تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې پیل شوې، تهران وايي هرمز تنګی یې تړلی دی
د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جېډي ونس له ایراني اړخ سره د خبرو لپاره سویس ته تللی. دواړو لورو نن (یکشنبه، غبرګولي ۳۱مه/جون۲۱مه) د سویس بورګشټوک ښار کې خبرې پیل کړې دي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د جګړې پای ته رسېدو هوکړې له لاسلیکېدو وروسته د تخنیکي کچې په دغو لومړنیو خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام او لبنان کې د اوربند د ټینګښت په تړاو موضوعاتو کې پرمختګ وشي.
ښاغلي وېنس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ایران، پاکستان او قطر له استازو سره د تخنیکي خبرو پیلېدو ته لېوال دی.
نوموړي ویلي: "زه یوازې یوه یا دوه ورځې هلته پاتېدای شم. هیلهمن یو چې په اټومي موضوع او همدا راز لبنان کې د اوربند په تړاو پرمختګ وکړو. فکر کوم همدا دوه به زموږ د تمرکز اصلي موضوعات وي."
د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې: "ډاډمن یم ایرانیان هم داسې مسایل لري، چې غواړي به د هغو په تړاو خبرې اترې وکړي."
رویټرز خبري اژانس وايي، جیډي وېنس سویس ته تر روانېدو مخکې خبریالانو ته ویلي، لبنان کې وضعیت د خبرونو د سرټکو خلاف "مخ په ښه کېدو دی" او دا چې تاوتریخوالی تر یوه ځایه راکم شوی دی.
تر دې ورمخکې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر اعلان کړی و، چې هغه او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر هم یکشنبه (د جون ۲۱مه) په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ په پلان شویو مذاکراتو کې ګډون کوي.
د جګړې پای ته رسېدو له هوکړې وروسته د تخنیکي کچې دا خبرې د سویټزرلنډ په بېرګن سټوک ښار کې کېږي.
د شهباز شریف له دفتره د شنبې پر ورځ خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د هغه په مشرۍ جګپوړی پاکستانی پلاوی په دغو خبرو کې ګډون لپاره سویس ته روان شوی دی.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره د مذاکراتو منځګړیتوب کوي.
د دغه بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې پر ورځ یوه بیان کې ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي کچې په مذاکراتو کې به پر دغو هېوادونو سربېره د پاکستان او قطر استازي هم برخه اخلي او دا چې پاکستان به د منځګړي رول ته دوام ورکړي.
د محمد باقر قالیباف په مشرۍ ایراني پلاوی او منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او جارېډ کوشنر لا مخکې سویس ته رسېدلي دي.
ایراني رسنۍ وايي د دغې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران د پارلمان او مذاکراتي پلاوي مشر ملتیا کوي.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې " د دغې سفر موخه د مقابل لوري د ژمنو تعقیبول دي." او په ټکو یې دا د خبرو اترو د دویم پړاو د رسمي پیل په مانا نه دی.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د ایران د پوځ خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه اعلان کړی چې له ژمنو څخه د مقابل لوري د سرغړونو له کبله یې د هرمز تنګی تړلی دی.
د ایران پوځ د شنبې پر ورځ وویل د تېلو د لېږد دغه مهمه او ستراتېژیکه لاره پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو د دوام په ځواب کې تړي.
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي وو، له هوکړې د سرغړونې له امله هرمز تنګی په بشپړ ډول تړل شوی دی.
خو د ایران له دغه اعلان وروسته د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان وکړ چې هرمز تنګي پرانیستی دی.
سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي "امریکايي ځواکونه به د هرمز په تنګي کې پاتې وي، دوی هوښیارانه ګام ته چمتو دي تر څو وګوري له ایران سره د شوې هوکړې ټول موارد پلي کېږي."
د هرمز تنګي په تړاو له دغو متقابلو ادعاو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ ویلي، چې د اوربند دوره کې به ۶۰ ورځې هرمز تنګي کې هېڅ مالیه نه وي.
هغه پر خپله خواله رسنۍ تروټ سوشیل لیکلي چې تر دې ۶۰ ورځنۍ دورې وروسته به هم، له دې پرته چې هوکړه بشپړه نه شي او پخپله متحد ایالتونه د خپلو خدماتو او تېرو، اوسنیو او راتلونکو لګښتونو جبران لپاره مالیه وضع نه کړي، په هرمز تنګي کې څه ستونزه جوړه نه شي.
امریکا او ایران تر منځ شوې هوکړه کې راغلې "د دې یادښت په لاسلیک کولو سره، امریکا، د ایران اسلامي جمهوریت او په اوسنۍ جګړې کې د لبنان په ګډون د دوی متحدین په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سملاسي او دایمي پای اعلانوي او ژمنه کوي چې د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول جګړه یا پوځي عملیات نه کوي، د یو بل پر وړاندې به د ګواښ یا ځواک له کارولو ډډه کوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تضمین به کوي."
وروستۍ موافقه او د دې بند نور حکمونه به د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې دایمي پای تاییدوي.