تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'زه هېڅکله افغانستان ته نه یم تللې': شپږ میلیونه ایستل شوي کسان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سره ژوند پیلولو ته اړ شوي دي
- Author, لیز ډوسیت
- دنده, د بي بي سي مشره نړیواله خبریاله
- رپوټ له:, د تورخم له لارې او کابله راپور
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
سپین ږیري او مشران په لکړو تکیه، له دردمنو او ګردجنو څېرو سره، په سختۍ روان دي. حیران ماشومان هغه چرګان غېږو کې نیسي چې تر شا پرېښودلو شویو کورونو یې له ځان سره راوړي دي.
۳۵ کلنه نازیه، له پاکستان (چېرته چې زېږېدلې وه) افغانستان ته له راتلو څو شېبې وروسته وايي: "خپل هېواد ته په راتګ خوشاله ده."
د تورخم دروازه چې په "زېرو پواینټ" یا صفري نقطه مشهوره ده، داسې ځای دی چې د یوه سخت ژوند پای او د یو بل پیل ښیي.
نازیه پداسې حال کې چې دوه ماشومان یې ورپسې روان دي، د نوم لیکنې هغو مېزونو ته ورځي چې د طالبانو په سپین او تور بیرغ پوښل شوي. له ژورې ساه ایستلو سره وايي: "خو زه مخکې هېڅکله افغانستان ته نه یم راغلې او دلته ډېر خلک د خوراک لپاره ډوډۍ هم نه لري."
د هغې د ټولې کورنۍ نژدې ټول غړي، اته خویندې او د هغوی ماشومان همدا کال له پاکستان يا ايران افغانستان ته په زور را لېږل شوي دي.
هغوی د نړۍ په کچه د خلکو د تېریدنې راتېریدنې د تر ټولو ستر بهیر برخه دي.
په میلیونونو افغانان د لسیزو په اوږدو کې د سرپناه او کار موندلو لپاره له پولو پاکستان او ایران ته کډوال شوي وو، او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده د وتوونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
ډېری کسان اوس په زور بېرته ستنېدو ته اړ کېږي، ځکه دواړه ګاونډي هېوادونه د بې اسناده کډوالو پر ضد کړنې سختوي.
نازیه او کورنۍ یې قانوني اسناد نه لرل، خو ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې وايي چې امنیتي عملیات یوازې تر دې ډلې محدود نه دي، بلکې ثبت شوي افغانان یې هم برخه دي. ان پاکستان اوس په ښکاره وايي، هغه افغانان چې د ثبت ثبوت کارتونه (PoR) لري، هم باید وویستل شي.
د ایستلو ددې لړۍ د ودرېدو هېڅ نښه نښکاري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، سږ کال له پاکستان او ایرانه په زور د بېرته راستنو شویو کسانو شمېر لا د مخه یو بل ملیون ته رسېدلی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند، چالي ګوډلېک، وايي: "له درېیو کلونو لږه موده کې موږ د شپږ میلیونه کسانو بېرته افغانستان ته ستنېدل لیدلي، چې نفوس یې په خپله د یوه کوچني هېواد هومره دی."
هغه چې د پولې تر څنګ د کډوالو د خیمو مخ ته د تودخې په لوړه درجه کې ولاړ دی، زیاتوي: "په معاصر تاریخ کې موږ په دې کچه د کډوالو د بېرته راستنېدو بېلګه نه ده لیدلې."
دا د پلاستیکي او څېرې شویو ترپالونو یوه ډاګیزه سیمه ده، چې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو لخوا جوړه شوې، چې هغو ناچاره خلکو ته د څو شپو لپاره پناه ورکړي چې د تګ لپاره بل هیڅ ځای نه لري.
ډېری راستنو شویو کسانو له لسیزو راهیسې په افغانستان کې پښه نه ده اېښې؛ د نازیې په څېر ډېر شمېر هېڅکله دلته ندي راغلي.
سرور، چې څو ورځې وړاندې له خپلو اوو وروڼو او د هغوی له کورنیو سره د ۴۰ کسانو په ډله کې راغلی، وايي: "زه ۴۵ کاله وړاندې د شوروي د یرغل پر مهال له افغانستانه ووتلم او وروڼه مې په پاکستان کې زېږېدلي دي. " هغوی خپل ټول شخصي توکي په یوه پاکستاني لارۍ کې ځای کړي وو.
هغه زیاتوي: "موږ هلته ډېر وخت تېر کړ، نو طبيعي ده کله چې هغوی موږ په زور له خپلو کورونو وویستلو، زړه مې سخت مات شو."
"خو له دغو ټولو دردونو سره سره، زه خوشحاله هم یم، ځکه بالاخره د پاکستان د پولیسو له تنګولو او زور زیاتي خلاصېږم."
هرې کورنۍ چې موږ ورسره خبرې وکړې، د پاکستان د چارواکو لخوا د تبعیض او ځورونې تجربې یې درلودې.
د پاکستان حکومت د بي بي سي پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل: " د پاکستان حکومت پدې هېواد کې له افغان وګړو سره د هر ډول ځورونې او بد چلند د مخنیوي لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي. که داسې پېښې شوې وي، دا بېلې او انفرادي قضیې دي چې د قانون له مخې به ورسره چلند وشي."
پاکستان او ایران دواړه ادعا کوي چې د افغانانو د بېرته تګ وخت رارسېدلی دی. هغوی یو شمېر کسان پر امنیتي ګواښونو تورنوي او ځینې نور د مالي بار په توګه یادوي.
له پاکستانه د خلکو وېستل او د بد چلند ادعاوې د تېر کال په اکټوبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړو له سختېدو وروسته لا ډېرې شوې. په فبرورۍ کې د بشري حقونو څار سازمان (Human Rights Watch) د کور په کور چاپو، د شپې ناوخته د کورونو پلټنو او له حکم پرته د نیولو یادونه وکړه.
په ایران کې، چې تېر کال یې ادعا کوله تر ۴ ملیونو ډېرو بې اسناده افغانانو کوربه توب کوي، له اسرائیل او امریکا سره له ۱۲ ورځنۍ جګړې (جون ۲۰۲۵) وروسته د ډله ییزو ایستلو لړۍ لا ګړندۍ شوې ده.
په نیویارک کې مېشت د ایران د بشري حقونو مرکز د ایران چارواکي تورن کړي چې له جګړې وروسته له رامنځته شوې وضعیت د افغان کډوالو پر وړاندې د بدګومانۍ خپرولو لپاره ګټه اخلي، هغوی پر جاسوسۍ تورنوي او د اسرائیلو د احتمالي جاسوسانو په توګه یې معرفي کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره بیا هم پر دې بشري اصل ټینګار کوي چې بېرته راستنېدل باید "پخپله خوښه، خوندي او باوقاره" وي.
خو په تورخم کې، د سرور اینګور، زرینه، د دوی د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښنه څرګندوي: «موږ د کاروبار پیلولو یا د ژوند کولو لپاره هېڅ امکانات نه لرو، ان د اوسېدو لپاره خپله خېمه هم نه لرو.»
د انځور معلومات: ۴۰ کلنه زرینه د هغوی یو میلیون افغانانو له ډلې ده چې یوازې سږ کال بېرته راستانه شوي دي.
د لنډ مهاله استوګنې په خالي خېمه کې، چې د ۴۱ درجې له سختې تودوخې څوک نشي خوندي کولی، زرینه له اندېښمنو ښځو او د هغوی له ماشومانو سره ناسته ده.
ایا هغوی په داسې یوه هېواد کې د ښځو او نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي، چېرته چې طالبانو ښځې له ډېرو عامه چارو، په ګډون له ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو، راګرځولي دي؟
څلویښت کلنه زرینه شاوخوا ته اشاره کوي او وايي: "دې ته وګورئ، دا ټولې نجونې دي. باید اندېښمنه شم."
ځينې راستنېدونکي یوازې اندېښمن نه دي؛ هغوی بیخي وېرېدلي دي.
د افغان ځواکونو یو پخوانی امنیتي ساتوونکی، چې لومړی له ایران او بیا له پاکستانه ایستل شوی، له پولې لرې په هغه کور کې چې هیله لري خوندي به وي، دېره دی. وايي: "زه له دې کوره بهر نه وځم. "
"موږ ټول په وېره کې ژوند کوو، زما مېرمن او ماشومان هم بهر ته له وتلو ډارېږي. "
هغه د طالبانو د حکومت عامه بښنه درواغ بولي، هغه بښنه چې واک ته له رسېدو وروسته اعلانه شوې وه او ویل یې چې پخواني مامورین، پوځیان او ملکي کارکونکې به دهیچا لخوا له غچ اخیستو سره نه مخ کېږي او کارونو ته دې بېرته راستانه شي.
"زه د هغوی پر عامه بښنه باور نه لرم ځکه زما ډېر همکاران وژل شوي دي. " هغه وايي چې دوسیه یې له ملګرو ملتونو سره ثبت شوې وه خو مخکې تر دې چې بل خوندي هېواد ته ولېږدول شي، په زور وایستل شو.
مالي ستونزې دغه کړاو دوه برابره کوي. په نړۍ کې د بهرنیو مرستو ډېر کمېدل په افغانستان کې تر بل هر ځایه ډېر اغېز لري، چېرته چې طالبان لا هم له تروریزم او بشري حقونو پورې تړلیو بندیزونو سره مخ دي.
پاکستان د یکشنبې په ورځ ومنله چې ۱۶،۰۰۰ زیان منوونکو افغانانو ته د بشري اندېښنو پر بنسټ له ایستلو لنډ مهاله خوندیتوب ورکړل شوی، دا هغه پرېکړه ده چې ملګرو ملتونو یې هرکلی کړی دی.
خو باوري سرچینې اټکل کوي چې په پاکستان کې د جدي خطرونو سره مخ افغانانو شمېر (د هغو ښځو او نجونو په ګډون چې له زده کړو محرومېږي) ښايي تر ۲۵۰،۰۰۰ پورې ورسېږي.
د انځور معلومات: زرینه وايي د هغو نجونو د راتلوونکي په اړه اندېښمنه ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه شي تللای.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هڅه کوي ځان ډاډه ښکاره کړي.
هغه مني: "شک نشته چې موږ ځینو مرستو ته اړتیا لرو. د راستنېدونکو له کبله فشار شته خو په اوږد مهاله کې دا د هغوی او افغانستان دواړو په ګټه ده. "
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په لومړیو کلونو کې ځینو وزیرانو د بشري حالت مسئلې معمولي بللې او ویل به یې چې خدای رزق ورکوونکی دی.
ملګري ملتونه اوس اټکل کوي چې ۲۱.۹ ملیونه کسان (د هېواد نږدې نیمایي نفوس) دا کال د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (يونېسف) تېره اوونۍ وویل چې یو ملیون ماشومان له "مرګونې" خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
د کډوالو عالیې کمېشنرۍ ویاند ګوډلېک د راستنېدونکو کسانو د لاسنیوي لپاره د طالبانو هڅې مني، خو زیاتوي: "د نړۍ هیڅ هېواد یوازې د دا ډول بحران مقابله نه شي کولای. "
خو هغه زیاتوي: "موږ پر دې هم پوهېږو هغه محدودیتونه او فرمانونه چې هغوی وضع کړي، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو، له موږ سره د نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو کې مرسته نه کوي. "
متقي د خپل حکومت هغه مخکنی دریځ تکراروي چې د نجونو د زده کړو په څېر موضوعات د افغانانو "داخلي مسایل" دي او په خپله به یې حل کړي.
د ښځو او نجونو پر ژوند ډېر او سخت محدویتونه د طالبانو له نړیوالو اړیکو یو له خورا لویو خنډونو دی او دا ورته درنه پرېوتې ده. له پنځو کلونو تېرېدو وروسته، یوازې یوه هېواد (روسیې) د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی.
خو کله چې په دې اړه پوښتنه ورنه وشوه، متقي د چین، هند او مرکزي اسیا له هېوادونو سره د خپلو ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا یادونه وکړه.
له لوېدیځو هېوادونو د کابل د نسبي انزوا په اړه هغه پوښتنه کوي: "هغوی چې په تېرو پنځو کلونو کې زموږ سره اړیکې نه لرلې، څه شي ته رسېدلي دي؟"
هغه په خپله د خپلې پوښتنې ځواب ورکوي: "هېڅ شي ته نه"
موږ دا کلمه، "هېڅ"، په تورحم کې له هرې هغې راستنې شوې کورنۍ واورېده چې ورسره مو ولیدل، خو هرې کورنۍ په جلا مفهوم کاروله.
هغوی ټولو خپل هېواد ته د بېرته تګ تر ټولو ستونزمن مزل پیل کړی و، او له سره پیل یې کاوه او نږدې باید هیڅ یې پيل کړي.