د سعودي پر دمام هوايي ډګر برید کې د ۹ کسانو مرګژوبله؛ 'امریکا په ریاض کې د خپل سفارت کارکوونکو ته د وتلو امر کړی'

د عکس سرچینه، واس
د سعودي عرب د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د دغه هېواد په ختیځ دمام ښار کې د پاچا فهد پر نړیوال هوايي ډګر د چارشنبې ماښام په ډرون برید کې لږترلږه یو بهرنی وګړی وژل شوی او اته کسان ټپیان شوي دي.
دغې ادارې پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) خپره کړې اعلامیه کې ویلي:
"دمام کې د پاچا فهد نړیوال هوايي ډګر چارشنبه ماښام د برید هدف وګرځېد. په دغه برید کې یو بهرنی وګړی وژل شوی او اته کسان ټپیان شوي، چې د ځینو ټپونه سطحي او ځینو سخت دي. "
دې ادارې دا نه ده روښانه کړې چې بریدګر ډرون له کوم ځای ورغلی یا برید چا کړی دی.
د یادونې ده چې تر دې څو ساعته ورمخکې د سعودي په مشرۍ اېتلاف اعلان کړی و چې د دغه هېواد پر تېلو همدغه بډای ختیځ کې یې پېنځه ډرونونه (بې پیلوټه الوتکې) وېشتلي دي.
د سعودي انرژۍ وزارت هم چارشنبه ویلي وو چې د ختیځ ولایت د نفتو شیبه میدان کې د تاسیسات پر لور د یوه روان وېشتل شوي ډرون د پاتې شونو د راغورځېدو له کبله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان د فلیپین او نیپال او ټپیان د پاکستان او هند اتباع دي.
خو دغه وزارت هم نه دي ویلي، چې دا ډرون برید چا کړی دی.
بر سعودي له دغو تازه بریدونو سره هممهاله فرانس پرېس خبري اژانس د یوه ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د خپل سفارت ټولو کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته امر کړی چې له سعودي ووځي.
سرچینې زیاته کړې چې واشنګټن په متحدو عرب اماراتو، اردن، قطر او بحرین کې هم د خپلو سفارتونو د کارکوونکو د کورنیو د ایستل کېدو امر کړی دی.
هممهاله رویټرز خبري اژانس هم د درېیو امریکايي چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خلیج کې له خپلو سفارتونو د ځینو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو ایستلو ته چمتووالی نیسي.

د عکس سرچینه، Reuters
دوو امریکايي چارواکو ویلي، دا پرېکړه د احتمالي شخړو، په ځانګړې توګه یمن کې له انصارالله (حوثي) ډلې سره د تاوتریخوالي زیاتېدو په تړاو اندېښنو ته په کتو شوې ده.
په ریاض کې د امریکا سفارت د حوثیانو له خوا سعودي عرب کې د نورو بریدونو د امکان په اړه امنیتي خبرداری خپور کړی دی.
پر سعودي دغه تازه خونړي بریدونه داسې مهال شوي، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دغه هېواد ته له وړاندې په یوه ناعلان شوي سفر ورغلی او په ریاض کې یې له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي دي.
هغه ویلي د دغه سفر موخه یې دا ده چې له ریاض سره د یمن د حوثي ډلې د بریدونو مقابل کې ملاتړ او پیوستون وښيي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
مکرون له ریاض ورمخکې کویت، متحدو عرب امارات، بحرین او قطر ته هم تللی و.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د مکرون او محمد بن سلمان لیدنې شاوخوا یو ساعت دوام وکړ.
پر سعودي له تازه بریدونو د حوثیانو انکار

د عکس سرچینه، EPA
له سعودي عربه په تازه بریدونو کې د مرګژوبلې اوښتلو دا رپوټونه داسې مهال خپرېږي، چې د یمن انصارالله یا حوثي ډله له دې انکار کوي چې د چارشنبې پر ورځ دې یې پر سعودي برید کړی وي.
د دې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع ویلي دوی د چارشنبې په ورځ د سعودي د مدینې ښار پر لور هیڅ بېپیلوټه الوتکه نه ده استولې او نه یې هم د دغه هېواد خلاف کوم پوځي ګام اخیستی.
هغه په دې تړاو اعلان بې بنسټه ادعا بللې ده.
سریع دا تور هم پورې کړی چې د سعودي په مشرۍ اېتلاف په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پلازمېنې صنعا په ګډون د دوی هېواد کې پر بېلابېلو سیمو ۶۲ هوايي بریدونه کړي او مرګژوبله یې اړولې ده.
حوثیان وايي، له دې سره د جولای له ۱۳مې راهیسې په یمن کې د سعودي د هوايي بریدونو شمېر ۲۸۵۵ ته رسېدلی دی.




















