د کرېکټ درې هېوادیزه لوبلړۍ: زېمبابوې له افغانستان سره پایلوبه کې لومړی توپوهنه کوي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې نن د متحدو عرب اماراتو په شارجه کې د درې هېوادېزې لوبلړۍ پایلوبه کوي.
پچه یا ټاس د زېمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا ګټلی او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.
افغانستان پایلوبې لپاره په لوبډله کې یو او زېمبابوې دوه بدلونونه راوستي دي.
افغان لوبډله کې نن د یامین احمدزي پر ځای کیڼ لاسی چټک توپ اچوونکی فضلالحق فاروقي اخیستل شوی او زېمبابوې بیا د بېن کرن او اېرنېست ماسوکو پر ځای تادېوانشې ماروماني او نیومن نیامهوري اضافه کړي دي.
دا په تېرو ۲۳ کلونو په شارجه کې د کرېکټ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د یوه ټورنمټ لومړنۍ پایلوبه ده.
د افغانستان په کوربتوب د دې درې هېوادېز لوبلړۍ درېیم هېواد بنګلهدېش و، خو دا چې په لومړي پړاو کې یې له افغانستان او زېمبابوې ماته وخوړه، نو له سیالیو بهر شو.
افغان لوبډله بیا تر دې دمه تر ټولو په ښه او پياوړي درېځ کې ده، ځکه زېمبابوې او بنګلهډېش دواړو ته یې په نسبتآ لوی توپېر ماتې ورکړې دې.
افغانستان اوړمه ورځ (چارشنبه د اکتوبر ۲۱مه) همدلته په شارجه کې بنګلهدېش ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او تر هغې ورمخکې یې په دې درې هېوادیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ سیالي له زېمبابوې د ۱۵۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

د عکس سرچینه، ACB
په ټوله کې افغانستان له نننۍ سیالۍ ورمخکې د زېمبابوې خلاف ټولټال ۳۱ یو ورځنۍ لوبې کړې او ۲۱ یې ترې ګټلې دي.
که څه هم زېمبابوې په تېرو اتو کلونو کې له افغانستانه ان یوه پنځوس اوریزه سیالي هم نه ده ګټلې، خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ریچارډ پایبس وایي، "کله چې یوه لوبډله پایلوبې ته رسېږي، نو ټول شرایط تقریباً سره برابر وي."
هغه زیاته کړې "دا لوبه هېڅ اسانه نه ده. نو موږ باید ښه چمتووالی ولرو او خپل تر ټولو غوره کرېکټ وکړو."
د یادونې ده چې زېمبابوې د همدې درې هېوادېزې لوبلړۍ په پرانېستونکې سیالۍ کې بنګلهدېش ته د ۹۹ منډو په توپير لویه ماته ورکړه.





















