تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا یوه فدرالي قاضي د رحمان الله لکڼوال د ژوند ژغورلو لپاره هغه ته د جبري خوراک ورکولو امر وکړ
په امریکا کې یو فدرالي قاضي امر کړی چې رحمان الله لکڼوال، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد پر غړو د ډزو په قضیه کې مشکوک دی، په زور تغذیه شي. نوموړي په توقیف خونه کې '' له څو میاشتو راهیسې د خوړو له خوړلو او کله ناکله د اوبو له څښلو'' ډډه کړې ده.
د امریکا عدلیې وزارت تېره میاشت محکمې ته په سپارل شویو اسنادو کې ویلي وو چې لکڼوال د جولای په ۹مه نېټه په بېړني ډول د واشنګټن ډي سي یوه روغتون ته ولېږدول شو، چې ''د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره اړینې طبي درملنې'' ترلاسه شي.
د سي بي اېس خبري شبکې د راپور له مخې، چې په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ ده، د شنبې په ورځ د صادر شوي حکم پر بنسټ، فدرالي قاضي امیت مهتا امر کړی چې رحمان الله لکڼوال ته دې په زور خواړه ورکړل شي، چې ''د هغه ژوند وساتل شي او یا یې د روغتیايي وضعیت د وړاندوینې وړ خرابېدو مخه ونیول شي، داسې وضعیت چې که درملنه یې ونه شي، احتمال لري د مړینې لامل شي.''
قاضي دغه راز حکم کړی چې دغه روغتیايي اقدامات به تر هغه وخته دوام کوي چې لکڼوال ته کافي خواړه او مایعات ورکړل شي، هغه طبي پاملرنه ومني، او نور یې ژوند له خطر سره مخ نه وي.
لکڼوال د جون له میاشتې راهیسې، په داسې حال کې چې د خپلې محاکمې د ترسره کېدو په انتظار و، د خوړو له خوړلو ډډه کړې وه.
د قاضي مهتا حکم به د اکتوبر تر ۲۸مې نېټې پورې نافذ پاتې شي.
رحمانالله لکڼوال څوک دی؟
رحمان الله لکڼوال د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې له افغانستانه امریکا ته تللی و.
بي بي سي ته معلومه شوې، چې رحمان الله لکڼوال امریکا ته له لېږدول کېدو مخکې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو غړی و او د ''کندهار ضربتي واحد'' په نوم ځواک کې یې دنده ترسره کوله.
سرچینو بي بي سي ته تائید کړې چې نوموړی د دې واحد د ۰۳ برخې پورې اړوند و، هغه کنډک چې په کندهار کې د ''لړم'' ځواکونو په نوم پېژندل کېده.
د سرچینو په وینا، رحمان الله لکڼوال د موقعیت موندنې او تعقیب (GPS) ماهر و.
دی د ډزو هغې پېښې اصلي مشکوک تورن بلل کېږي چې د ځایي وخت له مخې یې شاوخوا د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ''فراګوټ وېسټ'' مټرو سټېشن ته نږدې او له سپینې ماڼۍ څخه په څو مترو واټن کې رامنځته شوې وې.
له هغې پېښې وروسته، د ډونلډ ټرمپ ادارې د پناه غوښتنې د ټولو غوښتنلیکونو ارزونه ودروله او په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت د بیاکتنې امر یې صادر کړ.
د امریکا د ملي ګارد ۲۰ کلنه غړې سارا بیکسټروم په هغه پېښه کې له ټپي کېدو وروسته مړه شوه او د ملي ګارد بل غړی، ۲۴ کلن اندریو وولف، سخت ټپي شو. دوی دواړه له ویسټ ورجینیا ایالت څخه د دندې د ترسره کولو لپاره واشنګټن ډي سي ته استول شوي وو.
د څارنوالۍ په عریضه کې، چې د امنیتي کمرې انځورونه هم پکې شامل دي، ویل شوي چې د څارنوالانو په وینا، دغه دوه کسان له دوو نورو ملي ګارډ غړو سره د سپینې ماڼۍ څخه څو کوڅې لېرې، په پوځي یونیفورم کې ولاړ وو او خبرې یې کولې، چې ناڅاپه د ډزو غږ واورېدل شو.
د شکایت له مخې، یوه قوماندان د ډزو له اورېدو وروسته ولیدل چې وولف او بیکسټروم پر ځمکه پرېوتل. هغه ''سملاسي خپله دولتي وسله راویسته او د مشکوک کس پر لور یې ډزې پیل کړې.''
په سند کې راغلي:
''له هغه وروسته د ډزو په تبادله کې، مشکوک کس هم په مرمۍ ولګېد او پر ځمکه ولوېد.''
د دغه قوماندان په وینا، بریدګر له څه ځنډ وروسته خپل برید بند کړ او هڅه یې کوله چې خپله وسله بېرته له مرمیو ډکه کړي. په همدې ترڅ کې د ملي ګارد یو بل غړي پرې ورټوپ کړل، او د امریکا د څارګرو خدمتونو مامورینو هم د مشکوک کس په نیولو او مهارولو کې مرسته وکړه.
وولف او بیکسټروم دواړه پر سر په مرمیو ویشتل شوي وو او په چټکۍ سره روغتون ته ولېږدول شول.
بیکسټروم په بله ورځ ساه ورکړه. د عدلي طب د معاینې پایلو وښودله چې د هغې د مړینې لامل د سر شاته د مرمۍ لګېدل وو او د مړینې ډول یې ''قتل'' تشخیص شوی دی.