تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وېنس:ایران به د اټومي انرژۍ څارونکو ته بېرته د ورتګ اجازه ورکړي
په سویس کې د امریکا او ایران د لومړي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو او په دغو خبرو کې یې د 'ښه پرمختګ' خبر ورکړی.
ښاغلي وېنس همداراز اعلان وکړ چې ایران د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د بېرته ګرځېدو سره هوکړه کړې ده.
نوموړي همدا راز د ایران د ځينې کنګل شو یو شتمنیو "خوشې کېدو" په تړاو وویل چې " موږ غواړو داسې یوه تګلاره جوړه کړو چې خوشې شوې شتمني له ایرانیانو سره مرسته وکړي، نه دا چې د ترهګرۍ مالي ملاتړ پرې وشي."
د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز وویل چې د هرمز تنګی پرانېستی دی.
له دې اعلان وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي " له اتومي اژانس سره به زموږ تعامل لکه د معمول روان وي."
ښاغلي بقايي د ایران یوه خبري اژانس ایرنا ته ویلي " د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره به د یران تعامل د اسلامي شورا له خوا د تصویب شویو اصولو او د ایران د ملي امنیت شورا د پرېکړو له مخې دوام وکړي."
ایرنا د باخبره سرچینو په حواله لیکلي " د ۱۸ ساعته اوږدو خبرو په ترڅ کې د اتومي انرژۍ په اړه خبرې نه دي شوې او ایران کومه نوې ژمنه هم نه ده منلې."
نوموړي دا خبرې د امریکا د مرستیال ولسمشر له هغو خبرو څو ساعته وکړې چې په ټکو یې ایران ایران د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د بېرته ګرځېدو سره هوکړه کړې ده.
د دغو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي د امریکايي لوري سره د خبرو په ترڅ کې ، "د تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو، سمندري کلابندي پایته ورسېده" او د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې".
ښاغلي عراقچي دا څرګندونې پرخپله اېکسپاڼه کړې دي او ویلي یې دي چې "د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره د ایران پلان منل شوی دی".
د لومړي پړاو پایلو ته په کتو د شخړې ښکیلو اړخونو ایران او امریکا او دواړو منځګړو قطر او پاکستان دا خبرې مثبتې او له ښه پرمختګ څخه برخمنې بللې دي.
امریکا د اګست تر پایه پورې د ایران پر تېلو او پټرو کیمیکلونو بندیزونه لېرې کړل
د امریکا د خزانې وزارت یوه عمومي اجازه صادره کړه چې د اګست تر ۲۱مې پورې به د ایراني خامو تېلو، پټرو کیمیکل محصولاتو او پټرولیم محصولاتو تولید، تحویل او پلور ته اجازه ورکړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د تېرې اونۍ لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې، متحده ایالاتو موافقه وکړه چې د ایران د خامو تیلو، پټرولیم محصولاتو او مشتقاتو صادراتو لپاره معافیت ورکړي. دا معافیتونه اړوند خدمات هم پوښي، چې د بانکدارۍ، بیمې او ترانسپورتي معاملات هم پکې شامل دي.
له دې اعلان سره د ایران په خامو نفتو او پټروکیمیاوي محصولاتو هغه بندیزونه هم ختمیږي چې امریکا ته یې د دې توکو د واردولو مخه نېوله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله اېکس پاڼه د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې " "پر تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو."
د امریکا او ایران لومړی پړاو خبرې پای ته رسیدو سره د امریکا او ایران غبرګونونه
د ایران ولسمشر پاکستان ته ځي
د ایران ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د سې شنبې پر ورځ پاکستان ته ځي.
اټکل کېږي چې دا به یو ورځنی رسمي سفر وي.
د ایران د ولسمشرۍ دفتر د عمومي اړیکو مسول حبیب عباسي ویلي د ایران او امریکا تر منځ د پاکستان د منځګړیتوب پر رول خبرې د دغې سفر یوه مهمه موخه ده.
ښاغلي عباسي ویلي، د تېرو ځینو تړونونو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحث هم د خبرو اجنډا کې شامل دي.
د خبرو له پیله د چین هر کلی
بل لور د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ایران او امریکا تر منځ د هوکړې عملي کېدو پر لور سویس کې د خبرو له پیله هرکلی کړی او ویلي یې دي چې " له ټولو داسې هڅو ملاتړ کوي چې منځني ختیځ کې د سولې سبب ګرځي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر په حواله راغلې چې " په شوې هوکړه عمل او د اوربند دوام به د ایران او امریکا تر منځ د همکاریو نوی څپرکی خلاص کړي."
نوموړي همداراز ویلی چین له ایران څخه د خپل "حاکمیت او عزت" او له خلیج فارس هېوادونو سره د ښو اړیکو په موخه ملاتړ کوي. چین په سیمه کې د سولې امنیت په موخه په خپل مثبت رول ټینګار کړی دی.