سېنټکام: د ایران د سمندري کلابندۍ ۱۳۰ ورځې پوره شوې او نور به هم دوام کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې د ایران د سمندري کلابندۍ ۱۳۰ ورځې پوره شوې او نور به هم دوام مومي.
سېنټکام پر خپله پارسي ژبې ایکس پاڼه لیکلي چې امریکايي ځواکونه لا هم دغه کلابندي پلې کوي او دا چې د سپاه پاسداران له خوا د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د اوومه تېلو د صادراتو مخه نیسي.
د سمندري کلابندۍ او د تېلو د پلور د بندیزونو لېرې کول د هغو مهمو شرطونو له ډلې دي چې تهران یې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره په خبرو کې وړاندې کوي.
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له ایران سره یوازې یو "تلپاتې او اوږدمهاله" تړون غواړي.
ټرمپ د فاکس نیوز خبري شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل: "ما هېڅکله د رژیم بدلون ته ځانګړې لېوالتیا نه ده لرلې. ځینې خلک د رژیم د بدلون خبره کوي، خو باید دا هم روښانه کړي چې له دې یې هدف څه دی."
هغه زیاته کړه: "تر اوسه مې دوه حکومتونه نسکور کړي دي. لومړۍ ډله او دویمه ډله. اوس له درېیمې ډلې سره جوړجاړی کوو. نو تاسو دا وروستی د واک بدلون هم بللی شئ."
ټرمپ وویل، د درېیمې ډلې چلند هم ډېر توپیر نه لري: "کېدای شي هغوی یو څه ډېر درک ولري، خو بیا هم ورسره کار کول ډېر ستونزمن دي. موږ یو تړون وکړو، خو بله ورځ یې ماتوي."
نوموړي ټینګار وکړ چې له ایران سره داسې موافقه غواړي چې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.
د هغه په وینا: "زه داسې تړون غواړم چې که څلور، پنځلس یا شل کاله وروسته هم یو کمزوری ولسمشر واک ته ورسېږي، ایران بیا هم ونه شي کولای اټومي وسلې ترلاسه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.
په دې لړ کې تازه ایران سپاه پاسداران ادعا کړی چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په یوه ګډ برید کې یې په بحرین کې د امریکا نظامي اهداف او الرفاع او العوالي پوځي اډې په نښه کړې دي.
سپا پاسداران په یوه اعلامیه کې چې ایرنا دولتي خبري اژانس خپره کړې، ویلي، دغه برید "د ایران له هوايي حریمه د پرلهپسې سرغړونې او تېریو" په غبرګون کې شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بحرین کورنیو چارو وزارت بیا اعلان کړی، د ایران له برید وروسته په ملکي صنعتي تاسیساتو کې اور لګېدلی، خو مرګژوبله پکې نه ده اوښتې.
د دغه وزارت په وینا د ملکي دفاع ځواکونو اور ژر کنټرول او وژلی دی. بحریني چارواکو د دغو تاسیساتو د ځای او نوعیت په اړه نور جزییات نه دي شریک کړي.
رویټرز خبرياژانس وايي، د امریکا پوځ له مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) یې د دغه برید په اړه غبرګون غوښتی، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د امریکا یو شمېر سمندري ځواکونه بحرین کې مېشت دی.
دغه هېواد د روان کال په فبرورۍ کې له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیلېدو راهیسې په وار وار د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو تر برید لاندې راغلی دی.
په دغه کړکېچ کې د فارس خلیج نور عربي هېوادونه هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
پر بحرین د دغه تازه برید خبر داسې مهال ورکړ شوی، چې قطر او جرمني له ایرانه غوښتي چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (اېنپيټي) لاسلیک او د خپل اټومي پروګرام د سولهییز ماهیت زبادولو لپاره د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره بشپړه همکاري وکړي.
دا غوښتنې جرمني ته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آلثاني د سفر پر مهال یوه خپره شوې اعلامیه کې شوې.
دغو هېوادونو همدا راز هرمز تنګي کې پر د سوداګریزو بېړیو بریدونه هم وغندل.
دوی له ایران دا هم غوښتي، چې د یمن له حوثیانو سره له پوځي همکاریو لاس واخلي.
امریکا کې د ایران جګړې او د پنټاګون بودجې پر سر اختلافات

د عکس سرچینه، U.S. Navy via Getty Images
په امریکا کې د کانګرس دننه د ایران د جګړې او د ډونلډ ټرمپ له خوا دفاع وزارت لپاره د ۳۵۰ میلیاردو ډالرو اضافي بودجې د غوښتنې پر سر اختلافاتو د کرېسمس تر رخصتیو وړاندې د فدرالي حکومت د تړل کېدو احتمال زیات کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د دواړو ګوندونو قانون جوړونکو خبرداری ورکړی چې دا اختلافات ښايي د حکومت د بودجې پر سر د توافق مخه ونیسي.
د امریکا اوسنۍ بودجه د ډسمبر تر ۱۱مې اعتبار او کانګرس د فدرالي ادارو د مالي تمویل پر دوام هوکړې لپاره یوازې شاوخوا درې اوونۍ وخت لري.


















