۍ کچه به له دغه حده واوړي.

ملګري ملتونه او د چاپیریال ساتنې د برخې کارپوهان په ټوله نړۍ کې بې وخته ورښتونه، توپانونه، ځنګلي اورونه او د کنګلونو ویلې کېدل د نړیوالې تودوخې د ډېریدو پایله بولي چې له امله یې اقلیمي بدلون رامنځ ته شوی دی.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو وویل چې په نړی کې ۹۰ میلیونه هغه وګړي چې په اجباري ډول له خپلو مېنو بې ځایه شوي په څلورو کې درې برخې یې په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي بدلون له خطرونو سره مخامخ دي.

په دې هېوادونو کې په ځانګړې توګه د افغانستان، بنګله دېش او یو شمېر افریقايي هېوادونو یادونه شوې او ویل شوي چې میلیونونه وګړي یې په اجباري ډول له خپلو سیمو بې ځایه شوي او ورسره هممهال، د اقلیمي بدلون له امله له وچکالۍ، سیلابونو او سختې ګرمۍ سره مخامخ دي.