عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوزیږدي ماشومان ووژل

    • Author, کري ډیویس او عثمان زاهد
    • رپوټ له:, پیمز روغتون، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

دا د چهارشنبې د سهار د سپېده چاود شېبې وې چې د پاکستان پلازمېنې د زېږنتون په یوه وارډ کې وېروونکې اورلګېدنه رامنځته شوه.

د پېښې پایله د ۱۴ نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې سبب شوه، په داسې حال کې چې د والدینو په وینا هغوی د مرستې رسېدو لپاره ساعتونه انتظار ایستلی و.

حفصې ولید له خپلې يور سره یوځای، چې څو ورځې وړاندې یې ماشوم زېږېدلی و، د پاکستان د طبي علومو انستیتیوت (PIMS) روغتون د خونې ترڅنګ موجود د. هغې لومړی یوه چیغه واورېده او فکر یې وکړ چې شاید کوم ناروغ ساه ورکړې وي - خو وروسته یې لوګي ولیدل.

دوی دواړه له داسې یو کوچني ماشوم سره وتښتېدل چې دومره نوی زیږېدلی و چې تر اوسه ورته نوم هم نه و اېښودل شوی.

"موږ ان د خپلو څیزونو په فکر کې هم نه شوو. موږ یوازې ماشوم پورته کړ او په بيړې لاندې پوړ ته ورغلو."

"ځینو ناروغانو همغه شپه ماشومان زېږولي وو. زه ان نه پوهېږم چې موږ څنګه په ښکته تلو وتوانېدو - هر څه خورا ګډوډ او وارخطا وو."

اور د اسلام اباد په یوه مهم دولتي روغتون (PIMS) کې د مور او ماشوم د وارډ په درېیم پوړ کې له هوا سړوونکي (ای سي) پیل شو. په وارډ کې له موجودو ۱۵ ماشومانو یوازې یو ماشوم وژغورل شو.

۴۰ کلن خرم محمود د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د ژغورنې ډلې تر رسېدو ډېر اوږد انتظار وایستل شو. هغه وویل: "زما لور له منځه لاړه، هغه یوازې د درېیو ورځو وه."

د یو بل قرباني شوي ماشوم مور، جویریې وویل چې د زېږنتون د وارډ دروازه تړل شوې وه.

هغې وویل: "ما دوه ساعته پرله پسې ژړل او چیغې مې وهلې. پولیس له څلورو ساعتونو وروسته راغلل او ویې ویل چې هغوی د څېړنو لپاره راغلي دي."

هغې وپوښتل: "ډاکټرانو ولې ماشومان هلته پرېښودل؟"

"برباد شئ تاسې، د ژغورنې ټیم او پولیس! ماشومان هلته په اور کې ووژل شول، خو چا ونه شوای ژغولی."

د روغتون اجراییوي رییس رانا عمران سکندر بي بي سي ته وویل چې د وارډ دروازه تړلې (قفل) نه وه، بلکې په پیره ساتل کېده. هغه له دولتي روغتونونو د ماشومانو د غلا کېدو احتمال ته اشاره وکړه، چې تر دې وړاندې هم پیښ شوي دي.

ولید وویل چې د پېمز (PIMS) ښه مشهور او لوی روغتون کېدو سره سره، د اور وژنې او خوندیتوب تدابیر ناکافي وو. "هلته باید د اور وژنې اوزار او اصول موجود وای، خو چا هېڅ نه کول - ټول یوازې په منډو وو."

د یوه مړه شوي ماشوم پلار رویټرز خبري اژانس ته وویل چې هغه له اتو ورځو راهیسې وارډ ته تلو راتلو او ودانۍ "د اور وژنې هېڅ راز خوندیتوب او مناسبې د وتلو لارې نه لرلې."

"ټولې دروازې بندې وې، یوازې یوه دروازه موږ ته له خپلو ماشومانو سره د لیدلو لپاره پرانیستې وه. نورې دروازې یې له دې وېرې تړلې وې چې ګواکې موږ به له حد زیات د خپلو ماشومانو لیدو ته ورشو."

یو شمیر عيني شاهدانو ادعا کړې چې د نوکریوالۍ کارمندان هم په سیمه کې نه وو.

یوې عيني شاهدې، چې نوم یې نه دی اخیستی، وویل چې خلک مجبور شول "دروازه ماته کړي" او د ژغورنې ډلې مجبورې شوې چې د اور لګېدنې کابو کولو لپاره کړکۍ ماتې کړي.

عبدالغفور، چې بل عيني شاهد دی، وویل ده هڅه وکړه ودانۍ ته ننوځي چې ناروغان وژغوري، خو د زیږنتون وارډ ته ونه رسېد.

هغه وویل: "دننه ډېر زیات لوګی و او ناروغان بند پاتې وو. د ژغورنې ډلې نژدې دوه ساعته وروسته راورسېدې."

د AFP خبري اژانس له مخې، د اسلام اباد چیف کمیشنر سهیل اشرف وویل چې د ژغورنې ډلې د بېړنۍ اړیکې نیولو سمللاسي سیمې ته ورسېدې.

پېمز (PIMS) د پاکستان پلازمېنه کې یو له تر ټولو لویو روغتونونو دی، چې د مور او ماشوم روغتیايي برخه کې ۱۵۶ بسترونه لري.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د یو شمېر لویو اورلګېدنو شاهد پاتې شوی دی، چې په‌کې د خوندیتوب ناکافي قوانین، د ودانولو ناقصې مقررې او نرم تطبیق ډېری وخت د مړینې د زیاتې کچې اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د روان کال په جنوري کې د کراچۍ په یوه سوداګریز مرکز (شاپنګ مال) کې د اورلګېدنې یو شمېر ژغورل شویو کسانو، چې لسګونه کسان په‌کې مړه شوي وو، وویل چې د وتلو بندو لارو احتمالاً د مړینې د شمېرې په لوړېدو کې رول درلود.

د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې تازه پېښې له امله خپله "سخته خواشیني او ژوره غمرازي" څرګنده کړې او اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې "مدام او سملاسي څېړنې وکړي."

هغه دغه راز د روغتیا وزارت لوړپوړی چارواکی، د فدرالي روغتیا سکرتر اسلم غوري دنده ځنډول شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "له ماشومانو سره داسې حالت رامنځته کېدل یو نه جبیره کېدونکی ناورین دی."