نیپال او تبت کې سېلابونه؛ سلګونه کسان مړه او له ۱۵۰۰ ډېر بېدرکه دي
نیپال او تبت کې سېلابونه؛ سلګونه کسان مړه او له ۱۵۰۰ ډېر بېدرکه دي
د خپرېدو وخت
په نیپال کې د تېرې ورځې په خونړي سېلاب کې د مړو شویو کسانو تایید شوی شمېر له ۳۵۰ اوښتی دی. چارواکي وايي، د سلګونو بهرنیانو په ګډون تر ۱۰۰۰ ډېر کسان بېدرکه هم دي.
د چین له تبته هم د ۵۶۰ کسانو د بېدرکه کېدو خبر ورکړی شوی.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ویلي، دغه سېلاب په همالیا غرونو کې د یوه طبیعي یخچال د ښویېدو پایله کې راوتلی او دا چې په ځینو سیمو کې د اوبو مخه ډب شوې، نو د نورو سېلابونو ویره هم شته.



