تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسلام اباد عالي محکمې حکم: عمران خان باید له خپلې کورنۍ سره وویني او له خپلو زامنو سره تلیفوني خبرې وکړي
د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد عالي محکمې حکم کړی، چې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته دې له خپلې کورنۍ سره د لیدنې او له خپلو زامنو سره د ټیلیفون له لارې د خبرو کولو اسانتیا برابره شي.
د بي بي سي اردو څانګې خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې وايي، د اسلاماباد عالي محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي هغه عریضې د اورېدنې وړ وبللې، چې په زندان کې د ګوښي ساتلو پر ضد وړاندې شوې وې.
د عمران خان خور، علیمه خان، د خپل ورور لپاره او مبشره خاور مانیکا د بشرا بي بي لپاره د ګوښي ساتلو پر ضد محکمې ته عریضه کړې وه.
محکمې د اډیاله زندان چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د بشرا بي بي او عمران خان ترمنځ لیدنې ته زمینه برابره کړي او دغه راز دې عمران خان ته د زندان د قوانینو له مخې له خپلې کورنۍ سره د لیدنې اجازه ورکړل شي.
محکمې په خپله پرېکړه کې دغه راز ویلي، چې عمران خان ته دې له خپلو زامنو سره د ټیلیفون له لارې د خبرو کولو اسانتیا برابره شي، خو د پرېکړې له مخې که د عمران خان غږ ثبت شي او ناوړه استفاده ترې وشي، نو دا اسانتیا به بېرته واخیستل شي.
په دغه پرېکړه کې ویل شوي، چې پخواني لومړي وزیر ته دې هره ورځ د مطالعې لپاره ورځپاڼې او کتابونه ورکړل شي او د زندان د اصولو له مخې دې ورته طبي اسانتیاوې هم برابرې شي.
اسلاماباد عالي محکمې په خپله پرېکړه کې دا هم ویلي، چې د اډیاله زندان سرپرست باید ډاډ ترلاسه کړي، چې بشرا بي بي هم په زندان کې ګوښې ونه ساتل شي.
محکمې د زندان له چارواکو غوښتي، چې د پنځلسو ورځو په موده کې د دغو حکمونو د عملي کېدو په اړه راپور وړاندې کړي.
هغه د ۲۰۲۳ کال په اګست کې زنداني شو او له سلو په زیاتو قضیو کې له تورونو سره مخ شوی، چې د دولتي رازونو له افشا کولو نیولې تر د دولتي ډالیو د خرڅولو پورې پکې شامل دي. عمران خان تل دا تورونه رد کړي او سیاسي انګېزه یې بللې ده.
عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي دواړه د تېر کال په وروستیو کې په ۱۷ کلن بند محکوم شول.
د هغه زنداني کېدو د پلویانو له لوري پراخ احتجاجونه راپارول، خو چارواکو د دغو مظاهرو پر وړاندې سخت اقدامات وکړل.
سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، هغه لا هم د پاکستان په سیاست کې یو اغېزناک شخصیت ګڼل کېږي او د هېواد په کچه پراخ ولسي ملاتړ لري.