تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: هند له افغانستان سره سياليو ته پياوړې لوبډله اعلان کړې، څوک په کې دي؟
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د هند کرېکټ بورډ له افغانستان سره د شل اوریزو سياليو د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د ۱۵ کسيزه لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی.
دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ډيلي کې ترسره کېږي، ټاکل شوې د سپټمبر مياشتې پر ۱۳مه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۷ نېټې پورې به دوام وکړي.
د هند کرېکټ بورډ د افغانستان پروړاندې سياليو ته د شرېاس اير په مشرۍ، تېلک ورما، سنجو سمسن، ابيشېک شرما، اېشان کېشن، وېبو سورياونشي، شېوم ډوبې، اکشر پټېل، واشنګټن سوندر، نېتېش کورما رېډي، روي بېشنوی، ارشديپ سېنګ، ورون چکرورتي او جسپريت بومرا غوړه کړي دي.
که د لوبغاړو نوملړ ته وکتل شي هندۍ لوبډله کې د تېز توپ اچونکي جسپريت بومرا او چټک توپ وهونکي ابيشېک شرما په څېر د شل اوريزو سياليو پياوړو او تجربه کارو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
د جسپريت بومرا بېرته لوبډلې ته راتګ او د ارشديپ سېنګ په څېر چټک بالران کولی شي د افغانستان پر وړاندې د هند د توپ اچونې برخه لا نوره پیاوړې کړي او افغان لوبغاړو ته چې تر ډېره د تېزو بالرانو پر وړاندې له ستونزو سره مخامخېږي، سرخوږی جوړ کړي.
ځوان او چټک توپوهونکي وېبو سورياونشي هم د لوبډلې برخه دی، نوموړی په دې وروستيو کې ډېر ښه ځلېدلی دی، د زېمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ کې یې دوې پنځوسيزې ووهلې او د همدې ښه فارم له کبله یې لوبډلې ته لار موندلې ده.
د هند د لوبډلې په ترکيب کې د ابيشېک شرما، سنجو سمسن، اېشان کېشن، تېلک ورما او سوريا ونشي په څېر بریدګر توپ وهونکي شته چې په شل اوریزه لوبه کې په چټکۍ د منډو جوړولو وړتيا لري، خو د راشد خان، مجيب ځدراڼ ، محمد نبي او ننګيال خروټي په څېر د تکړه افغان سپېن بالرانو لوبول به ورته اسان نه وي.
که څه هم دا لوبې په هند کې ترسره کېږي خو یو شمېر افغان لوبغاړي چې د هند غوره لیګ کې لوبېدلي ښايي له هوا او پيچونو سره بلدتيا ولري.
افغانستان بيا وړاندې د همدې لوبلړۍ لپاره خپله ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده.
د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، نور الرحمان، محمد نبي، راشد خان، ننګيال خروټی، مجيب الرحمن، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، نوين الحق او عبدالله احمدزی غوره کړي دي.
په احتياط لوبغاړو کې شاهدالله کمال، فرید ملک او اعجاز احمدزي ته ځای ورکړل شوی دی.
افغانستان هم د شل اوريزو سياليو تکړه او چټک لوبغاړي لري چې د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې د لوبېدو له کبله د پراخې تجربې خاوندان دي. د سپېن يا ورو توپ اچونې برخه یې د نړۍ په کچه خورا پياوړې ده چې د هند لپاره سرخوږی جوړولی شي.
خو که دواړو لوبډلو او د هغوی تاريخ ته وکتل شي، هند د کرېکټ اوږد تاریخ لري او څو ځله یې نړيوال جامونه هم ګټلې دي، بل پلو د افغانستان کرېکټ نوی د راغوړېدو په حال کې دی او په دې وروستيو کې یې په نړيواله کچه د ډېرو پام ځانته را اړولی دی.
سيالۍ کله او چېرته دي؟
د افغانستان او هند ترمنځ دری واړه شل اوريز لوبې د افغانستان په کوربتوب د ډيلي په ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره کېږي.
لومړي لوبه د سپټمبر پر ۱۳ مه نېټه، دويمه لوبه د سپټمبر پر ۱۵ او درېیمه لوبه د سپټمبر پر ۱۷ نېټه پلان شوې دي.
که څه هم دا لوبې په هند کې دي خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان د هندۍ لوبډلې کوربتوب کوي. د دواړو هېوادونو تر منځ په لومړي ځل د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د هند په کوربتوب دوه اړخيزه لوبلړۍ شوې وه. د روان کال په جون کې هم افغانستان هند ته دريو يو ورځنيو سياليو لپاره تللی و.
په نړۍ کې د کرېکټ يو شمېر مشهورې لوبډلې له افغانستان سره د طالبانو حکومت د کړنو او پر ښځو د محدويتونو له کبله دوه اړخيزې لوبې نه کوي.
خو د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نصيب خان وايي، "ډېره د وياړ خبره ده چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د يوې سترې لوبډلې کوربتوب پر غاړه لري او دغه چاره ښيي چې نور افغان کرېکټ خپلو سترو موخو ته رسېدلې دی."
افغانستان تر دې مهاله له هند سره ټولې نهه شل اوریزې لوبې کړې چې اووه هند ګټلې، يوه مساوي پايته رسېدلې او يوه بې پايلې ختمه شوې ده.