کابل هوايي ډګر سره داعش لخوا د ځانمرګي برید پنځمه کلیزه

د ویډیو تشریح، کابل هوايي ډګر سره داعش لخوا د ځانمرګي برید پنځمه کلیزه
کابل هوايي ډګر سره داعش لخوا د ځانمرګي برید پنځمه کلیزه
د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۶مه له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د کابل نړیوال هوايي‌ ډګر مخې ته د خونړي برید د پنځمې کلیزې په تړاو ویلي، چې د امریکا مخکیني‌ ولسمشر جو بایډن امریکايي ځواکونه آن د افغانستان امنیتي‌ او دفاعي بنسټونو له خبرولو پرته نیمه‌شپه له بګرام هوايي اډې را وایستل.‌

په هغه برید کې،‌ چې مسوولیت یې اسلامي‌ دولت (داعش) منلی و، ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ ملکي افغانان وژل شوي وو.

ټرمپ له افغانستان د امریکايي‌ ځواکونو د ایستل کېدو پر څرنګوالي په نیوکې سره زیاته کړې،‌ چې "طالبانو بګرام ونیو او زرګونه ترهګر او مجرمان یې له زندانونو ازاد کړل."

د طالبانو حکومت تر اوسه د ټرمپ‌ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.‌

بلخوا د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ څو امریکايي سرتېرو ته چې د دغه برید پر مهال یې د کابل نړیوال هوايي‌ ډګر کې دنده ترسره کوله، مډالونه ورکړي دي.‌

ورمخکې د امریکا د دفاع وزارت ارشد سلاکار شان پارنل ویلي وو، د هغه څېړنیز ټیم د ۲۰۲۱ کال اګست کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو ځینو محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی دی.

پارنل ویلي، دغه اسناد باید "خپاره شوي وای، خو په قصدي ډول په خوندي صندوقونو کې پټ ساتل شوي وو، چې هېڅوک یې ونه ویني.''