افغانستان ته د رېل ګاډو له لارې د توکو لېږد '۷۸ سلنه زیات شوی'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د وړم کال پرتله د رېل ګاډو له لارې د بار وړلو په کچه کې ۷۷ اعشاریه ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دې کې د رېل پټلۍ د افغانستان صادارت او دغه هېواد ته وارېدیدونکي توکي دواړه شامل دي.

د ټولګټو وزارت د رېل له لارې د بار زیاتیدو دا پرتلنه د نوې پیل شوې اسلامي کال ۱۳۴۷ هجري قمري او ۱۳۴۶هجري قمري ترمنځ کړې ده.

د یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلې:" په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیونه ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي."

خبرپاڼه زیاتوي، تېر کال بیا له همدې څلورو لارو له لارې په باندې ۴ میلیونه مټرېک ټنه انتقالات ترسره شوي وو.

د دې تر څنګ دا د سوداګریزو فعالیتونو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره پر رېل لار د زیاتېدونکې تکیې څرګندونه کوي.

افغانستان چې په وچه کې ګیر هېواد دی او د پاکستان له لارې سوداګري یې درېدلې له دغو لارو سوداګري او ټرانزېټ ورته تر ټولو ارزانه هغه بلل کېږي.

افغانستان چې کورني تولیدات یې په کور د ننه ټوله اړتیا نه شي پوره کولی یو زیات شمېر تولیدات له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا او ایران څخه واردوي.

هېواد ته د واردیدونکو توکو یوه لویه اندازه نفتي توکوي هم جوړوي.

افغانستان ته له بدیلو لارو د وارداتو زیاتیدو تر څنګ ویل کېږي تېر کال " څه باندې ۳۶ زره مټرېک ټنه سوداګریز توکي ټرانزېټ او صادر شوي دي."

له دې لارو هم د افغانستان د صادراتو لویه برخه لکه د تل وچې مېوې، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، تخمونه، نخود، مس او د انارو جوس جوړوي.

د رېل ګاډو له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو له ډېریدو سره د طالبانو حکومت پلان لري چې په هېواد کې د ننه هم د رېل پټلیو شبکه پراخه کړي.

د شنبې پر ورځ د طالبانو حکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د هغه هېواد د اقتصاد وزیر سیریک ژوما نګارین تر منځ لیدنه کې هم د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې پرانیستلو تر څنګ د مزارشریف، هرات او کندهار د اورګاډي پټلیو جوړلو یادونه هم شوې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت بي بي سي ته وویل، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر لانقشې خبرې شوي دي.

په دې وروستیو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي وو، افغانستان ته نه یوازې د یو سوداګریز شریک به سترګه ګوري، دغه هېواد ورته یو مهم سوداګریز دهلیز او نړۍ ته د توکو د لېږد یوه لنډه لاره ده.

خو تر ټول ډېر سود به له دې اړیکو ولسي افغانان او هغه سوداګر یوسي چې پاکستان سره د ناسازه اړیکو په ټس کې زیانمن شوي او دا ورته یوه بدیله لار برېښي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره مې میاشت کې اعلان وکړ چې د تورغونډۍ - هرات - کندهار او سپین بولدک ترمنځ د ۸۷۸ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې د بشپړېدو په حال کې دي او عملي کارونه به یې هم ژر پیل شي.

هغه افغانستان ته د او د ازبکستان د ریل پټلۍ رییس ظفر اویچ نظرالله اوف د سفر پر مهال زیاته کړې چې پر دې سربېره د ازبکستان لخوا د حیرتان او هرات ترمنځ د ۶۵۷ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي.

بلخوا ازبکستان چې د لومړي وزیر مرستیال په مشری یو پلاوی یې روانه اونۍ د کابل په سفر و له افغانستان سره د سړک او رېل لارو د سوداګرۍ پر لا غوړیدو ټينګار کړی دی.

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ رییس ویلي، د نایب اباد د اورګاډي ستېشن د لا پراختیا لپاره هم چمتووالی نیول شوی او هڅه کېږي چې له افغانستان سره د واګونونو د تګ راتګ شمېر تر ۷۰۰ پورې لوړ شي.