تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران او امریکا په سویس کې د خبرو له پیلېدو سره سم بیا یو بل ته ګواښونه کړي
د امریکا متحدو ایالتونو او ایران د جګړې پای ته رسېدو له ابتدایي هوکړې وروسته په سویس کې د دوی د مرکچیانو ترمنځ د لومړنیو مخامخ مذاکراتو له پيلېدو سره سم یو بل ته تازه ګواښونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ وویل، که تهران د لبنان حزبالله غورځنګ له بریدونو را ونه ګرځوي، نو پر ایران به برید وکړي.
د حزبالله وسلهوال د لبنان په سوېل کې له اسرائیلي ځواکونو سره نښتې کوي.
ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ لیکلي چې ایران باید په سملاسي ډول لبنان کې خپل نیابتي وسلهوال چې د نوموړي په وینا ډېرې پیسې ورکوي، د ربړو او ستونزو له جوړولو راوګرځوي.
هغه زیاته کړې چې که تهران دا کار ونه کړي، نو "بیا به یې ډېر سخت وځپي."
خو د ایران د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف بیا د دغه ګواښ په ځواب کې ویلي، چې د ایران وسلهوال ځواکونه هر ډول مقابلې ته چمتو دي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "ایا دوی فکر نه کوي چې که ګواښونو یې اغېزه لرلی، نو نن به په دې بېوسه حالت کې نه وای؟"
نوموړي زیاته کړې "موږ د امریکایانو په ګواښونو غوږ نه ګروو. ښه ده چې خپلو څرګندونو ته یې پام وي. زموږ وسلهوال ځواکونه چمتو دي، چې په بل ډول ځواب ورکړي."
د ایران د مرکچي پلاوي مشر ویلي، "دوی [امریکایان] چې هر څومره خبرې کوي - کوي دې یې، دا موږ یو چې عمل کوو."
د یادونې ده چې د تېرې اوونۍ په لومړني یا ابتدايي تړون کې ژمنه شوې چې په ۶۰ ورځو کې به وروستۍ هوکړه ترلاسه شي.
همدا راز د لبنان په ګډون "ټولو جبهو" کې د جګړې د درول کېدو او د هرمز تنګې د بېرته پرانستل کېدو ژمنه هم شوې.
خو له دې هوکړې سره سره اسرائيلي ځواکونو او حزبالله غورځنګ پر یو بل بریدونه جاري ساتلي.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا تېرو ورځو کې د اسرائيلي ځواکونو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه لبنانیان وژل شوي دي.
دغه تاوتریخوالی د دې لامل شو چې متحد ایالتونه د جمعې پر ورځ د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ نوی اوربند اعلان کړي.
که څه هم یکشنبه په رپوټونو کې وویل شول چې جګړه کمه شوې، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار وکړ چې پوځ به یې د خپل هېواد د شمالي برخو ساتنې لپاره د اړتیا تر مهاله د لبنان سوېل کې پاتې شي.
خو د حزبالله مشر نعیم قاسم بیا په لبنان کې د اسرائیلو هر ډول پوځي حضور رد کړ او ویې ویل چې حزبالله به د ځان دفاع وکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وېنس د سویس په بورګنشټوک کې د خبرو له پیل مخکې وویل چې ټرمپ له مرکچیانو غوښتي چې "یو نوی باب پیل کړي".
هغه زیاته کړه که د ایران مشرتابه چمتو وي چې له "سیمهییزې بېثباتۍ" او د اوږدې مودې لپاره د "اټومي وسلو د لرلو له هیلو" تېر شي، نو امریکا هم چمتو ده چې له ایران سره خپل اړیکي په بنسټیز ډول بدل کړي.
ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سولهییز دی.
د سویس خبرو کې له جیډي وېنس سره د ټرمپ زوم جارېډ کوشنر او منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیو ویټکاف هم مله دي.
د محمد باقر قالیباف په مشرۍ ایراني پلاوي کې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم شته.
د دغو خبرو پر لومړی ورځ (یکشنبه) د قطر او پاکستان لومړي وزیران او همدا راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم په سویس کې وو.
پاکستان د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د منځګړي رول ترسره او مخکې یې د دغو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربتوب هم کړی دی.
قطر هم د دواړو خواو منځګړیتوب کړی.
د دغه هېواد لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې ناوخته وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د دوام هرکلی کوي.
د یادونې ده چې قطر د ایران او امریکا د جګړې پر مهال د خلیج د نورو هېوادونو په څېر بریدونه او زیانونه کتلي دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، همدا تېره ورځ (یکشنبه) هم د دغه هېواد په راس لفان سیمه کې چې د ګاز تر ټولو پراخ تاسیسات پکې پراته دي، په یوه کارخونه کې چاودنه شوې، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې.
تر اوسه د دې پېښې لامل او نور جزییات نه دي ډاګیز شوي.