له ایران سره د امریکا او اسرائيل جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي؛ ایا دقیق شمېر به یې مالوم شي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د رسمي شمېرو له مخې تېره فبرورۍ کې د امریکا او اسرائیل لخوا پر ایران له هوايي برید وروسته پیل شوې جګړه کې د منځني ختیځ لروبر زرګونه کسان وژل شوي او اوس د دې جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه شوې ده.

په ایران او لبنان کې د مرګژوبلې په تړاو د رسمي راپورونو له مخې، دغو هېوادونو کې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له ۷۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په دوی کې سلګونه ماشومان او لسګونه روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.

په ټوله سیمه کې ګڼ نور کسان هم وژل شوي.

ځینې شنونکي وایي چې دا شمېر ظاهرآ کم ښودل شوی او شنونکو د بي‌بي‌سي حقیقت موندنې څانګې ته ویلي چې په ځینو سیمو کې د وسله‌والو ډلو حضور او ترڅنګ یې د انټرنېټ، رسنیو او حکومتي محدودیتونو د معلوماتو راټولول او د هغو په تړاو راپور ورکول لاپسې ستونزمن کړي دي.

برېتانیا کې د وسله‌وال تاوتریخوالي خلاف د اقدام خیریه بنسټ اجرائیوي مشر ډاکتر این اوورټن وايي، دا جګړه هممهاله په څو هېوادونو کې روانه ده، نو ځکه د تلفاتو شمېر "ډیری وخت نیمګړی، ځنډنۍ او یا هم په خپلواکه توګه د تاییدېدو وړ نه وي".

هغه زیاته کړه چې "د مړینو وروستی شمېر به ښایي د جګړې تر پای ته رسېدو" کلونه کلونه وروسته هم لانجمن پاتې شي.

ایران

د ایران د حکومت د رسمي شمېرو له مخې پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیل د بریدونه له پیله د اپرېل تر نیمایي پورې لږ تر لږه ۳ زره ۴۶۸ ایرانیان وژل شوی وو، چې ۴۹۹ پکې ښځې وې.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د اپرېل پر ۲۶مه راپور ورکړ چې په دغو کسانو کې یو زر ۴۶۰ ملکي وګړي او ۲ زره ۸ پوځي پرسونل شامل دی.

خو په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا) چې مرکز یې په امریکا کې دی، ویلي د دوی شمېر تر دې لوړ دی،او ۳ زره ۶۳۶ وژنه یې ثبت کړې ده.

دغه اژانس په یوه راپور کې چې د مې پر ۱۸مه خپور شوی، ویلي چې د دوی په شمېرو کې د ۳۰۷ ماشومان په ګډون د ۱۷۰۱ ملکي وګړو، ۱۲۲۱ پوځي پرسونل او ۷۱۴ داسې کسانو وژل کېدل شامل دي، چې هویت یا حالت یې نه شي تاییدېدای.

دغه بنسټ ویلي چې د دوی لخوا ثبت شوې شمېرې باید "تر ټولو ټیټې" وبلل شي، ځکه چې د مرګ‌ژوبلې په اړه د معلومات ترلاسه کول خورا محدود شوي او دا چې د پېښو ځایونو ته د نه لاسرسي ستونزې او د حکومت له لوري د انټرنېټ بندیدو او سیاسي فشارونو دا پروسه سخته کړې ده.

د دې ادارې مرستیال مشر سکېلر تامپسن وویل: "چارواکي په پرله پسې ډول د تلفاتو اړوند معلومات نه خپروي، او کورنۍ هم ښایي تر فشار لاندې وي چې د خپلو عزیزانو د مړینې د شرایطو په اړه په زغرده څه ونه وايي.‌

ایراني چارواکو امریکا او اسرائیل تورن کړي چې په دغه هېواد کې یې د بریدونو پر مهال ملکي زیربناوې په نښه کړې دي.

څو څېړنو موندلې چې د جګړې پر لومړۍ ورځ د امریکا یو توغندی میناب ښار کې پر یوه ښوونځي ولګېد چې د ایراني چارواکو په وینا د ۱۱۰ ماشومانو په ګډون یې ۱۶۸ کسان ووژل.

د امریکا پوځ ویلي چې د دغه برید په اړه څېړنه کوي.

تر هغې څو ورځې وروسته ایراني چارواکو وویل چې په لامرد ښار کې د نجونو د والیبال یوې لوبې پرمهال پر سپورتي تالار د توغندي لګېدو له کبله ۲۰ کسان ووژل شوي دي.

امریکا که څه هم رد کړه چې په دغه برید کې دې لاس ولري، خو کارپوهانو د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې ته ویلي چې په دغه برید کې احتمالاً یو امریکایی پریسیشن سټریک توغندی (PrSM) کارول شوی.

لبنان

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ شخړه د مارچ ۲مه له هغې وروسته بیا پیل شوه، چې حزب‌الله د ایران د روحاني مشر د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسرائیلو راکټونه وتوغول.

اسرائیلو په ځواب کې د هوايي بریدونو پراخه لړۍ او د لبنان په سوېل کې ځمکنۍ عملیات پیل کړل.

د لبنان روغتیايي چارواکو ویلي له هماغه راهیسې دغه هېواد کې د اسرائیل په بریدونو کې ۳ زره ۹۱۲ کسان وژل شوي، چې ۳۶۶ په کې ښځې او ۲۴۷ ماشومان دي.

دا روښانه نه ده چې د وژل شویو کسانو په دغه شمېر کې د حزب‌الله جنګیالي هم شته او که نه.

بي بي سي حقیقت موندنې ډلې د لبنان له روغتیا وزارت سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

پخپله حزب‌الله د وراوښتې مرګژوبلې رسمي شمېرې نه دی خپور کړی، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره میاشت ویلي وو چې له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې د حزب‌الله ۳ جنګیالي وژل شوي دي.

د اسرائیل پر عملیاتو د درنې ملکي مرګژوبلې اړولو له کبله پراخې نېوکې کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ د اسرائيل دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) چلند په کلکه وغانده او ویې ویل چې په بریدونو کې یې "ډېر خلک وژل شوي" دي.

ټرمپ په پاریس کې د جي-۷ په سرمشریزه کې وویل، د دې اړتیا نشته چې هر وخت په کوم چا پسې ګرځئ، یو بشپړ اپارتمان پسې ړنګ کړئ، ځکه چې په دغو اپارتمانونو کې ګڼ نور خلک هم وي، او دوی ټول حزب الله نه دي.

اسرائيل

اسرائیلي چارواکي وایي د جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد ۶۰ کسان وژل شوي دي.‌ له دوی ډېر د ایران بریدونو او له حزب‌الله سره جګړو کې وژل شوي.

د هغو شمېرو له مخې چې د اسرائيل حکومت له بي‌بي‌سي سره شرېکې کړې، په دوی کې ۲۹ ملکي وګړي دي، چې ۲۱ پکې د ایران د توغندیو بریدونو کې وژل شوي.

۳۱ نور د اسرائیل د دفاعي ځواک سرتېري دي، چې په جګړه کې وژل شوي دي.

د اسرائیل حکومت ویلي، یو کس په تېروتنې سره د خپلو ملګرو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

اسرائیلو په وار وار ایران تورن کړی چې په دغه هېواد کې یې د استوګنې په سیمو کې د کلسټر بمونو کارولي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، رامات ګان ښار کې د کلسټر بم برید کې یوه زړه ښځه او خاوند داسې مهال ووژل شول، چې له هوايي بریده د پناه ځای روان وو.

د بشري حقونو سازمان په مارچ میاشت کې تهران تورن کړ چې د کلسټر بمونو په وسیله یې د ملکي سیمو په نښه کولو سره جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

د HRW یو څېړونکی پاتریک تامپسن، وايي:"د کلسټر بمونو کوچني چاودېدونکي توکي په یوه پراخه سیمه کې خپرېږي، چې دا یې په غیر قانوني ډول بې توپیره ګرځوي او د جګړې له قوانینو سره په ټکر کې دي."

منځنی ختیځ

ایران پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې پر خپلو هغو ګاونډیو عربي هېوادونو هم ګوزارونه وکړل چې د امریکا پوځي اډې پکې دي.

ایراني ځواکونو د بالیستیک توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو پرله‌پسې بریدونه وکړل، چې ډېر یې د هوايي ډګرونو، د انرژۍ تاسیساتو او بندرونو به څېر پر بېلابېلو ملکي ځایونو ولګېدل.

په ډېرو پېښو کې د توغندیو تر شنډولو وروسته د هغو پاتې شوني پر استوګنیزو سیمو راپرېوتل.

بي بي سي حقیقت موندې څانګې دا مستنده کړې، د سیمې په اتو هېوادونو سعودي عرب، متحد عرب اماراتو، قطر، کویت، عراق، اردن، بحرین او عمان کې پر پوځي اډو بریدونه شوي دي.

د دغو بریدونو څپې د ایران د ګاونډیو له خوا سخت غبرګونونه راپارولي دي.

ډاکتر انور قرقاش، چې د متحدو عرب اماراتو د ولسمشر سلاکار دی، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "ستاسو جګړه له خپلو ګاونډیو سره نه ده، او د دې کړکېچ له زیاتېدو سره تاسو د هغو کسانو خبره تاییدوئ چې ایران سیمې لپاره اصلي خطر ګڼي."

د سیمې په کچه د مړو کسانو د دقیق شمېر موندل ستونزمن دي، ځکه چې ټولو هېوادونو تر اوسه خپلې ټولیزې شمېرې نه دي خپرې کړي. په هره توګه رسمي بیانونه او د رسنیو راپورونه ښيي چې د خلیج په ډېرو هېوادونو کې د مړینو پېښې ثبت شوې دي.

په دې لړ کې د متحدو عرب اماراتو دفاع وزارت اعلان کړی، چې په هغه هېواد کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د الجزیرې او فرانس پرېس خبري اژانسونو لخوا د راټولو شویو شمېرو له مخې، په عراق کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په دوی کې لږ تر لږه ۸۰ د "الحشد الشعبي غړي بلل شوي، چې ایران پوله ملېشه ده.

بلخوا د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په منځني ختیځ کې مېشت ۱۳ امریکايي پوځیان هم وژل شوي دي.

له دوی اووه تنه د ایران په بریدونو او شپږ نور په عراق کې د سونتوکو د رسولو یوې الوتکې د غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.

د نورو ارقامو له مخې چې ۱۴ بېلابېل تابعیت لرونکي کسان په هرمز تنګي او د منځني ختیځ نورو سیمو کې پر کښتیو بریدونو کې وژل شوي دي.

ډاکټر اوورټن وايي: "د عراق، سوریې او نورو سیمو د پخوانیو جګړو تجربه ښيي چې د مرګ ژوبلې وروستی شمېر به ښایي تر اوږدې مودې پورې ناڅرګند پاتې شي خو کېدای شي له اوسنیو (اعلان شویو) شمېرو ډېره لوړه وي."