تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا کې وسله والو له باروتو ډک موټر د پولیسو او پوځیانو له ګډې پوستې سره ټکر کړ، ۱۵ کسان وژل شوي
د خېبر پښتونخوا ټانک سیمې پر 'مانجهي خېل' امنيتي پوسته د وسله والو په یوه بريد کې د ۱۲ پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي. په وژل شويو کې دوه پوليس سرتېري او د ځنګلونو د ادارې يو کارکوونکی هم شامل دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار لخوا په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد بريد د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپې مهال شوی. بريدګرو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د امنيتي پوستې له دېوال سره ټکر کړ، چې د زورورې چاودنې له امله یې د پوستې بنسټيز جوړښت سخت زيانمن شوی.
د ای اېس پي ار خبرپاڼې له مخې، بريدګرو په لومړي سر کې هڅه وکړه چې د پوستې امنيتي تدابير مات کړي، خو امنيتي ځواکونو یې هڅه شنډه کړه. خبرپاڼه زیاتوي، وروسته د تېښتې په حال کې وسله وال تعقيب او په نښه شول چې له امله يې ۱۲ وسله وال ووژل شول.
پېښور کې د بي بي سي خبريال عزيزالله خان د راپور له مخې، د دې بريد له امله د مانجهي خېل امنيتي پوسته په بشپړه توګه نړېدلې ده او له بريد وروسته ټپي شوي سرتېري نږدې روغتونونو ته ولېږدول شول.
بل لور سیمه ییزو چارواکو په ټوله ولسوالۍ کې د امنیتي قانون ۱۴۴ مادې نافذول اعلان کړي او له خلکو غوښتنه شوې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له غير ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د ای اېس پي ار په وينا، په سيمه کې چاڼیز عمليات روان دي.
مانجهي خېل امنيتي پوسته له ټانک ښارګوټي شاوخوا ۱۵ کيلومتره لېرې، د ټانک - ډېره اسماعيل خان لویې لارې په اوږدو کې پرته ده.
د خېبر پښتونخوا سوېلي ولسوالۍ ټانک په وروستيو کلونو کې له هغو سيمو یوه ده چې د وسله والو بريدونو له امله ډېرې اغېزمنې شوې دي.
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په ټانک کې وسله والو د پوليسو يوه زغره واله موټر د چاودېدونکو توکو په وسيله په نښه کړه، چې له امله يې شپږ پوليس سرتېري ووژل شول.
دغه راز، د روانې جولای مياشتې په ۱۳مه نېټه د ټانک - جنډولې پر لویه لار د ګړۀ حيات او ماشا جان بنګلې ته نږدې، د پوليسو يوه بله زغره واله موټر د ريموټ کنټرول شوي چاودېدونکيو توکيو په وسيله په نښه شوه. په هغه پېښه کې دوه پوليس سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
له جغرافيايي پلوه، ټانک د خېبر پښتونخوا په سوېلي برخه کې د ډېره اسماعيل خان يوه ولسوالي ده. د ټانک ښار د ډېره اسماعيل خان په شمال لوېديځ او د جنډولې په سوېل ختيځ کې پروت دی. د ولسوالۍ لوېديځ لور ته سوېلي وزيرستان او شمال ختيځ لور ته لکي مروت سیمې موقعيت لري.
د سوېلي وزيرستان د سيمې له امله د ټانک جغرافيايي ارزښت زيات دی، ځکه چې دا سيمه د پخوانيو قبائلي سيمو او د خېبر پښتونخوا د نورو انتظامي ولسواليو ترمنځ يوه مهمه تګ راتګ لاره او ستراتيژيکه ګذرګاه ګڼل کېږي.