افغانستان بنګله‌دېش ته د ۱۶۱ منډو هدف ټاکلی

افغان کرېکټ لوبغاړي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې هېوادیزې لوبلړۍ په سیالۍ کې بنګله دېش ته د ۱۶۱ منډو هدف تاکلی دی.

د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې ترمنځ کېدونکې دا یو ورځنۍ لوبې، د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي.

د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او ټول لوبغاړي یې په ۱۶۰ منډو وسوځېدل.

د سر څلور لوبغاړي، تنزيد، سوميا، شانتو او هريدوی ټول په ۲۸ منډو وسوځېدل. ورپسې فروېز حسین او سیف حسن لوبه يو څه قابو کړه، دوی دواړو په ترتیب سره ۷۰ او ۴۱ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې راشد خان یو ځل بیا ښه بالېنګ وکړ او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي او يمن احمدزي هر يوه دوې دوې وېکټې، بلال سميع او محمد نبي بيا يوه یوه وېکټه واخیسته.

دا لوبه پر دغو دواړو سيالانو سربېره زېمبابوې سره د دريو هېوادونو لوبلړۍ ده، چې افغانستان او زېمبابوې په کې يوه يوه لوبه ګټلې ده.

د دې لوبلړۍ له پايته رسېدو وروسته له زېمبابوې سره د دريو شل اوريزو سياليو لوبلړۍ پلان شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، د یادې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.

افغانستان کرېکټ د تلې (میزان) پر ۲۷ اکتوبر (۱۹) په دې لوبلړۍ کې زېمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په لوی توپير ماته ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمه بولي.

افغان لوبډلې په تېر اګست کې له ایرلنډ سره څلور یو ورځنۍ لوبې درلودې او ټولې یې وګټلې.