پاکستان ۱۶ زره افغانان په لنډمهالي ډول له ایستلو مستثنا کړي، ملګرو ملتونو یې هرکلی کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د پاکستان د هغه تایید هرکلی کړی چې له مخې یې ۱۶ زره افغانان د بشري دلایلو له کبله له پاکستانه افغانستان ته له اېستلو په لنډمهالي ډول استثنا شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا خبرپاڼه، چې بي بي سي ته لېږل شوې، وروسته له هغې خپره شوه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د دغه وروستي تصمیم جزییات وړاندې کړل.

د بشري حقونو ډلې وایي که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ډېر نور افغانان چې اوس په پاکستان کې دي ستانه کړل شي، له جدي خطرونو سره مخامخېدای شي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی چمتو دي د داسې طرزالعملونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې زیانمنېدونکو افغانانو ته اجازه ورکړي د ساتنې اسنادو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وسپاري.

په تېرو درېیو کلونو کې پاکستان او ایران له شپږو میلیونو ډېر افغانان اېستلي دي.

وړاندې، له پاکستانه د افغانانو پر جبري ایستلوحقوقي ډلو او نړیوالې ټولنې غبرګونونه ښودلي وو.

د بښنې نړیوال سازمان او UNHCR په پرله پسې توګه له اسلام اباده غوښتنه کړې چې د "نه شړلو یا ستنولو" نړیوال اصل مراعات کړي او د کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي.

پاکستان په ټوله نړۍ کې د کډوالو یو له تر ټول لویو کوربنو هېوادونو دی، په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې یې میلیونونه افغانانو ته د کډوالۍ لپاره ځای ورکړی.

د پاکستان حکومت اټکل کوي چې په ګاونډي افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له پېښو راهیسې نژدې ۶۰۰،۰۰۰ نورو افغانانو پناه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) د پاکستان له حکومت، د ملګرو ملتونو له نورو ادارو، بشري او پرمختیایي سازمانونو او له مدني ټولنې سره نژدې کار کوي چې کډوالو ته خوندیتوب او مرستې چمتو کړي او د کوربه ټولنو ملاتړ وکړي.

په دې کې د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا او روغتیایي خدماتو، زدکړو او د روزګار فرصتونو ته د غوره لاسرسي رامنځته کول شامل دي.

د تېرې اګسټ میاشتې لومړیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویاند بابر بلوچ په جینیوا کې له پاکستانه غوښتي وو چې د هغو افغان کډوالو جبري اېستل ودروي چې د نومليکنې ثبوت (PoR) کارتونه لري.